Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sikandar Azam

Ktesias mentions Roxanake as their royal city, and that name

  Ktesias  mentions Roxanake as their royal city, and that name is still preserved in the present Roshan. ........................... KHAROSHTHI INSCRIPTIONS WITH THE EXCEPTION OF THOSE OF ASOKA EDITED BY STEN KONOW, Ph.D. PROFESSOR IN THE OSLO UNIVERSITY .................................................................................. پورته پېراګراف کې مورخ کتيسياس د يو ډېر تاريخي نوم سپيناوے کړے دے او د ساکانو پلازمينه يې د " روښانک " نوم سره ياده کړې ده او دا يې ورسره ليکلي دي چې اوس دغه ښار د " روشن " نوم سره ياد دے ۔  دا مالومات د دې خبرې سپيناوے کوي چې د انګريزۍ کتابونو کې کوم  Roxana  نوم ليکل شوے دے چې ايرانيان يې " رخسانه " کاروي دغه له اره " روښانه " دے ځکه چې د رخسانه  مانا روشن نشي کېدے ۔ د روښانه د نوم په اړه بل دليل دا دے چې دغه نوم اول اول يوناني تاريخي سرچينو کې ياد شوے دے او بقول استاد زيار د يونان خلک x د خ يا ښ دپاره کاروي ۔  ياده دې وي چې روښانه د باختر د امير هښيارتس لور وه چا سره چې د دويمې مېرمن په توګه الګساندر واده کړے و