Chars, Afghanistan and Australian Company Cpharm Pharmaceuticals. ماموندزی صیب ته یو چا قیصه کړی ده او ورته ویلی یی دی چې په یو اروپایي هیواد کې په هوایي ډګر کې د خپلې الوتنې په انتظار کې ناست ووم چې په خوا کې مې یوه ډیره ښایسته جینۍ کیناسته . خبرې مو پیل کړې او پوښتنه یې را څخه وکړه چې د کوم وطن یې. دا چې ما ورته مجردې وویل چې د افغانستان، نو ناببره یې راله لاس ونیوو او په ښکلولو یې پیل وکړ. حیران ووم چې ددې بي بي د افغانستان سره دومره عقيدت ولې دی. زما په سترګو کې د حیرانتیا په پوښتنه پوه شوه او سوړ اسویلی یې وویست او ویې وویل «ستاسې چرس په نړۍ کې بدیل نه لري. داسې کیف مې په بله نشه کې لا تر نه دی موندلی». انګرېزۍ کې وایي چې: if you are good in something, don't do it for free که په کوم شي ډیر ماهر یې نو وړيا یې مه کوه. ښه خبره ده چې په نړۍ د افغانستان معتقدین لا سیوا شي. اوس هسې هم تقریبا ټوله نړۍ کې تفریحي بنګ قانوني دي. په کټمنډو ښار کې د ملګرو سره روان ووم چې ناڅاپي یو کس غږ کړ چې حشیش حشیش، افغان حشیش. پخوا به هیپي سیاحان افغانستان ته راتلل نو هدف یې همدا د افغانستان ح...