Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Gandahara

Meaning Of Ghandahara, Gandahara Meaning In Pashto. Pashto Blog about Gandahara Meanings. What Means By Gandahara.

 Meaning Of Ghandahara, Gandahara Meaning In Pashto. Pashto Blog about Gandahara Meanings. What Means By Gandahara. د ګندهارا معنیٰ د نولسمې صدۍ له نيمائۍ څخه چې په ګندهارا سيمه اؤ کلتور څېړنې پېل شوې نو يؤ کار په کښې دا اوشو چې د دې ټکي  معنیٰ اوکړے شوه ۔ ګند په معنیٰ د خوشبويۍ او هار مطلب سيمه/زمکه ۔ يعني د خوشبويۍ اؤ  وږمو  زمکه ۔  لکه څنګه چې نور کلونئل علم اؤ علمي مطالب  اوږد محاله اغېز اؤ  قبوليت  لري ;  دغه رنګه حال د ګندهارا  د  خوشبويۍ د سيمې د معنې هم دے ۔ په پاکستان کښې د ګندهارا سره تړلي خلک د  دې د معنې په حقله اوپوښته اؤ ځواب به هم دغه راځي چې د  وږمو خاؤره ۔ خو په نزدو کلونو کښې  د پېښور يونيورسټۍ د ارکيالوجي ډيپارټمنټ ريټائرډ  پروفېسر  ډاکټر عبدالرحمان  د ګندهارا  نوې معنیٰ وړاندې کړې ده ۔ هغه د ډېر بشپړه بحث نه پس  وايي چې ګند په معنیٰ د اوبو/تالاب دے اؤ هار هم دغه  زوړ مطلب يعني سيمه/خاؤره لري ۔ اؤ دغه رنګه د ګندهارا معنیٰ شوه چې د اوبووطن/کنډول ۔ پروفېسر رحمان وايي چې د...

Takht Bhai. Takht Bhai Mardan. Origin And Meaning Of Takht Bahi.

Takht Bhai. Takht Bhai Mardan. Origin And Meaning Of Takht Bahi. دې تخت بهائ ته دا تخت بهائ ولې وائ د دې په اړه راسره خپل خیال شریک کښئ. Answered By Salim Khan On Facebook. ګرانه اصل لفظ تخت بهاﺉ نه بلکه تخت بٸ دے۔دا د دوو الفاظو نه جوړ دے۔یو دے تخت او بل دے بٸ۔ اوس تشریح ته راشه۔ د اثار قدیمه د ماهرینو د وینا تر مخه د دی نوم معنی او مطلب داسی بیان شوی دے۔ تخت۔ اوچت یا اوچتی۔۔بره۔په سر وغیره۔ بٸ۔۔ اویستاﺉ او سنسکرتي لفظ دے چه معنه ي ده اوبه۔ چه داوړه الفاظ یو ځاﺉ شي نو تخت بٸ تری جوړیږي چه معنه ي ده اوچتی اوبه۔بره اوبه۔د غر په سر اوبه۔ که چرته دغه کهنډراتو ته لیدلو له لاړ شٸ نو تاسو به د غر په سر د اوبو د بهیدلو نښانی اوس هم اووینٸ۔ویلے شي چه دلته د غر په سر د اوبو دوه چینی وی۔په دغه وجه ورته اوچتی اوبه یا د هغه وخت په ژبه تخت بٸ ویلے شول۔ مینه او مننه۔ Takht Bhai. Takht Bhai Mardan. Origin And Meaning Of Takht Bahi. Meaning And Origin Of Takht Bhai, A City Of Mardan Once A University Of Buddha , Buddhism, Centre Of Ghandhara Civilization.