Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto books

Da Amir Karor Kitab. Ameer Karorh Pashto Poetry Book In PDF.

Da Amir Karor Kitab. Ameer Karorh Pashto Poetry Book In PDF.  "د امیرکروړ کتاب" ـ دا ګروپ/پېج د پښتو ژبې او ادب د ودې او معلوماتو په غرض جوړ شوے دے ـ ځکه زۀ غواړم چې ځینې ملګري دې نه خبر کړو چې... "امیرکروړ د "پټه خزانه" کتاب (مؤلف: محمد هوتک بن داود [۱۰۴۲ هجري چاپ]) له رویه د پښتو ژبې وړومبے شاعر یادیږي ـ د دۀ ژوند هم دغه کتاب کښې د ۱۳۹ هجري خوا او شا یادولے شي ـ او یو فخریه کلام (ویاړنه) د دۀ د نوم سره منسوبولے شي چې وړومبۍ مصرعه ئې ده: ^ زۀ یم زمرے پر دې نړۍ له ما اتل نسته (داسې تر اخره بیان شوے دے) د پټې خزانې کتاب په تائید او رد کښې بلها لیکونه/مقالې/کتابونه لیکلے شوې دي ـ څوک ورسره اتفاق لرې او څوک ئې صحت/وجود ته د شک په نظر ګوري، دغه جدا بحث دے ـ خو د دې ګروپ ملګري دې خبر وي، چې د امیرکروړ د دغه یو نظم نه علاوه نور کلام/کتاب وغېره، د تاریخ په پاڼو کښې تر دې دمه مخې ته نۀ دے راغلے ـ" دا مختصر لیکل مې د هغه ملګرو د پاره وکړل، چې د امیرکروړ کتاب غواړي ـ او بیا د پښتو ژبې او ادب زده کوونکي پورې خنداګانې کوي ـ ځکه د امیرکروړ کتاب په لاس نۀ دے راغلے ـ او

Repeated Pashto MCQs. Pashto Books And Authors Names. MCQs

Repeated Pashto MCQs. Pashto Books And Authors Names. MCQs ١)  د راحت افسانې،،،،،، راحت زاخيلى چاپ کال ١٩٨٨ ٢)  ژوندى غمونه افسانې،،،،،،،، زيتون بانو ٣)  ګجرې،،،، قلندر مومند ٤)  واورې او ګلونه،،،،،، ډاکټرصاحب شاه صابر ٥)  پيغله ناول،،،، صاحبزاده محمد ادريس ٦) بې بې مبارکه (ناول)،،،،  رحيم شاه رحيم  ٧)  د وينو جام (ډرامه) ،،،،،، اسلم خټک ٨)  غزونې،،،، امير حمزه شينوارى ٩)  د پنجرے چغار،،،، غنى خان ١٠)  د بيديا ګلونه،،،، سيد رسول رسا ١١)  تړانکى،،،،، پروفيسر پريشان خټک ١٢)  دا زما او ستا قيصه ده،،،،، آمين الله داودزې ١٣)  حالات چى اور وروى،،،،رحمت شاه ساحل ١٤)  خوبونه،،،،، ډاکټر صاحب شاه صابر ١٤) غورځنګونه،،،، اباسين يوسفزے ١٥)  سوات نامه،،،،،  مرتبه هميش خليل ١٦)  سوات نامه جواب نامه ،،،، رحيم شاه رحيم  ١٧)  ادبى تنقيد،،،،ډاکټر عارف نسيم  ١٨)  ادب تنقيد او فکر،،،، رب نواز ماٸل ١٩)  ارسطو سے ايليټ تک،،،، جميل جالبى ٢٠)  مقدمه شعر و شاعرى پښتو ترجمه،،، پروفيسر محمد نواز طاٸر ٢١)  فضليات،،، ډاکټر فضل دين خټک ٢٢)  روح ادب،،، تسنيم الحق کاکاخيل ٢٣)  د رنګ او بو قافله،،، پروفيسر اقبال نسيم خ

Bacha Khan Baba. Da Bacha Khan Baba Da Hajj Safar. Hajj Baitullah

Bacha Khan Baba. Da Bacha Khan Baba Da Hajj Safar. Hajj Baitullah زه چې کله په 1926 کښې حج ته لاړم د مکۍ نه پس په اوښانو مدينې ته د خپل ټبر سره ستون شوم. په نبوي جومات کښې د لسو ورځو لپاره اعتکاف ته کېناستم په جومات کښې  ېو ستن وه هغې سره به ناست ووم  ېو ورځ په جومات کښې د حاجي محمد امين سره ميلاؤ شوم حاجي صېب راته اووئل چې ماته خو دلته د جومات سره ېو کوټه ميلاؤ شوې غواړم چې د ېو کال لپاره اعتکاف ته کېنم ! ما تې پوښتنه اوکړه د څه لپاره ېو کال کېنې ؟ وائل د رسول الله ص د خوشالولو لپاره ، ما ورته اووئل رسول الله ص پدې خبرو نه خوشالېږي ، د شپې استخاره اوکه چې اېا رسول الله ص پدې خبرو خوشالېږي چې ته دلته ېو کال په کوټه کښې ناست ئې او کنه وطن ته لاړ شې د دين خذمت اوکې او د رسول الله ص خبره خلکو ته اورسې  ؟  سبائي راسره حاجي صېب بېا ميلاؤ شو وائل ما خو استخاره اوکړه ستا خبره رښتيا ده سبا وطن ته ځم د دين خذمت به هلته کؤم او که ته په خېر سره رالې نو ستا سره به هم کار کؤم ما حاجي صېب له ېو څو روپۍ ورکړې هغه واپس شو او مونږ څو ورځې ايسار شو بیا بېت المقدس ته لاړو . زما ژوند او جدوجهد . ص 267. (م

Da Wali Pa Noom Cafe. Pashto Book Review. Philosophy Book

Da Wali?  Pa Noom Cafe Pashto Book Review.  Philosophy Book "کافي د ولې په نوم" یو فلسفي کتاب دی چې د کیسې شکل لري او د انسانیت د بنسټیزو پوښتنو په اړه په زړه پورې ډول خبرې کوي. د دې کتاب کیسه داسې ده چې یوه ورځ د جان په نوم یو سړی د ګازو ډکولو لپاره د سړک غاړې ګاز سټیشن ته ځي او غواړي چې د ګاز سټیشن کافي شاپ څخه قهوه واخلي. کله چې هغه د قهوه پلورنځي مینو پرانیزي، د دې پر ځای چې د قهوو نومونو سره مخ شي، هغه د دریو اساسي پوښتنو سره مخ کیږي چې د هغه ذهن ښکیلوي. دغه هڅه کوي چې د کیسې او مثالونو له لارې دې پوښتنو ته ځواب ووایی. تاسو د دې کتاب څخه کله خوند اخیستلاي شئ؟ - که تاسو تل په کار کې ډوب یاست او د هغه څه څخه خوند نه اخلئ چې تاسو یې کوئ - که تاسو د ژوند د معنی په لټه کې خپل ځان له لاسه ورکړی وي - که تاسو غواړئ له مرګ څخه وېره لرې کړئ! دا کتاب د څه په اړه دی؟ څنګه کولی شئ ګټور ژوند ولرئ؟ لویه لار د یوې حادثې له امله تړل شوې وه، بدیل لاره له منځ څخه تېرېده، او د موټر ګازهم  پای ته رسیدلی وو. جان، چې د مدیریت مشاور دی، تصور نه کاوه چې د هغه سفر به دومره له سټرېسه ډک وي. کله چې

Work By Parwesh Shaheen Of Swat. Who Is Pervesh Shaheen?

Work By Parwesh Shaheen Of Swat. Who Is Pervesh Shaheen?. Biography Of Muhammad Parvesh Shaheen Of Manglawar Swat. Amjad Ali Utmankhel  ملاکنڈ پیڈیا..  مُخترم محمد پرویش شاہین  کی بائیو گرافی ..امجد علی کی قلم سے..... مُخترم محمد پرویش شاہین جو ایک  عظیم محقق,مصنف ,اور تاریخ دان ہے.آپ 12 اکتوبر 1944 کو  ریاستِ سوات کے گاؤں منگلور میں پیدا ہوئے .آپ نے ابتدائی تعلیم گورنمنٹ پرائمری سکول منگلور سے حاصل کی. بعد میں آپ نے  گورنمنٹ ہائیر سیکنڈری سکول پشاور میں پرنسپل  کی پوسٹ پر ذمہ داریاں سرانجام دی, اور گریڈ اُنیس  میں پھر ریٹائرڈ ہوگئے.آپکی تعلیمی قابلیت ایم اے پشتو,ایم اے ہسٹری,ایم اے اُردو اور ایم اے ایجوکیشن ہے.آپ کو یوینورسٹی آف پشاور سے گولڈ میڈل بھی ملا..آپ نے سب سے پہلے ڈیلی شہباز پشاور کے لئے مُختلف مضامین 1958 میں لکھنا شروع کی .آپ کی ایک ہزار آرٹیکلز اور پانچ سو کالمز  مُختلف اخبارات میں وقتاً فوقتاً پبلش ہوچکی ہیں.اسکے علاوہ  1980 سے آپ بین القوامی جنرالز کے لئے آرٹیکلز لکھتے چلے آرہے ہیں .آپ نے پشتو اور اُردو زُبانوں میں  کتابیں لکھی ..پشتو زُبان میں لکھی گئ کتابوں کی تفصیل یہ

Ian Talbot, Pakistan A New History Book and Pashtun National Jirga.

Ian Talbot, Pakistan A New History Book and Pashtun National Jirga. Pashtun National Jirga Bannu. اين ټالبوټ په خپل کتاب "پاکستان - اي نيو هسټري" کې ليکي چې په پنجاب ايالت/  صوبه کې ميشت هر څلورم کس په 1947 کې د هندوستان د مشرقي پنجاب څخه پاکستان ته را کډه شوې دي - ښاغلي اين ټالبوټ زياتوي چې د خوند خبره دا ده چې نه هغه پنجابيانو ته په پاکستان کې څوک مهاجر وايي او نه دوې ځان مهاجرګڼي - نن د پاکستان په آبادی کې هغه پنجابي مهاجر د 40 څخه تر 45 ميليونه پورې دي  د دې سره سم په پاکستان کې 'اردو ژبه ويونکي' مهاجر هم په کراچۍ او حيدر اباد غوندې ښارونو کې په ميليونونو اباد دي - بله خوا ته په پاکستان کې افغان کډوال د 40 کالو څخه زيات ژوند کولو باد هم د رياست له خوا تنګول کيږي او هغوی ته د شهرت حق خو پرېږده، تش د انسان حق هم  نه ور کول کېږي - د افغان کډوالو په بهانه ټول پښتون کام سره غير قانوني او غير انساني چلند روان دي - نادرا او پاسپورټ دفتر د کورنۍ وزارت دوی هغه ادارې دي چې د پښتنو د زورولو، شکولو او سپکولو کار ځينې اخستل کیږي - په بنو کامي جرګه کې په کار ده چې په دې حکله پر

Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books

 Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books اشرف مفتون لوی پښتون رومانوي شاعر  چې (د شاعر دنیا) یې د کال ۱۹۴۷ دویمه میاشت (فروري) کې چاپ دی  یعني د پاکستان تر زیږیدو پینځه میاشتې وړاندې   بیا یې شعري کلیات (سکونډارې) درې ځله په ترتیب سره  په ۱۹۸۱ ع په ۲۰۰۴ ع په ۲۰۱۰ ع کې چاپ شوی دی خو بدبختانه په دې ټولو چاپونو کې د اشرف مفتون په شعري هنر او شاعري خبرې شوې، خو د هغه په پیژندګلو (بود وباش) هیڅ نه دي لیکل شوي البته د هغه په شعري هنر ټوله لیکنه د مشهور پښتون لیکوال او شاعر ارواښاد سید رسول رسا صیب ده  نو ملګري د ارواښاد اشرف مفتون په اړه کوم معلومات لري؟ Pashto Times. Pashto Books, Pashto Poets, Pashto Literature, Pashto Ghazal, Pashto Biography, Pashto Lines, Pashto SMS, Pashto Messages, Pashto MCQs,  Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books Pashto Times. Pashto Books, Pashto Poets, Pashto Literature, Pashto Ghazal, Pashto Biography, Pashto Lines, Pashto SMS, Pashto Messages, Pashto MCQs,  Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books Saud Bangash

Laloon, Pashto Book Of Ibrahim Roman Utmankhel. Book Review

Laloon, Pashto Book Of Ibrahim Roman Utmankhel. Book Review {{{{ د ابراهيم رومان اتمان خیل پنځم کتاب ...... " للون "  } ښاغلے ابراهيم رومان د پښتو ژبې هغه ياد استاد شاعر ، اديب ، محقق او نقاد دے چې اردو ژبه هم ليک او تخليق کوي او د عربۍ، فارسۍ او انګريزۍ ژبو په ادبيات يې هم د نظر لاندې دي ښاغلے ابراهيم رومان چې کله ليک او تخليق کوي نو ړومبې ورته اودس چردام کوي دغه وجه ده چې هغه خپل  شناخت او پيژندګلو د مونځ ګوذارو په يو خاص حلقه کښې پيدا کړې دے چې ورکښې محترم اطلس خان اطلس او حيران خټک سرفهرست دي دغه وجه ده چې ګل محمد بيتاب ته حيرانيږي او پسخيږي چې دا سړے د دين وسيع علم سره هم دومره شوخ دے چې تنزو مزاح هم کوي ډرامې هم ليکي آفسانې هم ليکلي او خاکې هم او د سنچيده شاعرۍ سره د کيسټو دپاره يې هم لکه د محترم مراد شنواري صاحب د قلم د مزدورۍ په نيت شاعري کړې ده هر څو که په دغه شاعرۍ د فوکلور اثر زيات دے او خلق يې په اوريدو خوښه وي هم خو دوي پرې د خپل ملکيت دعوه ګيري نه کوي. بس په ژوند کښې ژوند پيداکوي او پرمخ درومي. پاتې ښاغلے ابراهيم رومان نو د هغه د شاعرۍ د ړومبې مجموعې" تيت پ

Pashto Translation Of Kim Woo Choong Book. Every Street Is Paved With Gold.

 Pashto Translation Of Kim Woo Choong Book.  Every Street Is Paved With Gold. The Road To Real Success. By Muhammad Yaad. #دکتابونوکیسې ۶ جګجیت سنګ د یوه غزل په پيل کې وایي: ضرور نه ده ښه شعر دې د حتماً د لوی او مشهور شاعر وي، ما دا غزل یوه اخبار کې ولوست، خوښ مې شو او کمپوز مې کړ داسې کیسه زرینې لارې کتاب سره هم شوې. یو وخت کې له انټرنېټه ډېر زیات کتابونه ډاونلوډ کړي وو، دا هم په کې په میاشتو میاشتو پروت و. یوه ورځ مې را واخیست، لږ مې ولوست، خوښ مې شو او ومې ژباړه په همدې وخت کې فېسبوک کې چا د دې کتاب په اړه لیکنه کړې وه او ویلي یې وو چې وژباړل شي، ما نور کار هم تېز کړ او د ګوتو په شمېر ورځو کې کتاب وژباړل شو او پسې چاپ ته هم لاړ، دې ټولې پروسې به یوه اونۍ وخت نیولی وي وروسته همدا کتاب په ننګرهار کې چا د (طلايي کوڅې) په نوم وژباړه او هغه هم چاپ شو. ښه دا وه چې چا زرینې لارې ته لاسرسی نه درلود، طلايي کوڅې یې لوست د دې کتاب اصلي نوم (هره لاره په سرو زرو پوښلې ده) دی او مشهور کوریايي سوداګر کیم وو چونګ د ځوانانو لپاره لیکلی. چونګ په ځوانۍ کې ورځپانې خرڅولې، بیا یې د رخت یوه شرکت کې کار پ

Mirwais Khan Neka. Pashto Novel Pashto Book Review

 Mirwais Khan Neka. Pashto Novel Pashto Book Review. Mirwes Neka By Saif Lodin. عجبه کتاب دى، کتاب نه دى تيار فلم دى چي سړى يې مطالعه کي دا تاريخي ناول زبير شفقي زموږ ؤ ستاسي د هيواد د شپاڼسمي، اولسمي او اتلسمي پېړى پر هغه راج، دبدبې، جم ؤ جوش ليکلى چي نړۍ ورتا حيرانه وه، او په څنګ کي يې د هغه وخت د ډيلي او اصفهان د دربارونو حرامزادګي، اخلاقي او عقيدوي تَلکي جالبي جالبي ليکلي اوس چي سړى دا کتاب دا غوړ لمر ته راواخلي او پټو پر ځان ورته راکش کي؛ سړي ته د هوتکي مپراتورۍ ډېر ناليدلي شيان ور ښيي، وامدکه مو بيا مطالعه کاوه هو نو! د کتاب تر ويلو وروسته نو د اوسني افغانستان حالات مه ورسره پرتله کوى چي بيا مو ډاکټر ته بيايي

Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan

 Pukhto Adab Ki Adabi Tehrikona by Rashid Khan {{  ادبي تحريکونه په پښتو ادب کښې }}  ليک:- رشيد احمد په پښتو ادبي تحريکونو اونوروداسې موضوع ګانو باندې ليکل خو کيږي ولې په کتابي ډول ډير کتابونه  نه لري  او د تحقيق اوتنقيد دا ميدان يا پنګه درنه نه ده۔ ۔ دپښتو ادب دمئينانو اوليکوالو نه دډير کار تقاضه کوي۔ نن سبا  دپښتو په تحقيقي ادارو کښې تحقيق زيات تر دشخصياتو نه تاويږي راتاويږي اوداسې علمي  ليکونو نه ډډه کيږي ځکه چې کار اوزيار پکښې ډير کول وي ،وخت پرې زيات لګي مطالعه اودمطالعې لپاره مواد هم غواړي۔ په شخصياتو ليکل اسان وي ځکه چې اکثر ټول مواد موضوع پخپله محقق ته ورکړي۔ حمزه بابا د ډاکټر قابل خان افريدي نه هم دغه ګيله کړې وه چې دهغه په ليکونو(خطونو) کښې خوره شوې ده۔ نو خبره مې کوله په دغه موضوع کتابونه اوليکونه دنيشت برابر دي ۔   په دې سرخط يعنې د "پښتوادبي تحريکونه"  اګاهو" د ډاکټر راج ولي شاه خټک يوه مقاله د کتاب شکل کښې چاپ اوخوره شوې وه۔ کومه چې ددۀ د پي ايچ ډي دمقالې موضوع وه۔ يو کوشش ئې ضرورکړے وو خو متاسفانه نيمګړې وه اود"پښتو ادبي تحريکونه" تشه په نامه وه۔

Who Was Bacha Khan? Urdu Book Free Download in PDF Format

Urdu About Book Bacha Khan. This Urdu Book About Bacha Khan Baba Is Downloadable in PDF Format. The PDF Copy of Professor Waqar Ali Shah is readable and very clearly scanned. Bacha Khan Book Authored By Waqar Ali Shah in Mobile Friendly PDF Format. Author. Professor Waqar Ali Shah Download Free In PDF in Clear Readable Format Link To Download Life, Works, Politics of Khudai khidmatgar Founder Bacha Khan Baba. Biography and Contributions Of Bacha Khan Baba by Professor Waqar Ali Shah. Urdu Book Bacha Khan In PDF Book About Bacha Khan Baba Life And Stuggle In Urdu Language. Urdu Book on Bacha Khan Baba Life And Struggle. Adam Tashad Kay Bani Bacha Khan Ki zindagi, Shaksiat aw Karnamo par Mabni Urdu Kitab. خدائی خدمتگار تحریک کے بانی اور عدم تشدد کے پیروکار فخر افغان باچا خان کی زندگی، سحر انگیز شخصیت اور سیاسی نظرئے پر اردو زبان میں پروفیسر وقار علی شاہ کی انتہائہ جامع اور فکر انگیز تصنیف کتاب کا نام، باچا خان تحریر تالیف و تصنیف. پروفیسر وقار علی شاہ

Ehsan Tabari Book Review And Summary In Pashto

 Book Review And Summary In Pashto. Author. Ehsan Tabar, Iran Pashto Translation. Sharif Wakman کتاب: د انقلابي انسان څېره لیکوال: احسان طبري پښتو ژباړه: شرف واکمن مخونه: ۹۲ د کتاب لنډیز دا کتاب د انقلابي انسان اخلاقي کړنې تاسو ته توضیح کوي. یاد کتاب په دې بحث نه کوي، چې د انسان سالم او ناسالم اړخونه څه دي، په سوسیالیستي او کمونیستي ادب کې د انسان دغو اړخونو ته هیڅ ډول پام نه کیږي، ځکه د سوسیالیستانو او کمونیستانو ټول کار له یوه انقلابي څېرې سره دی. په یاد کې کتاب کې تاسو د یو انقلابي انسان له هر ډول انقلابي کړنو سره اشنا شي او په پای کې به په دې پوه شي، چې څه کول په کار دي Pashto Times Tags. Translation of Ehsan Tabari Book Into Pashto. Ehsan Tabari was Iranian scholar, Philosopher and Author of Many books. Book Review And Summary In Pashto. Persian to Pashto Translation of Book by Ehsan Tabari. Author. Ehsan Tabar, Iran Pashto Translation. Sharif Wakman

Book Review. Afghanistan, Stories of Two Centuries. Pashto Info

 Book Review. Afghanistan, Stories of Two Centuries. Pashto Info Translation From English To Pashto. By Jaffar Hand, Washington DC, United States. اخ چي نامي کتاب دى؛ کتاب نه دى بلکي د تېرو دوو پېړيو داسي پټي خبري دي چي تر اوسه به مو نه اورېدلي نه تصور کړي وي. دا کتاب د افغانستان پر برابر د پرديو مُهمي دسيسې راته بيانوي؛ د انګرېز هغه اصطلا چي وايي اوبه خړي که، ماهى داغسي پکښي پرېږده په خورا سوچه پښتو را اړولې ده. کتاب اصلاً په انګليسي خپور سوى، بيا جعفر هاند پر پېښ سوى او پښتو ته يې را اړولى. کتاب ټول چاکلېت چاکلېټ دى خو زه يې په ۲۷۰م مخ کي د دوست محمد زامن عنوان او مضمون ډېر ور کش کړم که مو بيا مطالعه کاوه. کاپي: سیف لودین نوټ: دا کتاب له ننګرهاره ختیځ کتابپلورنځي خپور کړی دی Pashto Book. Translated To Pashto From English. Stories of Afghanistan In Pashto Language. Learn Pashto by reading Pashto.