Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Shams Ul Qamar Andesh

Gulzar Alam Pashto Ghazal Song Lyrics

 Pashto Song. Khuday Zda Lyrics. Shams Ul Qamar Andesh Singer. Gulzar Alam پښتو غزل خدایزده کوم پړاو کې د ارمان یمه  ستا د یاد په دوړو کې روان یمه  ستا د محبت د جنون دشته کې  ګله نه د ځان او نه په ځان یمه  ښار دی لکه کنګل سمندر ویده  دې د خاموشۍ شور ته حیران یمه مینه هسې هم د ګټې کور نه و  زه د خپل احساس په سر تاوان یمه  هلته به جوټې د ناز په ټال خورمه  دلته زه د ژبې اوېزان یمه  دومره که مې وپېژنې ښه به وي  زه د برګ د څانګې ثناخوان یمه  اې د امیدونو د سپرلو راڼۍ  ستا د تصور په ځمکه خان یمه  شاعر : اندېش شمس القمر سندرغاړی : ګلزار عالم صیب