Matiullah Turab, Pashtun Afghan Poet Passes Away due to fatal Cardiac arrest خدای بښلي تراب صيب د خپل مرګ وصيت داسې شاعرانه کړی و. Da Matiullah Turab Waseyat. Pashto Nazam By Matiullah Turab Wasiat. د تراب د مرګ وصیت په غور واورئ د دې کلي او ښاریو پوښتنه وکه د اټک د سیند پر غاړه غاړه ولاړ شه د خټکو یوسفزو پوښتنه وکه په قرار قرار می یوسه صوابی ته د یوسف او شيربانو پوښتنه وکه جنازه مې ملکنډ په څوکو کیږده د مومندو باجوړو پوښتنه وکه په مزه مزه می کوز که اشنغر ته په مردان کې د کوڅو پوښتنه وکه څه خلیل او داودزي په ما خبر که د ادم او د درخو پوښتنه وکه پېښور دره کوهاټ درنه هیر نه شـي د هنګو دواوو پوښتنه وکه خه په ټل زما د مرګ یوه ټپه شه د ميرلي د اورشو پوښتنه وکه چې د بنو مازدیګر درنه هېر نه شي د وزیرو بنوڅو پوښتنه وکه چې د کوټې او چمن په لاره لاړ شې د کاکړو د پټکو پوښتنه وکه بیا په بیړه بیړه راشه کورمې خور ته د هغې د سرو لاسو پوښتنه و...