Gold Imports, Gold Culture In India And Current Account Deficit. Pashto په هندوستاني ټولنه کښې سرۀ زر محمد علي ديناخېل هندوستان يو د هغو ملکونو نه دے چې زيات سرۀ زر د بهر نه راغواړي ۔ که د بهر نه د سرو زرو راغوښتل بند کړے شي نود ملکي بجټ خساره به يې صفر ته راشي ۔ د هندوستان حکومت په ۱۹۶۸ کښې ګولډ کنټرول اېکټ په نوم يو قانون پاس کړے دے ۔ په دغه وخت کښې زرګرانو ته ډېرې معاشي ستونزې راغلې او يو شمېر زرګرانو پخپله ځان وواژۀ ۔ د مذهبي، کلتوري او معاشي مسئلو د وجې يې دغه قانون بيا ختم کړو ۔ دومره سرۀ راځي خو بيا هم نۀ معلوميږي چې دوي سره به څۀ کيږي دا سرۀ زر د مذهبي او کلتوري رسمونو، ودونو او د ناويانو د سنګارولو په کار راځي ۔ د خليج په ملکونو کښې زياتره هندوستاني ځوانان د خپلو خوياندو يا د ناويانو د پاره د سرو زرو د اخستلو د پاره مزدوريانې کوي ۔ په هندوستان کښې په مندرونو کښې هم په منونو سرۀ زر پراته دي ۔ په هندوستان کښې 22 کيرېټ سرۀ زر زيات کارولے شي ۔ هندوستان کښې زرګري يو نسبي پيشه ده ډېر لږ خلق داسې دي چې په نسب زرګران نۀ دي او دا کار کوي ۔ د هندوستان زرګران ډېر مالداره دي او د اوچت...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.