Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Progress

How United State Become Super Power? Explained In Pashto

How United State Become Super Power? Explained In Pashto By Shafiullah Taand, Afghanistan ـ د امریکې سیستم څه دی دا یوه په زړه پورې مطالعه ده، امریکا په ۴ جولای ۱۷۷۶ م کې جوړه شوه او په ۱۵۰ کلو کې نړیوال قوت شو، ولې نړیوال قوت شو!  دا د نړۍ تر ټولو سخته؛ خو تر ټولو آسانه پوښتنه ده. ۱۵۰ کاله وړاندې د امریکې یو لړ مفکرین او د نظر خاوندان سره راټول شول او دې لپاره یې د نړۍ تېر لس زره کلن تاریخ څېړنه وکړه دې پایلې ته ورسېدل چې هغه لس تېروتنې او خامۍ چې د نړۍ واکمنو امپراتوریو، سلطنتونو او پاچاهانو تکرار کړې دي چې له امله ړنګ شوي او پرځېدلي موږ به یې نه تکراروو بلکې برعکس به یې عمل کوو او له امریکې وروسته چې د نړۍ هر هېواد پرمختګ غواړي د امریکې جوړ کړیو اصولو سره سم په عملي کېدو سره به ټولمنلي او ټول قوت د انساني تهذیب لس داسې خامۍ په نښه کړي چې له امله یې د نړۍ لوی ـ لوی سلطنتونه او لوی ـ لوی واکمنۍ او تهذیبونه لمنځه تللي دي، هغه که د مصر فرعونیان وو، د مقدونیې سکندر و، د روم سینر و، د عرب مسلمانان وو، د منګولیا چنګېز خان و،یا د ایران کسری،هغوی ټولو دغه لس تېروتنې کړې وې ځکه خو یې واک او س