Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qaisar Afridi

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi پیره بابا! نو تۀ خو وې ـــــ او سوات لمبې وهلې غم به په جار ـــــــ زمونږ د زړونو دروازې وهلې پیره بابا! نو دا مقام ــــــ د خاموشۍ خو نۀ وۀ چې سپینې پېغلې یې په تورې شان دُرې وهلې پیره بابا! ـــــــــ ستا کرامت هلته وودۀ ولې وۀ چې ماشومانو به ــ په ویښه ویښه شپې وهلې پیره بابا! ــــــــ نو ستا نېزه ولې وچته نۀ شوه چې راځوړندو ککریو به ــــــــــــــــ ټالې وهلې پیره بابا! ــ چې په چوکونو به دېوان ولاړ وو پیره بابا! ـ چې دوي د ویاړ ډکې نعرې وهلې؟ پیره بابا!جوړ افضل خان لالا به هېر وي له تا مرګ راروان وۀ ــــ مګر دۀ ورته خېمې وهلې پیره بابا! ــــــــــ یوه ملاله کورنۍ خو هم وه چې د ټوپک هرې ګولۍ ته یې ـ سینې وهلې پیره بابا! ـ قېصر ته هغه قیصې هم یادې دي چې به زمونږ محافظانو ــ زمونږ پښې وهلې Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi Pukhto Ghazal. Pashto New Poetry, Swat Aw Pukhto Ghazal. Swat Aw Aman, Swat Aw Jang. Pashto Pedia Pashto Times.

Ajab Khan Afridi by Aimal Khan Gadoon. Pashto Blog

 Ajab Khan Afridi by Aimal Khan Gadoon. Pashto Blog عجب خان اپريدی تاريخ د يو قام ياداشت وي او چې د چا ياداشت لاړ شي هغه قام هم روک شي. عجب خان اپريدی د ازادۍ اتل يو داسې نوم او شخصيت چې د هغه د ميړانې او پښتون ولۍ خو انګريزانو هم ستاينه او اعتراف کړې دې د اتلانو او نوميالو خلکو مجسمې ياد او تاريخ تازه کوي نوې نسل ترې زده کړه کوي. نورو قامونو د غلو غلچکو نه اتلان جوړ کړو خو بد بختو پښتنو خپل اتلان هېر څه چې توهين ئې ورته وکړو څو ورځې مخکې دره آدم خيل کې د پښتنو د اتل عجب خان اپريدي مجسمه ماته کړې شوا او د هغه په سر فټبال وکړې شو زه يو تپوس ددغې خلکو نه کوم چې عجب خان د چا خلاف جنګېدلې وو دغه خلک ستاسو څه وو چې دا دومره نفرت مو عجب خان سره وښودلو؟ دويمه دا چې که د عجب خان په ځاۍ دغلته د کوم بل قام د يو چا مجسمه وې نو آيا تاسو به دا جرات کړې وو؟ دريمه دا چې ددغې ټ ا لي بانو په دين کې خو دا شيان هسې هم نه منلې کېږي نو پدغې خو پوهېږو چې شاته فلسفه څه ده؟ خو دغه ټ ا لي بون يوازې د پښتنو تاريخ ولې روکوي؟ ددې شاته کوم شېطاني ذهن کار کوي؟ دغه د ټ ي ټ ي پ ي واله ترهګر خو اوس پاک بربنډ دي هر چات

Bia December Day. Qaisar Afridi Pashto Poem

 Bia December De aw Za Pashto Poem About December by Qaisar Adridi بیا دسمبر دے او زۀ .... د دسمبر په څلورمه نېټه  مونږ یوه لویه محرومي ولیده مونږه سنګینه جدائي ولیده مونږ د رموز مونږ د ایما داسې تاوان ولیدو مونږ د تشبیه دومره خفګان ولیدو مونږ د غزل هغه ګریان ولیدو چې بس دا زړونه مو چودلي نۀ دي په مونږ به هر څه هر څه شوي هم وي خو په دې ځمکه کښې ښخ شوي نۀ یو مونږ د تسنیم سره مړۀ شوي نۀ یو "قېصر اپریدے" #RememberingRiazTasneem په ګور ي نور او یاد ي تل پاتې