Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Village Life

Our Village And Cricket. Village Cricket Memories By Didaar Yousafzai.

Our Village And Cricket. Village Cricket Memories By Dr. Didaar Yousafzai. #_زمونږ_کلے_او_کرکټ   زمونږ پۀ کلي کښې د کرکټ د جراثیمو تخم ډاکټر طیب علي شاه د ۱۹۷۹ د ورلډ کپ نه پس وکارۀ ـ بیا ئې دا لوبه خپل ورور ته اوښودله ـ ما دغه جراثیم د کراچۍ نه راوړي وو ـ نو دغسې پۀ لږه موده کښې د کلي د کرکټ اولنے ټیم تیار شۀ ـ چې پۀ هغې کښې د ډاکټرصېب نه علاوه فاروق علي شاه، محمود علي شاه، محمد رسول خان، فضل سبحان، عبدالجبار، سېف الله استاد صېب او زۀ شامل ووم ـ د دې نه مخکښې به پۀ کلي کښې والي بال کېدۀ ـ او هلکانو به نورې سيمه ایزې لوبې لکه موڅۍ، امپړا ککے، ټیکان، غوذان او پېسې کولې ـ پۀ کلي کښې د لوبې څۀ خاص مېدان نۀ وۀ ـ مونږ به اکثر لوبې له د کلي قبلېز لاس ته لوئے خوړ له او کله به د کلي کوز لاس ته د مهک خوړ له تلو ـ نوې نوې لوبه وه ـ یوه ورځ ډاکټر صېب سېف الله تۀ وې ـ "زۀ به داسې بال ولم ـ چې هغه به راګرځي" ـ هغه حېران هم شۀ او مسکے هم ـ او ورته ئې وې چې " دا څۀ غوائي دے څۀ ـ چې ته به ورته وے ـ هاو واپس کیل له راشه او دے به را وګرځي" ـ مونږ ټولو وخاندل ـ ولې سېف الله استاد صېب