Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Washington Post

Taliban in Kabul. Washington Post Article In Pashto

Taliban In Kabul. What Taliban Feel In Kabul? Washington Post Article about Taliban In Kabul. Pashto Translation of Washington Post Blog about Taliban.  کابل کې ط الب جنګیالي وايي چې جګړې پسې خپه شوي دي واشنګټن پوست ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې په کابل کې ط الب جنګیالي وايي چې جګړې پسې خپه شوي دي. ورځپاڼه لیکي د ط البانو وسله وال چې شل کاله یې د امریکا له ملاتړه د برخمن حکومت پرځولو له پاره جګړه کړې، د دوی د یوه قومندان په وینا، اوس په کابل کې د خپلې نوې دندې له مسولیت سره ځان عیارولو کې چې د ښار امنیت ساتل دي، له ستونزو سره مخ دي. په کابل کې د ط البانو یوه قومندان چې ۲۵۰ کسان لري واشنګټن پوست ته ویلي چې د ټولو کسانو یې جګړه او جهاد خوښېږي. دوی چې کابل ته ننوتلي ځان آرامه نه احساسوي ځکه نور جګړه پای ته رسېدلې. واشنګټن پوست دا مفصل رپوټ د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ط البانو له قومندانانو او جنګیالیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی. د بېلګې په توګه د ملي موزیم د ساتنې قطعې قومندان ویلي چې، زه نه پوهېدم چې دا د څه شي ودانۍ ده،مشرانو مې راته وویل چې ساتنه یې وکړئ چې څوک یې غلا نه کړي. زه