Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhto Qessa

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature.

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature. Aziz Ur Rehman پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې بسم‌الله الرحمن الرحیم د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.» کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځ‌ته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي. له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوق‌العادة ـ یا هم خارق‌العادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له س

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics.

Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. مور یې بلۍ په بلۍ ګرځي  د میمونې څادر په چا موندلی وینه ‏په ناوګۍ کې اوبه نه وې ‏د میمونې د وینو راغلل سیلابونه مورې تودې وریجې سړې کړې د میمونې د مرګ خواره شو آوازونه ميمونئي پاکه ليوني ده  هغه يي وجنيي دا ماما ماما کوينه بیا به د کلی منځ ته نه ځم هلته کښي مور د میمونې ولاړه وینه پهٔ سترګو ړوند شئ شيرعالمه د تمباکو پهٔ پانړو چا کړې مرګونه د ميمونې همزولې راغلي څوک پسې ژاړي څوک پرې وائې تهمتونه د میمونئ د مرګ آواز شۀ جینکو وران کړل د اختر شینکی خالونه ميمونه جاړي شيرعالم ته   ده کاکا زوي دے ما به نه حلاله وينه يه شيرعالمه خدائي دي خوار کړه د تماکو په پانړه چا کړي مرګونه د مېمونې د مرګ اواز شو  مور ئې ړنده شوه په بازو خله لګو وينه ده ميموني ده مرګ آواز شو جينکو پريښودل قلپيان په تنرونو Tags, Meta Data And Keywords. Pashto Folk Song Shir Alam Aw Mamonai. Singer. Ahmad Gul Ustad. Sher Alam Aw Mamonai. Pashto Folk Story And Pashto Tappay Lyrics. Shir Alam Aw Mamonai, Pashto Folk Story Of Honor Killing Originated In Nawagai B

Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog

Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog #عقل... وايي چې  عقل يوه ورځ له يو انګرېز سره په لاره ملګری شو ځان یې ور پېژندو او ټولې خپلې ځانګړنې او  ښیګڼې يې ورته بيان کړې انګرېز یې لاس ښکل کړ او ورته ویې ویل ښه   ته چې دومره له ستر ګټو او ښېګڼو ډک ملګری یې بیا نو ته باید تر ما وړاندې روان شې ځکه که په لاره کې کوم خطر پېښږي نو وار له مخه به مې خبروې عقل یې وړاندیز ومانه اوس چې کومه خبره او يا هم خطر پېښېږي انګرېز یې وار له مخه چمتووالی کړی وي بيا يوه بله ورځ  له يو پنجابي سره ملګری شو هغه ته یې وویل  جې زه عقل نومېږم او د نړۍ د هرې ستونزې په چل پوهېږم پنجابي چې دا خبره واورېده ورته يې کړل  ته چېرته وې صاحب  ته بايد له ما سره څنګ په څنګ لاړ شې هيله ده ما يوازې مۀ پرېږدئ زه ډېر زيات ډارېږم ځکه زښت ډېر دوښمنان او ستونزې لرم د دوی له وژلو او ځورولو مې وساته او له ستونزو نه د خلاصون لارې را وښئ عقل د ده خبره هم ومنله او اوس چې هر ځل له ستونزو سره مخ شي نو عقل یې له ستونزو خلاص کړي بله ورځ عقل ځانته  پلی په سفر راون وو ملګری یې نه و  له لیرې یو شمله ور ور ښکاره شو

Pashto Story, Pukhto Qessa. Pashto Translation Of Maulana Rumi

 Pashto Story, Pukhto Qessa. Pashto Translation Of Maulana Rumi  يو ماشوم په منډه شيوانا (د اسلام نه مخکي د ايران يو مفکر) ته راغلى او وې ویل : مور مي د معبد د کاهن په لارښونه فيصله کړې چي د لوى بت په پښو کي زما د ماشومي خور قرباني ورکړي. ته مهرباني وکړه د هغې ژوند وژغوره.  شيوانا دستي له هلک سره معبد ته لاړ ګوري چي ښځي د نجلۍ پښې او لاسونه په رسيو تړلي دي. چاړه په لاس سترګي پټي يو څه وایي. ډېر خلک د ښځي په شاوخوا راټول و. د بت خانې کاهن په ډېر غرور سره بت ته نژدې په يوه لويه ډبره ناست او دا هر څه ګوري.  شيوانا چي کله د ښځي خواته ورنژدې سو ګوري چي ښځه له خپلي لور سره ډېره مينه لري بيا بيا يې په غېږه کي نيسي او مچوي يې. خو بيا هم د معبد د بت د خوشالولو لپاره د هغې قرباني ورکوي.  شيوانا ترې وپوښتل چي هغه ولي خپله لور قرباني کوي؟ ښځي ورته وویل: کاهن راته ويلي چي د بت د خوشالي لپاره خپله تر ټولو ګرانه هستي قرباني کړه تر څو زما د ژوند ستونزي د تل لپاره ختم شي.  شيوانا په خندا وويل: نو دا نجلۍ تاته کله تر ټولو ګرانه ده، تا خو ددې د وژلو اراده کړې، تاته چي تر ټولو ډېر ګران دى هغه خو په ډبره ب

Pashto Story. Sisters Love For Brothers. Pukhto Qessa

Pashto Story. Sisters Love For Brothers. Pukhto Qessa د خور د واده مې شپږ کاله ووتل خو زه يې کله کور ته نه وم تللی ، مور او پلار به مې کله کله اختر يا هم برات کې ورتلل ، يوه ورځ په خپل اطاق کې ناست وم چې ښځې مې راته په خبرو پيل وکړ ، سړيه خفه نشې خو دا ستا خور چې دلته راځي بچي يې د ټول کور حالت خراب کړي ، خرچې ډبلې شي او کور هم ګډ وډ کړي، او ستا مور خو نو کله مونږ نه پټ ورته د صابون پاکټونه په پنډ کې ږدي کله ورته کالي ورکوي او کله خو لا ورته د وريجو څخه يې هم پلاستيک ډک کړی وي نو ته داسې وکړه چې مور ته دې ووايه دا خو زمونږ کور دی کوم د خيرات او زکات مرکز خو نه دی دا کارونه دې نور دلته نه کوي...!  د ښځې په دې خبرو سره مور ته ډير غصه شوم چی په دې سختۍ يې زه ګټم او مور يې خور ته مې ورکوي ..! ورځې تيريدې چې يوه ورځ مې خور کور ته بيا راغلې وه وړوکي بچي يې د ماما کور په ګڼلو او خوشحالۍ له وجې منډې رامنډې وهلې چې د ټي وي ريموټ يې مات کړ زه مې مور ته ورغلم ورته مې وویل چې خور ته مې ووايه دلته صرف د اختر په ورځو کې راځي او بس نور دې نه راځي! او مورې دا ته چې کوم صابون وريجې او د کور سامان ورکوې

Pashto Short Story. Pashto Story And Taliban Rule In Afghanistan.

 Pashto Short Story. Pashto Story And Taliban Rule In Afghanistan. وايي چې د يوه سړي کور ته سمساره ورغلې وه، نو سړي يې ادب او احترام پيل کړ، له ډېر درنښت به يې ورته ابۍ ويل، او خپلې ښځې ته يې ځانګړې لارښوونه وکړه چې د ابۍ به ډېر خيال ساتې، نو ښځې چې به څه پخول، د سمسارې برخه به يې په کې کوله، په مېوه کې به يې هم برخه ورته کوله، سمسارې ته هم دې قدر او عزت خوند ورکړ، په ښځې پسې به روانه وه، او هر څه به يې ترې غوښتل او خوړل سړی چې به سهار له کوره وتلو، هم به يې له خپلې ښځې د ابۍ پوښتنه کوله، او کله چې به ماښام راغلو هم به يې د ابۍ خاصه پوښتنه کوله يوه ورځ ښځه نغري ته د غرمې ناسته ده ډوډۍ پخوي، سمساره څنګ ته ورغلې، ښځې ورته يو چنډه ډوډۍ اچولې، هغه يې چې خوړلې، بيا بيا څنګ ته ورغلې، آخر ښځه تنګه شوې، په سمسارې يې د اورلړوني ګوزار کړی، سمساره يې ځای پر ځای فيصله کړې، ښځه سخته ستومانه شوې، ټوله ورځ يې په خفګان تېره کړې چې ماښام به مې مېړه ته څه ځواب ورکوم، ماښام يې چې مېړه راغلی، لومړۍ پوښتنه يې د ابۍ کړې، ښځې يې په غمجنې او ژړغونې لهجې ورته ويلي چې دغسې کيسه وشوه، ابۍ خو رانه مړه شوه سړي له

Da Suliman AS Qessa Aw Darogh. Pukhto Qessa

 Da Suliman AS Qessa Aw Darogh. Pukhto Qessa وایي سلیمان علیه السلام خدای ته وویل مخلوق ته یې ډوډۍ کوي، خدای ورته وویل لومړی د سمندر مخلوق ته ډوډۍ وکه ـ وایي سلیمان علیه السلام څو میاشتې په سوونه کلومیترہ سیمه غټ ـ غټ دیگونه باندې کړي وو کله چې تیار شول؛ یو ماهي راووت،ټول خواړه یې یوه مړۍ کړل، فکر کوم چې سرہ له دیگونو به یې خوړلي وي که په هر حال! چې خبر یاست، دا کیسه دروغ دہ ۔ قاری الطاف ادیزئی

Enayat Al Zayyat Famous Poem For her Son Translated To Pashto

  Enayat Al Zayyat Famous Poem For her Son Translated To Pashto عنايات الزيات  مصرى ليكواله وه، له یو بد خویه سړي سره یې واده وکړ، زوی یې ترې وشو، دې واده دوام ونه کړ، تر اوه کلونو یې زوی له دې سره و، وروسته پلار ته ورکړل شو دا هلک به زیات وخت د پلار او مېرې سره پاتې کېده، دوی به تل د مور په اړه لمساوه، هلک به خپلې مور ته په کینې او خبرو چارج  راستون شو...د مور له کوره به سم دم ووت خو بېرته چې به راغی مور ته به یې په کرکه کتل، تر دې چې د مور په نامه یې غږ نه ورکاو، ماشوم د مور پر وړاندې په کرکه رالوی شو، یوه ورځ د مور کور ته راغی،  مور یې ورته په مینه غیږه خلاصه کړه، خو زوی یې ورته وویل: زیک یا طنط( انټي څنګه یې) له دې غږ وروسته په ژوره خواشینۍ اخته شوه، یو شعر یې ولیکه: نه څوک لرو او نه د چا یو.. ژوند بدل شو، اشخاص بدل شول، هیڅ هم پاتې نه شول، که هغه بچي هم و.. ان هغه هم بدل شول چې زموږ په داخل کې جوړ شول. زموږ په وینو رالوی شول.. د زیګون دردونه مو ترې ځار کړل.. دا هم بدل شو سره له دې چې زما نښې نښانې لري.. زما په څېر موسیږي.. حتی د پښې وړه کږه ګوته یې زما د ګوتې په څېر ده... حتى دا چ

Positivity. Be Positive About Others. Pashto Quotes About Positivity

 How To Be Positive about Others. Pashto  1 یوه ښځه ټکسي چلوونکي سره  د مخ په سیټ کي کښېناسته، په داسي حال کي چي د شا څوکۍ تشه وه 2  یو سړی د مسجد مخته تیریږي، جماعت ولاړ دی، مګر  لمانځه ته نه ور ګرځي. 3  تاسو د یو چا مخ ته  تېریږئ، سلام ادا کوی، مګر هغوی ستاسو د سلام ځواب نه درکوي. 1  ښځه چي د ټکسي چلوونکي سره کښېناسته، خپله مېرمن یې وه 2  د مسجد له مخي تېرېدونکي سړي، بل ځای لمونځ ادا کړی و 3 ښايي هغه کس ستاسو د سلام بیخي اوریدلی نه وي. یو بزرګ ویلي دي: که زه یو څوک په داسي حالت کي و ګورم چي له ږیري یې  شراب څڅيږي، نو زه به داسي ګمان وکړم چي بل چا شراب دده پر ږیره ور پاشلي دي او که یو څوک ووینم چي د غره پر سر ولاړ او دا چغه وهي ( انا ربکم الاعلی) زه ستاسو ستر رب یم. نو زه به داسي ګمان وکړم چي هغه د قران کریم تلاوت کوي ابن قیم رحمه الله فرمايي: انسان د خپلو کړنو اړوند نیتونه نسي کچ کولای، مګر لګیاوي د نورو د نیتونو په اړه پریکړي کوي اکثره وخت موږ د عمل یوازي یو اړخ ګورو، د کیسې دوهم (مثبت) اړخ هم و ګوري، څو د خلکو حق تلفي و نسي د نورو سره مو اړیکي باید تل په نېک ګمان وي ژباړه: احمدشاه

Thread, Needle And Mother. Pashto Story

 Thread, Needle and Mother Love. Pashto short story about Mother's Love. د تار او ستن کیسه د اولاد د شفقت او مور د غضب نادرکیسه_ګۍ    ول مور مې غږ راوکړ چې راشه دا ستن کې تار راته وپېیه! دا مهال ما ته د یوه هوښیار خبره رایاد شوه، هغه داسې چې کله دې مور په ستن کې تار پېیل درنه وغواړي، نو تار دستې مه ورته په کې اچوه، بلکې څه ځنډ پرې وباسه، ځکه که ژر یې په کې واچوې هغه به ګومان وکړي چې دا بوډۍ شوې ده، نو خاطر به یې ولویږي او که څه وخت پرې وایستل شي، ګومان به کوي چې دا کار سخت دی      دی زیاتوي چې له دې امله مې لیږ ځنډ وکړ خو ناڅاپه مې څټ کې سخته تودوخه احساس کړه، مورجانې مې بې رحمه څپېړه راحواله کړه او ورپسې زیاته یې کړه: ړوند یې که څه درپېښه ده؟! دې نیټ او موبایلونو خو برباد او هلاک کړئ، ستن کې د تار پېیلو خیر هم نه شئ رارسولئ Pashto Times Mother Love Story. Pukhto Qessa da Moor Meena. Thread, Needle and Mother Love. Pashto short story about Mother's Love.