Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pukhto Adab

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature.

Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature. Aziz Ur Rehman پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې بسم‌الله الرحمن الرحیم د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.» کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځ‌ته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي. له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوق‌العادة ـ یا هم خارق‌العادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له س

Sister Love. Emotional Urdu Story. Urdu Story " Sister's Love".

Sister Love. Emotional Urdu Story. Urdu Story " Sister's Love". A Masterpiece Translated From Pashto Literature. Urdu Love Srory بہن کی شادی کو 6 سال ہو گئے ہیں  میں کبھی اس کے گھر نہیں گیا عید شب رات کبھی بھی  ابو یا امی جاتے ہیں  میری بیوی ایک دن مجھے کہنے لگی  آپ کی بہن جب بھی آتی ہے  اس کے بچے گھر کا حال بگاڑ کر رکھ دیتے ہیں  خرچ ڈبل ہو جاتا ہے  اور تمہاری ماں  ہم۔سے چھپ چھپا کر کبھی اس کو صابن کی پیٹی دیتی ہے کبھی کپڑے کبھی صرف کے ڈبے  اور کبھی کبھی تو چاول کا تھیلا بھر دیتی ہے  اپنی ماں کو بولو یہ ہمارا گھر ہے کوئی خیرات سینٹر نہیں   مجھے بہت غصہ آیا میں مشکل سے خرچ پورا کر رہا ہوں اور ماں سب کچھ بہن کو دے دیتی ہے  بہن ایک دن گھر آئی ہوئی تھی اس کے بیٹے نے ٹی وی کا ریموٹ توڑ دیا  میں ماں سے غصے میں کہہ رہا تھا  ماں بہن کو بولو یہاں عید پہ آیا کرے بس  اور یہ جو آپ صابن صرف اور چاول کا تھیلا بھر کر دیتی ہیں نا اس کو بند کریں سب  ماں چپ رہی  لیکن بہن نے ساری باتیں سن لی تھیں میری  بہن کچھ نہ بولی  4 بج رہے تھے اپنے بچوں کو تیار کیا اور کہنے لگی بھائی مجھے بس سٹاپ تک چھ

The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen

  The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen. "سير السالکين" (پښتو ته وړومبے ترجمه شوے ناول کال ۱۸۷۷) (يعنې له دنيا نه سفر وعقبیٰ ته په لباس دخوب کښې) دناول نوم:- دي پلګريم پراګريس              (The Pilgrim Progress ) ليکوال:- جان بنين (John Bunyan  ) کال:-  ۱۶۷۲ع پښتو ترجمه:- سير السالکين (ددې دنيا نه هغه دنيا ته سفر چې راتلونکې ده) ترجمه کونکے:-  قاضي عبدالرحمٰن دپښتو ترجمې کال :- ۱۸۷۷ع  دانګريزي ناول ليکوال  اودا ناول جان بنين په ايلسټو برطانيه کښې په کال ۱۶۲۸ کښې زيږيدلے وو۔ دپيوريټن عيسائي فرقې مبلغ وو ډير زيات شهرت ورته په “پيلګريم پراګريس” ليکلو ترلاسه شوے وو۔ ولې ددې نه علاوه ئې څه خوا وشا شپيته کتابونه ليکلي دي کوم چې زيات د وعظ ونصېحت تقريرونه اومقالې دي۔ د کال ۱۶۸۸ د اګست يوديرشمې(۳۱)  نيټې پورې ژوندے وو دا ناول په عيسائي دنيا کښې د چاپ نه پس تر دوۀ صدو پورې د "بائيبل" نه پس ډير زيات چاپ کيدونکے  اوخرڅيدونکے کتاب دے او په دوه سوو(۲۰۰) ژبو کښې ترجمه شوے دے چې څه خواوشا اتيا(۸۰) ژبې پکښې افريقنۍ دي ۔ د دې کتاب وړومبۍ برخه په کال

Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa.

 Pukhto Afsana. Pashto Short Story. Pukhto Landa Qessa. له ځنډ وروسته، لنډه کیسه                        خاورې په سر  په تور پوړني کې داسې تاوه وه لکه د کرونا مړی. د دروازې شاته غلې ولاړه وه. لاس به یې اوږد کړ؛ خو لکه چې د ټکولو جرئت یې نه درلود. کله به یې دواړه لاسونه پر ور کیښودل، غاړه به یې کږه کړه او غوږ به یې له دروازې سره سریښ کړ او کله به بېرته لرې شوه.  حیران وم؛ دا شین سهار، دا شړقنده باران او بیا... ما ویل که میلمنه ده، ما ویل که سوالګره ده؛ خو یوې غوندې هم نه ښکاریده. حجره مو دویم منزل کې وه او کړکۍ یې همدې کوڅې ته وه.د کړکۍ خواته ولاړ وم او بیرون مې د جړۍ باران ننداره کوله. د انګړ منځ کې ولاړې ونې ته مې کتلې چې مرغۍ ځاله کې پر بچیو وزرونه راخواره کړي وو.   څو ځلې مې تصمیم ونیوه چې ور پرانیزم او غږ کړم؛ خو پردۍ تور سرې ته غږ کول راته خطرناک ښکاره شول. چې سهار چای ته راښکته شوم، نو همدا صحنه رایاده شوه. ما لا پوښتنې ته ځان جوړاوه چې مور مې ویل: هغې بیچارګۍ لکه چې ټوله شپه په ویښه تیره کړې وه، سهار وختي ... ژر مې پیاله کیښوده او سر مې وړاندې کړ. ما پوښتنه کوله چې مور مې ویل فیر

Who Was Mir Akbar Khyber? Pashto Life Story, Bio Data and Biography

 Who Was Mir Akbar Khyber? Pashto Life Story, Bio Data and Biography. مير اکبر خيبر څوک وو؟  مير اکبر خيبر د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د پرچم ډلې غړی وو. نوموړی يو پوځي افسر وو چې د غوايي د کودتا څخه يوولس ورځې دمخه، په ۱۷م، د اپرېل، ۱۹۷۸ ز. کال کې ووژل شو. مير اکبر خيبر د خپل ژوند په اږدو کې د پرچم د ورځپاڼې د چلوونکي په توگه دنده ترسره کوله، او د دې تر څنگ يې د افغانستان په ملي پوځ کې د پرچميانو د گومارلو دنده هم درلوده میر اکبر خیبر د میرافضل خيبر زوی، په ۱۳۰۹ ل یا ۱۹۳۲ ز کال کې د لوگر ولايت د پل علم په ښار کې په یوه بېوزله او کروندگره کورنۍ کې زیږېدلی وو . پلار يې عام بزگر و چې زیات وخت يي قران شریف لوست او په پښتو او دري ژبو يي لیکل کولی شول  هغه ته لومړۍ زده کړې د پلار له خوا ، له دیني کتابونو څخه ورکړل شوې وې. خیبر ۱۴ کلن و چې له ازموینې وروسته په رشیدیه ( عسکري لېسه ) کې شامل او د هغې له بشپړتوب وروسته په حربي پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو . هغه حربي پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو په ۱۳۳۰ کال له پوهنتون څخه فارغ شو ميراکبر خیبر د دهمزنگ زندان کې د حکومت پر وړاندې د ل

How To Write, Compose Poetry Lyrics. Pashto Mazmoon

 How To Write, Compose Poetry Lyrics. Pashto Mazmoon عبدالباري جهاني: څرنګه شعر ولیکو؟ شعر له موزونو او منظومو کلماتو څخه جوړ کلام وي، چي د ټولني واقعیتونو او د شاعراحساساتو ته انعکلس ورکوي. او همدغه موزونیت دی چي شعر له نثر څخه بېلوي او کلمات یې په غوږونو کي شرنګی کوي او زیاتره ښه لګیږي. خو توپیر یې د رباب او سارنګ له شرنګ سره دادی چي رباب او سارنګ ژبه نه لري. پښتو رباب، فارسي رباب، اُردو رباب او... رباب نسته. موږ نه پوهیږو چي رباب او سارنګ څه وايی؛ ځکه چي هغوی ژبه نه لري او یوازي شرنګ او سُرلري. هر څومره چي د موسیقۍ د پارچي سُر او تال برابر وي په هغه اندازه پر غوږونو ښه لګیږي خو شعر په مشخصه او ټاکلې ژبه لیکل کیږي او په هغه ژبه خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته پیغام ورکوي. اورېدونکی او لوستونکی باید لومړی پوه سي او بیا نو واه واه ورته ووايی او یا منفی نظر ورکړي. زما په عقیده د شعر پیغام او د کلماتو ښکلا او پر ځای استعمال دواړه په یوه اندازه اهمیت لري. که شعر د کلماتو له ښکلا، اشارو او استعارو څخه بې برخي کړو بیا نو که هر څومره قوي پیغام هم ولري هغه به عادي نظم وي او شعري ارزښت به یې دون

Pukhto Adab. Adab Sa Ta Waye? What Is Literatur

 Pukhto Adab. Adab Sa Ta Waye? Pashto Literature Pashto made easy ادب څه ته وائي؟ ادب هر سړے لولي ولي چي ادب هغه خوږه سندره ده چې په غم کښي خوشحالي راولي - د ژوند نه د مزه اخستلو د پاره انسان کښې نوي جذبه پيدا کوي - خو اکثر څه چې ډير خلق د ادب څه ښکاره او کوټلي معني نه شي کولي چې ادب څه دے - ځکه چې ادب نه خو څه مادې څيز دے چې مشاهده يې وکړي شي او کنه د سائنس څه کوټلي فارموله ده چې سمدستي د سي ذهن ته کوز شي-په دي حلقه ډير بڅونه شوي دي خو ولې د خپل معنوي ژورتيا او فراختياله کبله د ادب يو جامع تعریف په لنډو ټکو کښې چا تر اوسه نه دي کړي ځکه خو انګریز پوهاند سينټ اګسټن د ادب په حقله وائي چې : " که ځما نه تپوس نه کوي نو زه پرې پوهېږم او که تپوس رانه کوي نو بيا پرې هيڅ نه پوهيږم -" مونږ به پرې هم بحث کوؤ خو اول ضروري ده چې د ادب په لغوي او اصطلاحي معني و مفهوم ځان خبر کړو- د ادب لغوي او اصطلاحي معني: ادب د انګریزۍ ژبې د literature د ترجمې په طور استعماليږي لټريچر د لاطيني ژبې د" litra " نه وتلي دي چې معني يې خط يه ليک کول دي - دغه شان د لټريچر معني ليک لوست کول او پوهه حاص

Published Pashto Books In 2021. Year

 Published Pashto Books In 2021. By Shaheen Buneri In 2021, according to my research for Mashaal Radio, 485 books in Pashto (Poetry & Prose) were released in Afghanistan and Pakistan. The decline in the number of published books is attributed to limits imposed by the epidemic and political instability. Previously, approximately 3500 books were published each year. Pashto Times. Pakhto Kitabuna. Books Published In 2021. Pashto Books Published in Pakistan and Afghanistan. Published Pashto Books In 2021. Year  Mashaal Radio. Most Listened Dedicated Pashto Radio Station. Mashaal Radio Station Profile, Info, Jobs and Role As Dedicated Pashto Radio. Facts About Pashto Mashaal. Mashaal Radio Is On Air On Medium and Short waves since 2010 Under Banner Of Radio Free Europe And Financially Supported By US State Department Aka Foreign Ministry Of  America. Mashaal Radio is based In Czech Republic Capital Prague. It id Solely Dedicated Pashto Radio Listened around The World Specially In Pakist

How old Pashto Folk Tapa Is? Hanif Khalil

  How old Pashto Folk Tapa Is?  Hanif Khalil ټپه څومره زړه ده۔۔۔ سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه زمونږ ډیر پښتانه مشران څیړونکي او د ډنمارک څیړونکی جینز انولډسن وایی چې دغه ټپه د اریایی دور ده چې پکښې د څوارلسمې شپې د سپوږمۍ په مهال د سوما د لو او جوس جوړولو اریایی دود ته اشاره شوې ده ځکه ټپه تقریباً څلور زره کاله زړه ده۔۔۔دغه حواله ما هم څو ځایه کښې راخستې ده خو چې غور کوم نو دا راته هسې جوړه شوې افسانه ښکاري۔۔۔۔ځنې پوښتنې راوجتیږي چې د دغه موقف منلو کښې خنډ جوړیږي ١۔۔۔د دغه ټپې ژبه د نن ژبه ده۔۔۔بیخي ساده او روانه۔۔۔مونږ چې د څلور سوه کاله زوړ روښاني شعروادب هم ګورو نو دومره رواني او سادګي نه لري: د پټې خزانې نه په استثنا: نو څلور زره کاله پخوا پښتو ژبه داسې څتګه کیدی شي۔۔۔ ٢۔۔۔د پښتو کلاسیکي شاعرانو ولې ټپې نه دي وییلي یا په خپلو دیوانونو کښې شاملې کړي۔۔۔۔تر دې چې اشاره قدر یی هم نه ده کړې۔۔۔لکه د صنعت ارسال المثل به یی  د صنایع بدایع برخه جوړه کړې وه۔۔۔دا ښایی چې دغه دور کښې هم ټپه نه وه۔۔۔ ٣۔۔۔دغه ټپه کښې دغه د ۔۔۔کړنګ وهه۔۔۔روزمره هم راته مجهوله ښکاري۔۔۔شا

Ghazi Azmir Khan Mandokhel. Biography Of Pashtun Hero

 Ghazi Azmir Khan Mandokhel. Biography Of Pashtun Hero ملی مبارز شهید غازی ازمیرخان مندوخیل -------------------------------------- مندو خیلو دانګریزي تیري کوونکو پر خلاف له ویاړه ډکې مبار زې کړي دي اوډیر تاریخي شخصیتونه یې په خپله غیږه کې روزلي دي چې کولای شو ددغې قبیلې دکاریزي دښاخ دسیدال خیلو له څانګې نه دلاندنیو تاریخي شخصیتونو نومونه و اخلو سیدرحمت، ظریف خان ، خانان، اختر خان ، اکرم خان ، شیرخان او ازمیر خان. په دغو پورتنیو تاریخي شخصیتونو کې یو هم غازي ازمیر خان و چې دمندوخیلو دسیدال خیلو څانګې ته منسوب و.نوموړی په ۱۸۹۳ زیږدیز کال کې داخترخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې .د ازمیر خان پلار ته دخان لقب دافغانستان دهغه وخت د واکمن سرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان له خوا ورکړل شوی و. هغه وخت و چې ده په کابل کې دامیر حبیب الله خان سره ولیدل نو هغه ده ته یو جرمنی ټوپک هم دسوغات په توګه ورکړ او ده ته یې دخان خطاب وکړ سردار اختر خان بو زړور او بهادر انسان و. ده دانګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله.دامیر حبیب الله خان تر مړینې وروسته هغه د غا زي امان الله خان دلیدلو لپاره کا

Resistance Of Khushal Khan Khattak Against Mughal

Resistance And Khushal Khattak Pashto Poetry. Pashto Resistance's Literature Review.  مزاحمتي تحریک خوشحال خان خټک چي څو سو کاله وړاندې د مغلو خلاف مبارزه کوله نو د یو مزاحمتي تحریک د پار ئې  پښتنو ته بې شمیره شعرونه لیکلي دي هغه دا ورته نشاندهي کړې ده چي بې تورې بل خلاصون نه شته  ۱ چي مغل وته مي وتړله توره  زما توره په جهان شوه مشهوره  ۲ چي و نه وهې په دواړو لاسو تورې چا ملکونه په میراث نه دي موندلي ۳ څو د ملک وارث ونۀ وهي سرونه هومره چري قراريږي سمې غرونه ۳ کل ګټنه ده د تورې  که کابل دې که کشمیر  بل خوا ئې د پښتنو پر بې اتفاقي هم ښه لیک کړئ دۍ    ۱ چي مغل وته مي وتړله توره درست پښتون مي و عالم وته ښکاره کړ  اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو  ګڼه ما د به د مغل ګریوان پاره کړ ۲ ایمل خان دریا خان دواړه خوربین لاړل  اوس خو پاتې و مغل ته یو خوشحال دې  خو دلته خوشحال خان خټک د وطن هغه دلالانو هم ښه ښکاره په ډانګ پیلي دي چي پکښې یه خپل زوی بهرام خان هم یاد کړئ دۍ  ۱ د بې ننګه پښتنو له غمه ما  لویه پرېښوه کمه ونیوله ما  ۲ مستجاب مهمند که چرګه د مغل ده  زه خوشحال خټک خو باز یم ځای مي غر   ۱ څ

Pashto Script And Pashto Orthography Explained In Pashto

 Pashto Script And Pashto Orthography Explained In Pashto رسم الخط يا ليک دود اؤ املا۔ رسم الخط ته په انګرېزۍ کښې  (Script) وئيلے شي او پښتو کښې ورته د ليک دود لفظ ورته استعماليږي د مختلفو لغتونو په رڼا کښې مونږ د رسم الخط يا ليک دود تعريف داسې کولے شو چې رسم الخط يا ليک دود د مختلفو اوازونو د تحريري علامتونو يعني د حروف تهجي يو نظام دے۔  د رسم الخط خوبي دا ده چې په دې کښې يو اواز د پاره يو حروف مقرر وي او بيا د حرفونو د پوره جوړولو طریقه ئې هم ډېره ساده وي او په املا کښې په اسانه ليکلے شي۔ املا۔املا ته په انګرېزۍ کښې  (Orthography)  وئيلے شي۔هر کلا چې د يوې ژبې د پاره حروف وټاکلے شي او بيا دا ومنلے شي چې دغه حروف به په داسې شکل اؤ داسې طريقه ليکلے کېږي نو  دا د هغې ژبې رسم الخط يا ليک دود بللے شي۔اؤ هر کله چې ليکونکے د ژبې لفظونه د متعلقه ژبې د خپلو حروفو سره سم د ليکلو پوره پوره پاپندي کوي نو دې ته املا وئيلے شي  لنډه دا چې رسم الخط يا ليک دود د ليکلو طريقې,طرز يا انداز ته وائي اؤ املا د ليک دود مطابق صحیح ليکلو ته وئيلے شي۔ (نوري) Pashto Times. Learn Pashto Writings. Latest Pashto B

Mehmood Ghaznavi, Behlool and Butchers. Pashto Story

 Mehmood Ghaznavi, Behlool and Butchers. Pashto Story. وایي چې ...!! سلطان محمود غزنوي خپل ورور بهلول  ته وویل چې ولاړ شه د قصابانو د ترازو تیږې چې غوښه پرې تلي، وګوره که د چا ډبره  کمه وه له ځانه سره یې راوله چې سزا ورکړو. بهلول ومنله، بازار ته روان شو، د اول قصاب تیږه یې چې وکتله ډېره کمه وه ، له قصابه یې پوښتنه وکړه ، ژوند دې څنگه تېرېږي؟ قصاب وویل ، نن وي که سبا خلک به واوري چې دا چاړه به مې په خپله سینه کې ننه ايستلې وي، له ژونده همدومره په تنګ یم!  بهلول ترې روان شو، د دويم قصاب کاڼی چې يې وکوت، دغه هم تر خپلې اندازې يو څه کم وه. بهلول پوښتنه ترې وکړه ، ژوند څنګه تېرېږي؟ قصاب په ژړا شو، ویل یې کاشکې خدای پاک بېخي نه وای پیدا کړی. ډېر خراب، ستړی، نارامه او بې‌عزته ژوند مې دی! بهلول ترې روان شو. د درېیم قصاب تیږه یې وکتله، وزن یې پوره و. له قصابه یې وپوښتل؛ ژوند څنګه تېرېږي؟  قصاب وویل؛ شکر الحمدلله ډېر ښه ژوند مې دی، تر ډېرو خلکو مې اولادونه، ښځه، کور، مال او ملک ښه دی، ډېر خوشاله یم! بهلول ترې روان شو، کله چې سلطان محمود ته ورسېد، سلطان پوښتنه ترې وکړه؛ د قصابانو تیږې څنګه وې؟ به