Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Hoe to Pashto Blogs

Cyber Pashto. What Is Cyber Pashto? Intro Cyber Pashto

Cyber Pashto. What Is Cyber Pashto? Intro Cyber Pashto Cyber Pashto Education Site. A New Way Of Learning Digital Skills In Pashto. Cybersecurity is an ever-growing field that is becoming increasingly important in today's digital age. With the rise of technology and the internet, it has become essential for individuals and businesses to understand and protect themselves against cyber threats. One language that has been underrepresented in the field of cybersecurity is Pashto. However, a new tech site has been launched to change that, introducing the Pashto-speaking community to the world of cybersecurity and data science. The site, called "Cyber Pashto," aims to provide Pashto speakers with the necessary tools and resources to understand and protect against cyber threats. The site offers a variety of content, including tutorials, articles, and videos, all in Pashto language. The site covers topics such as basic computer security, online privacy, and data science. One of t

Kalabagh Dam, Technical Realities And Analysis. Amjad Shehzad

Kalabagh Dam, Technical Realities And Analysis. Amjad Shehzad کالاباغ ډېم تکنيکي حقايق يوه جائزه ۔ ۔ ۔ ۔  امجد شهزاد / (دا مضمون مې ډېر پخوا ليکلے ؤ، اول په ليکوال مجله او بيا د ځنو زياتونو سره په پښتون مجله کښې چاپ شو۔ ما پرې ډېره خواري کړې ده۔ ستاسو د لوستو او معلوماتو دپاره يې دلته خپروم ) / پښتونخوا کښې راغلو اوسنو سېلابونو دا خبره بېخي جوته کړه چې کۀ کالاباغ ډېم وې نو اوس به دَ دې سېلاب په صورت کښې مردان، صوابۍ، نوښار، چارسده، پېښور او دې سيمو سره جختې يو شمېر نورې علاقې په اوبو کښې لاهو شوې وے. دَ سېلاب نه پس په ځائے دَ دې چې دَ دې خبرې ادراک شوے وے چې کالاباغ ډېم دَ دې ملک او قوم دَ تباهۍ او بربادۍ منصوبه ده، دَ ځينو ناعاقبت اندېشه سياستدانانو او دانشورانو له اړخه دَ کالاباغ ډېم په حق کښې بيانونه راتلل شروع شو. متاسفانه په دغه خلقو کښې دَ پنجاب او مرکزي حکومت په ذمه وارو چوکيو ناست ځينې ښاغلي هم شا مل وو. خو دَ دوي دَ بيانونو نه دا خبره واضحه شوه چې کالاباغ ډېم دَ نورو ناوړه مقاصدو سره يو دا مقصد هم لري چې دَ داسې قدرتي افتونو په صورت کښې  پنجاب بچ کړے شي او پښتونخوا غرقه کړے شي

Sheikh Khalifa Bin Zayed, Petro Dollar Economy and Ghazi Amanullah Khan.

Sheikh Khalifa Bin Zayed, Petro Dollar Economy and Ghazi Amanullah Khan. By Emal Passarly پرون د عربو اماراتو د مشر په مړینې د ګڼو افغانانو تبصرې ما لیدې چې په صفتونو یې نه مړېدل او د دوبۍ د دنګو ودانیو په عکسونو یې ویل مشر دې داسې وي اماراتیانو د تېلو تر موندلو وړاندې په سمندر کې کبان نیول او د خرما پلور او خیر ته ناست و. هغه وخت دا مشري او دا ودانۍ چیرې وې؟ همدومره تېل هر مشر ته ورکړه بیا یې ګوره. مشري هغه وخت ومنئ چې خاورې ونه لرئ خو د امان الله خان غوندې دومره کار وکړئ چې سل کاله وروسته یې هم په خپل وطن کې بېلګې نه وینو عکس د دارلامان د هغو کلونو دی چې تنظیمي جګړو لا خراب کړی نه و Sheikh Khalifa Bin Zayed, Petro Dollar Economy and Ghazi Amanullah Khan. Dar Ul Aman Manai Kabul Afghanistan. UAE Before Exploration Of Petrol. Old Kabul Pictures. Old pictures Of Dar Ul Aman Palace Kabul Afghanistan. By Emal Passarly

How Was Last Day Of Ashraf Ghani Govt In Kabul Afghanistan?

 How Was Last Day Of Ashraf Ghani Govt In Kabul Afghanistan? By Numan Dost له تېرې ژمنې سره سم، لیکنه ستاسو خدمت ته وړاندې کوم: د جمهوریت د سقوط ورځ  او  نوم ورکي اتلان په هغه سهار د پارلماني چارو په وزارت کې وو. هر څه عادي وو. ډله ډله مامورین د حاضرۍ له لاسلیکولو وروسته خپلو شعبو ته روان وو. شاوخوا لس بجې وې چې فضاء په بدلیدو ښکاریده. له شعبو مامورین راوتلي ول او هر چا د روانو حالاتو په اړه خیټالوژي غږوله. ساعت وروسته د ډزو غږونه واوریدل شول. دې ډزو خلک وارخطا کړل. په اوله کې له وزارته د وتلو اجازه نه وه. خو وروسته وویل شول چې باید تعمیر تخیله شي. د عمومي دروازې مخې ته وسلوال ساتونکي ګوته په ماشه ولاړ وو. چانټې یې تړلې وې او مامورینو ته یې د وتلو سپارښتنه کوله دا وزارت ګلبهار سنټر ته نږدې دی. چې سړک ته راووتلو ورو – ورو ګڼه ګوڼه زیاتیده. تا به ویل میږیان له خپلو سوړو راوتلي. ګلبهار سنټر او داودزی مارکیټ یو بل ته مخامخ دي. دا د کابل په کچه د کاروبار ستر مرکزونه دي. همدوی ته په اندیښنه کې وم، ما ویل هسې نه له وخته په استفادې پرې څوک ور ننوځي. دا اندیښنه خو هغه وخت لاپسې زیاته شوه چې ویل

Why Swabi Is Called Swabi? Background Of Swabi Name

 Why Swabi Is Called Swabi?  Background Of Swabi Name. History Of Swabi In Pashto صوابې ته صوابې ولې وائي ؟ د صوابې زوړ نوم ،سمه ،وو د تاريخي حوالو نه ثابتېږي چې دلته په صوابې کښې ،سمه ،خاندان ، 2452 ق م، کښې حکومت کړې وو . دغه راز پښتانه د غرئيزې سيمې په نسبت اوارې سيمې ته ،سمه ،وائي د ګډون خلک اوس هم د صوابۍ ميداني سيمو ته سمه وائي  منشي ګوپال داس د صوابۍ په اړه وائي چې ځنې خلک صوابې ته سهابي هم وائي . دغه راز کله چې دلته ،سمه خاندان آباد وو  نو په هغه وخت کښې به دلته د ستورو عبادت کېدو چې په عربې کښې هغه خلکو ته ،صابي، وائلې شي پدغه نسبت دې سیمې ته ،صوابي، وائل شوې. ېو سيمه ايز رواېت هم شته چې دلته دوه ورونړه وو د ېو صواب خان نوم وو او دبل منير خان صوابې او مانيرې پدغه نومونو ېاد شوي. جميل ايسپزئې وائي چې صوابې په اصل کښې ، سوها ،او ،بهو، نه جوړ دې سوها ېو عام بوټې دې چې سنسکرت کښې ورته دا نوم وائي او ،بهو ،په سنسکرت کښې ،مېدان ،ته وائي د وخت سره د ،سوهابهو ،نه ،سوابې ،جوړ شو ېر الحکيم حکيم وائي چې پښتو کښې ،ص، ټکې نشته دا نوم په سين ،سوابې، ده سېوا په سنسکرت کښې ،عبادت ،ته وائي او

Top Ten Best Habits For Study. Pashto Blog

Top Ten Best Times to study and learn Books.  Pashto Blog about Study Times and Habits ۱ د مطالعې لپاره مناسب وختونه  د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي – د سهار له شپږو تر ماښام ۷ بجو پورې دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي  د شپې له پلوه مغزه ۲۰ سلنه کار کوي ۲ په درس کې په لومړۍ څوکۍ کې کيښنئ، تر څو درباندې د استاد ډير پام وي او درس هم له نيږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اوله څوکۍ یا صف کې کيښني تر ډيره پرې د استادانو نيک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي. ۳-  له ۳۰ تر ۵۰ دقيقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې يې ۱۰ دقيقو دمې سره که داسې مو وکړل ، نو درس به مو په مغزو کې ښه کيښني ۴  که چېرته غواړې چې يو لغت يا هير څه شي راياد کړې ، نو د لاس پنجه مو موټي (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډير فعاله کيږي او دا فعاليدل حافظه تقويه کوي چې په پايله کې به هر څه ښه او ژر راياد کړئ. ۵  په يو وخت کې په يوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلويزون ليدل، موسقي اوريدل او خبرې کول پريږدئ. همدارنګه ذهن مو هم يوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچو