Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Matiullah Turab

Matiullah Turab, Pashtun Afghan Poet Passes Away due to fatal Cardiac arrest

Matiullah Turab,  Pashtun Afghan Poet Passes Away due to fatal  Cardiac arrest خدای بښلي تراب صيب د خپل مرګ وصيت داسې شاعرانه کړی و. Da Matiullah Turab Waseyat. Pashto Nazam By Matiullah Turab Wasiat.   د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ   د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه  د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه  د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه  په قرار قرار می یوسه صوابی ته  د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه  جنازه مې ملکنډ په څوکو کیږده  د مومندو باجوړو پوښتنه وکه  په مزه مزه می کوز که اشنغر ته   په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه  څه خلیل او داودزي په ما خبر که  د ادم او د درخو پوښتنه وکه  پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي  د هنګو دواوو پوښتنه وکه  خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه  د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه  چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي  د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه  چې د کوټې او چمن په لاره لاړ شې  د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه  بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته  د هغې د سرو لاسو پوښتنه و...

Jang. Pukhto Nazam da Matiullah Turab

Pukhto Nazam. Jang Sa De? Poet. Matiullah Turab Matiullah Turab مطيع الله تراب  #نظم  عاجزي زوال نلري جنګ رټل دي جنګ وژل دي جنګ د وينو تويول دي جنګ پردي ته لاس نیول دي جنګ جنګ د ورور د سر وهل دي زوی بې پلاره, پلار وژل دي خوږه مور کونډه کول دي مدرسه کنډر کول دي مکتبونو ړنګول دي جوماتونو سوځول دي جنګ قرآن ته سپک کتل دي د سنتو تېرېدل دي جنګ جنګ په وینو وطن رنګ کړ د غرور ټاپو يې ړنګ کړ بې شرمۍ ولولو شرنګ کړ بې ننګۍ دبدبې دنګ کړ اوس یې یاد دی چې بابا تورې به شرنګ کړ جنګ جنګ د پېغلو بې ستري ده لویه لویه بې ننګي ده وینه تویه افغاني ده مورکۍ ژاړي خیر غواړي بچیان جیګ شي مورکۍ داړي د مستورې ټیکری هلته په پنجاب کې را ځړيږي د وطن دبدبه هلته  د تور څټي پښو ته لویږي مونږه وایو افغانان يو مګر هر ساز ته ګډیږو جنګ  جنګ غیرت راڅخه واخیست اسلاميت راڅخه واخیست افغانیت راڅخه واخیست د پښتون هغه شمله اوس د بې ننګه په سر ایښې د غیرت کیسې تاريخ شو کتابو کې یې تش لولو چې بابا په مشهد خور و په ډهلي يې پاچاهي وه اصفهان یې تر سینې و بخارا په تراره وه پنجابی یې مسلمان و نن چې جنګ دی جنګ کابل په ا...

Matiullah Turab New Pashto Poetry Nazam Lyrics.

 Pashto New Nazam By Afghan Popular Pashto Poet Matiullah Turab. Lyrics of Turab Pashto Poems in Pashto 2022. Poem War ( Jang or جنګ)    #نظم  جنګ رټل دي جنګ وژل دي جنګ د وينو تويول دي جنګ پردي ته لاس نیول دي جنګ جنګ د ورور د سر وهل دي زوی بې پلاره, پلار وژل دي خوږه مور کونډه کول دي مدرسه کنډر کول دي مکتبونو ړنګول دي جوماتونو سوځول دي جنګ قرآن ته سپک کتل دي د سنتو تېرېدل دي جنګ جنګ په وینو وطن رنګ کړ د غرور ټاپو يې ړنګ کړ بې شرمۍ ولولو شرنګ کړ بې ننګۍ دبدبې دنګ کړ اوس یې یاد دی چې بابا تورې به شرنګ کړ جنګ جنګ د پېغلو بې ستري ده لویه لویه بې ننګي ده وینه تویه افغاني ده مورکۍ ژاړي خیر غواړي بچیان جیګ شي مورکۍ داړي د مستورې ټیکری هلته په پنجاب کې را ځړيږي د وطن دبدبه هلته  د تور څټي پښو ته لویږي مونږه وایو افغانان يو مګر هر ساز ته ګډیږو جنګ  جنګ غیرت راڅخه واخیست اسلاميت راڅخه واخیست افغانیت راڅخه واخیست د پښتون هغه شمله اوس د بې ننګه په سر ایښې د غیرت کیسې تاريخ شو کتابو کې یې تش لولو چې بابا په مشهد خور و په ډهلي يې پاچاهي وه اصفهان یې تر سینې و بخارا په ترا...