Local People Of Murree, Thier Behaviour And Reality. By Dr. Hamdard Yousafzai ما تېر پخوا د ګلیات او مري د خلکو د ژوند ،ژواک په حقله د نوموړې لیکوالې د فهمده ریاض یوه افسانه لوستې وه . د افسانې مرکزي کردار د ګلیاتو یو ماشوم ؤ چې هغه هر نوي راغلي سیلګري څنګ ته ځي او د هغوي نه پاتې شوې خوراک خپل ناجوړه پلار او مور له اوړي . فهمده ریاض دغه افسانه کې د دغه سیل ګرې علاقو د خلکو د ستوتزو په حواله یو کوټلې نظر لرلو . د کارپوریټ دنیا ، د سرمایه دارو جوړشوې هوټلونو کې د خلکو رویه ، طرز عمل ، چال چلن هیڅ کله د لوکل خلکو د فکر او طرز عمل نمایندګي نه کوي او نه کولې شي د اخلاقیاتو تله په لاس نیولي خلک د دغه خلکو اقدار ولې تلل غواړي . تاسو د دغه سیل ګرو سیمو د خلکو ژوند ،ژواک نه څومره خبرتیا لرې ورستو وختونو کې زما زاتي تجربه په ایبټ اباد کې د نوکرۍ په وخت کې اوشوه . زما خیال دا دی چې په هسپتال کې دغه اندازه ډېره ښه کېږي . د نتهیا ګلۍ ، ایوبیه ، چنګا ګلۍ ، بګنو تر ، کالا باغ عین د ټولو ګلیاتو مریضان به دغه هسپتال ته راتلل . نوي فصید خلکو سره به د عادي دوایانو پیسې نه وې . زیات...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.