Pukhtana Sook De?.Who Are Pashtuns? Origion Of Pashtuns Or Pathans. History Pashtuns In Detail پښتانه اصلأ څوک دي ؟ نن ټکی آسیااگست 19, 2017 بسم الله الرحمن الرحیم ـ د پښتنو د اصل او نسب په باره کی د ډیر پخوا څخه ډول ډول روایات او نظریات څرګند سوي دي څو چی د نولسمی پیړۍ معروف مستشرق او پښتو پیژندونکي ( هنری راورټی ) داسی وویل : « د هیڅ قوم د اصل او نسب په باره کی د نظریو اختلاف دومره زیات نه دی ، لکه د پښتنو د اصل او نسب په باره کی چی دی . » چا پښتانه د هغوی د خپل عنعنوی روایت په اساس بنی اسراییل بللي او چا بیا قبطیان ( فرعوني لړۍ ) ګڼلي دي . چا په مغولو ور ګډ کړي او چا د آرمنیانو ، تاتاریانو ، هپتالیانو او ساکانو په قطار کی درولی دي . چا بیا په عین وخت کی له راجپوتانو ، برهمنانو ، یونانیانو ، ترکانو ، عربانو او نورو سره ګډ کړي دي . خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کی تر ټولو عام او بیخی زوړ روایت هغه دی چی وایی پښتانه بنی اسراییل دي . په دې هکله تر ټولو پخوانی تحریری سند چی دغه روایت پکښی راغلی دی ، هماغه د ابوالفضل « آییًن اکبری » دی چی په ۱۵۹۷ ـ ۹۸ کی لیکل سوی دی . هغه په دې کتاب کی ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.