د "افغان" نوم تاريخ او تاریخي تکامل؛ History, Origin Of Word Afghan. Evolution of Word Afghan د "افغان" نوم یو ژور تاریخي میراث لري، چې د لرغوني تمدنونو او کلتورونو سره نغښتی دی. پوهان د دې نوم یادونې د مختلفو تاریخي، ژبني او ادبي سرچینو له لارې څېړلي، چې ⬅️ په سانسکریت او اوستایي متونو کې یادونه د دې نوم یوه له لرغونو یادونو څخه د سانسکریت په مهابهارتا کې شوې، چې شاوخوا 1200 ق.م لیکل شوې (که څه هم کره نیټه یې لا هم د څېړونکو تر بحث لاندې ده). د «افغان» نوم د اَشواکا، اسوکا یا "اس سپرو" سره تړاو لري، چې هغه وخت د کابل، ګندارا، سوات، کنړ، هندوکش، او د کابل نه تر اباسین پورې سیمو کې اوسېدل، او د خپلو ممتازو اسونو له کبله مشهور وو. د سانسکریت اصطلاح اَشواکا، اسواکا او اَشواګان، اسوګان د اس سپرو او د دوی د سیمې لپاره کارېده. ډېر پوهان باور لري چې اَشواکا یا اَساکان د "افغان" د نوم بنسټ جوړوي. اَشواکا لغوي مانا "اس سواران"، "اس روزونکي" او "اس سپاره جنګیالي" ده، چې د هغو خلکو ته اشاره کوي چې د غوره نسل اسونه یې درلودل. ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.