Mumtaz Orakzai Ghazal. Wali Wekh Yee? Hasee Wekh Yam. زه مارغه بې پر او باله نه مې ښاخ شته او نه ځاله لا ژوندی يم خو ځورېږم له مثقاله تر مثقاله ما له سوخته لته درکړه د دنيا غوندې فټباله له انکاره تر اېمانه هېڅ هم نشته لازواله نن سبا يم لږ بې سره خو هرګز نه يم بې تاله د کلال د زړه له حاله نا خبره پشکاله ولې ويښ يم؟ هسې ويښ يم ځه، اودۀ شه انډېواله د مغل وي...