Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Engineer Momand

Waye Mula Jan Che Pa Janat Ki Horay Panday Di. Ghani Khan Nazam Lyrics.

 Waye Mula Jan Che Pa Janat Ki Horay Panday Di. Ghani Khan Nazam Lyrics. وايي ملا جان  وايي ملا جان چې په جنت کې حورې پنډې دي غټې غټې ، سپینې سپینې ، مستې او بربنډې دي ګوره بمبلی ته چې يې خوله د لاړو ډکه شوه زلفو کی د حورو ترې 'الحمد قل هو' ورکه شوه ګوره د اشنا په ږيره لاړې راروانې شوې ټول شهوت شهوت شو سترګې يې ورانې شوې شيطانې شوې دا وجود د خاورې دى نه پايي جنتونو کې دا د خاورې ګل مست وي د خاورې په ګلونو کې خاوره به شي خاوره يو احساس او ياد به پاتې شي ساز سرور به لاړ شي خوشې تشې باد به پاتې شي زه به حورې څه کړم چې يې غېږ کې کېنوى نه شم غټو مستو سترګو ته يې په سرو سترګو کتی نه شم او دا وجود که بيا شي جوړ، شهوت، حورې، شراب وي مست مست هلکان چې به هم ښکلي هم خراب وي ګوره ملاګي ته دې چې لس يې درله ګېره کړي ته به ورته ګورې او هغه به درله تېره کړي لوڼه دې راونيسي لا مور درله په مخه کړي ټوله خېلخانه به درله ګرمه کړي او يخه کړي دغه که جنت وي ملا رب دې ورله بوځه زر دغه دله توب نه زما زر ځله دى خوښ سقر يا خو وجود نه لري يو مست او رنګين خوب دى حورې او غلمان د مينې ښايست او لېونتوب دى يا د