Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Poems

Write an acrostic poem about the status of ChatGPT. By ChatGPT

  Write an acrostic poem about the status of ChatGPT. By ChatGPT C: ChatGPT is currently down H: Huge demand has caused the site to crash A: All users will have to wait T: Time is needed for the servers to catch up G: Go grab a coffee and check back soon P: Patience is key in this situation T: Trust that the team is working hard to fix it up

Mard Of Khushal Khan Khattak Baba.

Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba. خوشال بابا د سړي تشريح داسې کوي دا خوشال خاني ده  مرد هغه چې همتناک، برکتناک له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک مخ یې مخ، قول یې قول عهد ئی عهد نه دروغ، نه یې فریب، نه تش تپاک  لږ ګفتار، ‌‌‌‌‌‌ډير یې کردار په خاموشۍ کښې  د غونچې غوندې خوله پورې، سینه چاک چې خبرې د پستۍ د بلندۍ شي په لویۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک په تمکین کې لکه سروه، په سخا کې په هر لور څانګې ژنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې شان ویل کا زه حیران یم چې خوشحال راووړ له کومه دا ادراک؟ Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba. Qualities Of Ideal Man Of Khushal Khan Khattak Baba. Pashto Classic Poetry Ans Poems. Pashto Pedia, Pashto Times.

Allama Iqbal Poem To Praise Amanullah Khan

 Allama Iqbal Poem To Praise Amanullah Khan لیکوال : محترم داکتر داود اعظمی  اقبال په دې نظم کي د امان الله خان د کلکي ارادې او د کار د پوخوالي ستاينه وکړه او هغه يې تشويق کړی چي د غيرتمنو افغانانو پرمختګ ته پام وکړي او په افغانستان کي دين او دنيا دواړه سره يو ځای کړي اې امير کامگار اې شهريار نوجوان و مثل پيران پخته کار جان تو بر محنت پيهم صبور کوش در تهذيب افغان غيور سروري در دين ما خدمت گري است عدل فاروقي و فقر حيدري است Alama Iqbal Of Lahore Aka Poet Of East And National Poet of Pakistan Praised Ghazi Amanullah Khan firm determination and will.

Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics

 Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam .د حرکت شاعری او د لیدلو قران د نا پوهۍ منطق او د کڼو آذان دا د هډکو ژبه او دا د وینې تورات دلته ادم سړی دی نه ئې مذهب نه ئې ذات دلته کښي هر ایات د خود او حسن ایات دلته ګویا منصور دلته ګونګی سقراط تال سره یو ځاې شه د ژوند تصویر جوړ کا د دې تیرو نه ما له بدر منیر جوړ کا یا مې په بډه کا یا مې په بډه شه ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه شاعر:۔ غني خان بابا غږ:۔ سردار علي ټکر The Legend Great Ghani Khan Da Harakat Shayeri Aw Da Ledalo Quran. Ghani Khan Baba Lyrics. Singer. Sardar Ali Takkar. Genre. Pashto Nazam. Suqrat aw Ghani Khan, Masoor Helaj aw Ghani Khan shayeri. 

Ghani Khana Baba Nazam. A da lewanyano Neka. Pashto lyrics

 A da lewanyano Neka by Ghani Khan baba. اې د لېونيانو نيکه  اې د لېونيانو نيکه لمونځ ښه که مستي ښه ده حسن جوړېدل ښه دي، که حسن پرستي ښه ده وې ښه ده مستي ښه ده، خو زړه پاک لکه اينه غواړي دا درياب هضمول د سمندر غوندې سينه غواړي حسن جوړېدل د بنده عشقد کمال دى تور د غم درياب کې سور خمار د وصال دى او اې زما بچيه! د جانان يې مينه لا ښه ده نوم يې ښکلى لا ښه دى، جلوه يې رنګينه لا ښه ده اې د لېونيانو نيکه مار ښه دى که ملا ښه دى تن مې ډک له زهرو که زړه ډک مې د بلا ښه دى اې زما بچيه، وې ډېران لره انګار ښه دى مږې به پېشو ښه ده، چيندخې له ښامار ښه دى تا له لېونتوب ښه دى، مستي ښه ده، صحرا ښه ده چا له طاعون ښه دى، چا له سيورى د مولا ښه دى دا دنيا رنګ دى، دا دنيا رنګينه لا ښه ده زيړه ښه ده، توره ښه ده، تکه سپينه لا ښه ده اې د لېونيانو نيکه حسن که بلا ښه ده برخه د مجنون ښه ده که برخه د ليلا ښه ده وې اې زما بچيه! د دلبر د خولې هوا ښه ده يخه نرمه لا ښه او تېزه ګرمه لا ښه ده تاو د مخ د يار لوپټه سره رنګينه لا ښه ده زيړه ښه ده، توره ښه ده، تکه سپينه لا ښه ده نو اې زما بچيه! حسن ښه دى هم وفا ښه ده برخه د م

Lyrics Of Ghani Khan Nazam Sehra

 Pashto Poem. Ka Pa Shagho Ki Jwandoon v Poet. Legendary Ghani Khan Baba. Ka Pa Shago Ki Jwandoon we, Raba  صحرا    د غني بابا کلیات که په شګو کې ژوندون وي  ربه بومې ځه صحرا له که سودا کې ناز او شړنګ وي ما مرۍ ورکړه سودا له که په سا کې مستي نه وي ربه مرګ راوله سا له که هلال پېغام د نور د خندا د رڼا نه وي ماته غوره توره شپه ده ډېره غوره د هلاله که د ژوند مطلب بل نشته بس ژړل دي سوځېدل دي . دا خپل جوش په بېرته واخله دا خپل هوش په بېرته واخله . زه پتنګ ستا په رڼا یم مین ستا په تورو نه یم . که کافر که مسلمان یم یمه ستا، د نورو نه یم . زما واړه کمزورۍ دي، جوړې ستا، ستا د کماله تیاره ځکه شوله توره، چې شوه ورکه د هلاله . چې تا ورک کړمه حیوان شم چې تا ووینم انسان شم . ته دریاب د شنو چینو یې زه پټی د لوږو تندو چې تا ورک کړم بیابان شم چې تا ښکل کړمه بوستان شم . دا ګنا زما د څه ده، چې زه چغې شم جانان شم دا خو ستا د ښایست قصور دی، چې زه غم شم بیابان شم . یا خو واک د بادشاه راکړه او یا صبر د فقیر را . دا ژوندون دی رنګین خوب له یو ښایسته شان تصویر را . چې ستا حسن پر بندي کړم داسې لاس داسې زنځیر را که

Ako Bako Sar Sendako. Ghwa me lara pa trapako

Pashto Folk Song For Kids " Ako Bako".  Pashto Folk Poem for Children. Ako Bako. Ako Bako Sar Sendako, Ghwa me lara pa trapako. اکو بکو نظم اکو بکو سر سيندکو غوا می لاړه په ترپکو اباسين بېړۍ بېړۍ پکې ناسته درخانۍ څوک داسې وائي اباسين ټالۍ ټالۍ دا د ماشومانو لوبه به په وړوکوالي کی مونږ وئيله خاصه توګه انجونو ماشومانو به ډېره وئيله دا لوبه لر او بر خاصه توګه د لوی پېښور خواؤ شا بيا ننګرار نه داسې تر د کابل کلو کندار هلمند پکتيا وغيره کې او داسې لويه پښتونخوا کې د ماشومانو  د خوښې لوبه د په دې کې د اباسين ذکر او کابل ذکر شوی دې ددې په لر او بر کې يو تاريخي اړخ هم دې بيا د ماشومانو نورې همداسې بلها سندرې او لوبې وې چې ماشومانو به وئيلې څه وخت مخکې سردار علی ټکر او فرهاد دريا بيا ډېر ښه انداز کې ماشومانو سره په شريکه دا لوبه ريکارډ کړه. پخوا د پښتنو ماشومانو خپلې لوبې سندرې او ډېر څه وو چې اوس هم کلي ته راشم نو د ماښام وخت کې د ماشومانو نه دا د اکو بکو سندره واؤرم. يا د بزرګې شپې هغه څو شعره داسې د روژې کله چې جديد دور راغې نورو قامونو په هره کچه پرمختګ وکړو پښتانه په لر او بر کې

Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.

 Khushal Khan Khattak Baba Nazam Gella.  Da Yousafzai Qabeli Na Da Khushall Baba Gela Aw Da Mughal Sara Fitna. (دَ خوشال بابا دَ پښتون قام نه ګیله اؤ دَ مغل سره فتنه).  دا کلام ئي په ۱۰۸۶ کښې په برمول کښې لیکلے وو. وضاحتــــ!! د بابا ښکنځل  پښتنو ته د نصیحتـــ په توګه ؤ بعید د شعرونو غلطه تشریخ اونه کړے شې. بیا له کومه راپېدا شو دا بهار چې په هر لورې ئي ملک کړو یؤ ګلزار ارغوان دی ضمیران سوسن ریحان دی یاسمن دی نسترن نرګس ګلنار دَ پسرلي ګلونه ډېر په هر هر رنګ شته ولې سرۀ لالا دي لا پکښې اوڅار جونه موټی موټی ګل ږدی په ګریوان کښې دَ ځوانانو ګلدستي دي په دستار مغنی په چغانه لیندئ کېږده په نغمو په پردو وغواړه هر تار ساقی راشه ډکې ډکې پیالي راکړه چې دَ میو په مستئ کښې شم سرشار پښتنو زلمیو بیا لاسونه سرۀ کړۀ لکه باز منګولی سرې کړ کا په خپل ښکار سپینی توری ئي ګلګونی کړي په وینو په اهار کښې شګفته شو لالازار ایمل خان دریا خان دواړه مرګ ئي مۀ وے هیڅ تقصیر دواړو ونۀ کړو وار په وار دَ خېبر دره ئي سره کړله په وینو په کړپه ئي هم روان کړو دندوکار تر کړپه تر باجوړه سمی غرونه په لرزه په زلزله شول په بار