Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Faqir Epi

Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero

 Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero ایپي فقیر، د ازادۍ د لاري مبارز عبدالباري جهاني ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذهبي ښوونځیو کي تر لومړنیو زده کړو وروسته يې ډېر ژر د انګرېزي استعمار پر ضد تبلیغاتي مبارزه پیل کړه او د عمر له پوخوالي نه مخکي حج ته ولاړ؛ له دغه امله د سیمي خلکو د عمر ترپایه حاجی صاحب باله. ایپي فقیر، په سیمه کي، یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار، او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته، د هغوی د لاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته سو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه  چي د ده خپلواکی ته لږ ترلږه زیان ورسوي ایپي فقیر د ډېري ځوانۍ څخه په دې پوهېدی چي د انګرېزانو پر ضد یوازي تبلیغات کافي نه دي او یوازي په دغه وسیله انګرېزان له خپلي سیمي او د ټول

Za Pa Nisab Ki. Pukhto Nazam By Adnan Khyali 25 December 2022

 Za Pa Nisab Ki. Pukhto Nazam By Adnan Khyali 25 December 2022 زۀ په نصاب کښې ...! د "بابائے قوم" خلاف نۀ یمه...  "شاعر مشرق" را باندې وپېژنه... دغه "دو قومي نظریه" به وایم... عرب به لولم مسلمان هم یم.. خو المیه  ترمنځه دا ده صېبه... زما بچے چې دا ټول ووائي بیا "بن قاسم"، "ټېپو سلطان" یادوي  د "ترنګزو بابا جي" نۀ پېژني په "لیاقت" او "جناح" سر ورکوي د "باچاخان بابا" غندنه کوي "بابر"، "اکبر"، "اورنګزېب" ټول پېژني... خو لۀ "شیرشاه"، "احمد شاه" نۀ وي خبر "اقبال"، "غالب" او داسې نور را سپړي.. "خوشحال"، "رحمان" په دوړو پټ پاتې کړي د "سر سید" څوک سیاله نۀ ګڼي خو د خپل "مخفي بابا" نه نۀ وي خبر د "رنجیت سنګهـ" مجسمه زغمي او د "عجب خان" یادګار له سر نړوي لړۍ اوږده ده،لنډه دا چې زما بچو ته دغه هم وښایه خو خپل تاریخ ترې نه هم مۀ تروړه چې سبا د خپلو خلقو سپکه نۀ کړي یا خپل خواخوږے،

Who Was Faqir Epi? A Pashtun Hero

 Who Was Faqir Epi?  Pashto Article about Pashtun Hero Faqir Epi فقير_ايپي_څوک_وو  حاجي صاحب ميرزا علي خان چي په فقير ايپي مشهور ؤ، په ١٨٩٧ کي په شمالي وزيرستانکي کجورۍ پوسټ ته نيژدې کېرته کلي کې وزېږولؤ. د پلار نو يې حاجي ارسلا خان ؤچي يو سوله غوښتونکی سړی ؤ او هر وخت به د خپلو خپلوانو په شخړو او مرڼو کېمنځګړيتوب کولؤ   ميرزا علي خان په خپله تنکۍ ځوانۍ کي له خپله پلاره ديني کتابونه زده کړل. د يوڅو کلو دکورنۍ زدکړې وروسته هغه بنو ته واستول شؤ چي له مولوي ګلبهادر څخه نوره زدکړه وکوي. په بنو کي په بېلابېلو مدرسو کي له پراخو لوستنو وروسته هغه ټوچي ته راستون شؤاو له نامتو ملايانو لکه ملا عالم جان دوړ څخه يې لوست ته په مخ پسې وساتلؤ. کله چي هغهله بنو راستون شؤ نو يې پلار مړ شؤ. له هغه څخه کجورۍ ته نيژدې په شيره تلا او زيندرګله کي يوڅه مځکه پاته شوه. ميرزاعلي خان او ورور يې په ١٩٢٢ کي خپل پټی وپلورلؤ او پهسپلګه کي يې يو څه مځکه واخيستله او هلته يې خپل کور، يو جومات او مېلمستون جوړ کړل په دغه وخت کي هغه له ملا محمدفارق څخه فقه لوستله. په همدغه وخت کي يې د ملا قاضیشېرزاد له لور سره وادۀ وکؤ. 

Faqir Epi Of Wazirstan. English Blog about Faqir Of Epi

 Faqir Of Epi,  Ipi Faqir. Haji Mirzali Khan. The Story of Haji Mirzali  Khan of Epi or Faqeer Epi of Waziristan. (  1897 — April 196  ) also known as Haji Sahib. Faqir Of Epi, Haji Mirzali Khan. Pashtun Hero From Waziristan The main ‘opponent’ of the British on the Frontier between the two World Wars was the Scarlet Pimpernel of Waziristan—an unknown priest from the small town of Ipi. Like the Mullah Powindah twenty years before him, he declared a holy war against the British and succeeded in eluding capture by hiding out in caves in Waziristan. He tested the endurance of the Politicals, Scouts, Army and Air Force alike; at one time or another, they were all involved in the attempt to catch the Faqir. Epi Faqir From Epi Waziristan. Pashtun Heros. He had first started causing trouble in the mid-thirties in what came to be known as the Islam Bibi case: a! young Hindu girl was abducted by a Muslim and converted to Islam. The case went to court and the ruling went in favour of the Hindu;