Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ameer Yousafzai

Arshad Sharif Death. Why People Celebrating Arshad Sharif Death

Arshad Sharif Death. Why People Celebrating Arshad Sharif Death?  By Amer Yousafzai. ایا په موږ کې انسانیت ختم شو ،؟ د ارشد شریف ښځې جویریه صدیقی د خپل خاوند په مړینه د خپلې پاڼې نه خبر ورکړو او تر اوسه پورې پرې دوه زره خلګو د خندا سټیکر ( ایموجي ) ورکړو چې پکې زه خپله هم شامل ووم . د انسانیت تقاضا خو دا وه چې موږ ورسره غمرازي ښکاره کړی وی خو ولې موږ ته زموږ مذهب ، کلتور ، او روایت د خپل ځان لپاره د انصاف او بدلې اجازه هم راکړې . موږ ته زموږ د غریب او بې وسه پښتون او د هغه سره په جغرافیه کې دننه د هر قام ،رنګ او مذهب لرونکي هاغه اوښکې وینې احترام لري او د هغې لپاره به انصاف غواړو کومې چې دې خلګو او د دوي سهولتکارو بیهولي او چاچې دوي ته لارې سازې کړي . ارشد شریف د هغې سهولتکارو نه یو وو چاچې د خیسور د حیات د مورکۍ ، د ارمان لوڼي عارف وزیر او د خړ کمر په قتل عام سینه نه لا نه وه یخه او فوځ ته یې ویل تاسو بنګړي واچوۍ چې دوي مو تر نن پورې ختم نه کړل . موږ ته هاغه فوځي او هاغه دالب او د هغوي د میډیا سهولتکار یو شای دي کوم چې د پښتون په وینه خپل کاروبارونه کوي د هغوي کورونه ړنګوي او د هغې می

Amir Habibullah Khan Of Afghanistan (At Three Years Of Age) And Sirdar Nasarullah Khan

Amir Habibullah Khan Of Afghanistan (At Three Years Of Age) And Sirdar Nasarullah Khan (Age Two Amir Habibullah Khan Of Afghanistan (At Three Years Of Age) And Sirdar Nasarullah Khan (Age Two) With Their Nurses, Amusers And Handkerchief-carriers, Early 1870's. Habibullah Khan was the son of Amir Abdur Rahman, and the father of King Amanullah Khan. He ruled Afghanistan from 1901, until he was assassinated in 1919. Habibullah Khan kept Afghanistan out of World War I. During his reign, Habibullah started to modernize his country. He imported automobiles, and built various roads. In 1904, the first modern school in Afghanistan was built (Habibia), and electricity was brought to Kabul. Source - Leaves from an Afghan scrapbook

Parda, Hijab, Jalabab, Borqa, Burqa History And Origion.

Parda, Hijab, Jalabab, Borqa, Burqa History And Origion. By Ameer Khan Yousafzai Parda, Hejab And Burqa Before Islam. لومړۍ برخه  برقعه د اسلام نه مخکښې  تاریخ پوهان وایې چې د نن نه څلور زره کلونه مخکې د عراق د د جله او فرات په غاړه میشت سمارا قام هغه وخت بورقه ښځو ته ور په سر کړه کله چې دوي په بزګرۍ ( کرکیله ) ګوتې پورې کړي . سماریان د انسانانو هغه ډله ده چې په تاریخ کې لومړی تهذیب یافته خلګ یادیږي ، هم دا خلګ وو چې څاروي یې په کار راوستل ، لکه په مثال اس ځنکلي وو دوي د انسانانو په کار راوستلو ، غوا او میښه ځنګلي وه دوي ترې د کور څاروي جوړ کړل چې د خوراک ضروتونه ترې پوره کړي . څومره چې دوي جدید کیدل هم دومره د دوي ښځو د خپلو سړو سره برابر په کار روزګار کې ونډه اخستله ، په زمیدارو(بزګرو) ښځو کې او د مالدارو خلګو په ښځو کې د توپیر په توګه دوي بورقه ایجاد کړه یانې د غریب ښځې به زمیداره کوله نو د هغې لپاره به بورقه اچول مشکل وو د مالدار ښځې به په ارام په کور ژوند کولو نو هغې به د قیمتي کپړې بورقه کاروله  دوهمه برخه  بورقه د اسلام نه وړاندې  په لومړۍ برخه کې چې څه رنګه ما ذکر کړې وه چې بور

History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society.

 History Of Valentine Day Explained In Pashto. Valentine and Pashtun Society. د ویلنټاین د ورځ په حقله بلها افسانې دي خو د ریښتوني ویلنټاین د حقیقیت نه څوک نه دي خبر  په میلادي کال ۲۷۰ کې چې کله د روم بادشاه کلوډیس دوهم وټاکلی شو نو هغه د فوځي کومندانانو لپاره نوی قانون جوړ کړو  قانون دا وو چې یو فوځي که ښځه ولري نو دی به کومندان نه جوړیږي ځکه واده شوی کس هیڅکله یو تکړه فوځي کومندان نه شي کیدلی  سینټ ویلنټاین په دغه وخت کې د روم په فوځ کې یو تکړه کومندان وو او هغه په دې د فوځ نه لرې کړی شو چې د بادشاه ددغې فرمان په خلاف یې واده کړی وو ، بادشاه کلوډیس دوهم ویلنټاین په دغه نافرمانۍ ځنداني کړو ، اتفاق ته ګوره چې په کوم ځندان کې ویلنټاین واچولی شو نو په هغه ځندان جیلر د هغه د ښځې پلار وو ، دغه جینئ ته به په کال کې صرف د فرورۍ په میاشت کې په غلا ځندان ته تلله چې د خپل خاوند ویلنټاین سره ملاقات وکړي ، څه موده پس نور قیدیان خبر شو نو هغوي له به هم خپلې ښځې ځندان ته راتللې او دغسې د فرورۍ میاشت د مینې میاشت وټاکلې شوه . څه وخت پس دغه ورځې د روم د فوځي کومندان ویلنټاین په نامه شوه . په دغه زمان

Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog

 Politics Of Violence Vs Politics Of Non Violence. Pashto Blog By Ameer Khan Yousafzai تشدد یو داسې عمل دی چې په کولو باندې یې قامونه ختمیږي ، او راتلونکي نسلونه یې د هر قسمه علم نه محرومه پاتې کیږي  په خاصه توګه پښتنو له خو د عدم تشدد مخالفت هډو پکار نه دی ، ځکه په تشدد چې څومره پښتنو نقصان موندلی نو ددغې مثال په دنیا کې بل هیچرته هم نه میلاویږي . د افغانستان مسله ټوله سیاسي وه که چرې د ثور کودتا په سیاسي لار او فشار شوی وی نو افغانستان به د نړیوالو د جنګ مرکز نه جوړیدلو او نه به پښتانه / افغانان د هغوي په جنګونو کې خشاک جوړیدل . مونږ د تیر نظام او د ټالېب تر مینځ د شلو کلونو جګړه مخامخ ولیدله ، کومه ګټه یې ورکړه بې د نقصان نه ، هو دغه جنګ یوه ګټه کړی او هغه هم د افغانانو / پښتنو ګټه نه بلکې د ټالېب د چوکۍ خواهش یې سر ته ورسوو  په تشدد چې څومره جبهې ، او ګوندونه په قدرت کې راغلي هغوي خپل ولس ته دومره تاوان رسولی چې ر اروانو سلو کلونو کې به هم پورته نه شي  پښتنو ته د تشدد نه د عدم تشدد اړتیا ده ، پښتنو ته د سیاسي پوهې اړتیا ده او سیاسي پوه ،شغور به هله راشي چې پښتانه عدم تشدد خپل کړي 

Unfortunate Afghanistan And Pakistan by Ameer Khan Yousafzai

 Unfortunate Afghanistan And Pakistan by Ameer Khan Yousafzai. Analysis In Pashto Future Of Taliban And Pakistan Relation. Analysis د افغانستان تر ټولو بدبختي دا ده که باچا یې سیکولر جوړیږي که سوشلسټ که اسلامي مذهبي او که جنګسالار دوي ته ښه مالومه وي چې پاکستان مو استعمالوي او د افغانستان ازلي دوښمن دی خو دوي بیا هم هغه پاکستان ته غاړې ورکوي . سردار داود د بټو په وینا پښتونستان راډیو بند کړو خو بیا یې هم معاف نه کړو او ګولبه دین ، مسعود او رباني ته یې د هغه په خلاف وسلې او پیسې ورکړې  مجاهدین د پاکستان په لاس کې لوبیدل ښه ورته مالومه وه خو بیا یې په یو بل اموخته کړل زړه یې لابیا هم نه وو سوړ ټالب یې پسې جوړ کړو او په هغه یې وټکول  هغه ټالب یې بیا ۵ کاله پس په امریکه لکه د څاروي خرڅ کړو ، کرزئ ولسمشر شو ښه ورته مالومه وه چې انتخاریان د پاکستان نه د افغانستان د ورانولو لپاره راځي خو بیا به یې هم پاکستانۍ میډیا ته ویل که چا هم په پاکستان حمله وکړه نو موږ به د پاکستان سره ودریږو  اشرف غني دننه جی ایج کیو ته لاړو او په دغه خلګو یې باور وکړو خو بیا یې هم ونه بخښو . هغه ټالب چې د پاکستان په ل

Mulla Umar, Taliban and Afghanistan Book By Abdul Hai Mutmaeen.

 Mulla Umar, Taliban and Afghanistan Book By Abdul Hai Mutmaeen. A Page From Book: Mulla Umar, Taliban And Afghanistan د مولا محمد عمر د نژدې ملګري عبدالحئ مطمئن د کتاب څخه یومخ  تاسو که کله دا ولوستلو نو په نتیجه به یې ورسیږئ چې افغانستان نن په کوم حالت ولاړ دی هم په دغه حال ۲۵ کاله مخکې ولاړ وو . پنځویشت کاله پخوا هم د تالب په رسمي پیژندګلنه کې افغانستان د مشکلاتو سره مخ وو نن هم دی  پرون پکې هم د پاکستان ګټي خوندي وې نن هم . پرون هم تالب خپل فکري مخالف په بیدردۍ قتلول نن هم . په تیرو پنځوبشتوکلونو کې چې نړۍ کوم په برق رفتارۍ سره پرمختګ کړی نو هغسې ورسره افغانستان شا تګ کړی ، ځکه خو موږ ویل چې یو غل جمهوري نظام د مذهبي ترهګرو د نظام نه زر چنده غوره دی ځکه د جمهوریت د جمهوري عمل سره هیواد که د هرڅومره ستونزو سره مخ وي خو مخ پر وړاندې سفر کوي او یوه ورځ  دغه پروسسز د وطن زلمي او پوه کل ته لار پرانیزي او وطن راجوړ کړي  د مولا نه چې څوک دا تمه لري چې دی به ولس او هیواد ته ګټه راوړي نو د دوي په عقلونو بې له ماتم نه نور هیڅ نه شو کولې By Ameer Yousafzai.