Biography Of Shaheed Dr. Najibullah, Ex President Of Afghanistan. Who Was Najibullah Shaheed? Bio data Of Dr. Najib د ډاکټر نجيب الله ژوند او خدمات : ډاکټر نجيب الله د اختر محمد زوی، د کال ۱۹۴۷ د اګست مياشتې په شپږمه نېټه د کابل په «مراد خانيو» کې په يوې مسلمانه دينداره پښتنې کورنۍ کې زېرېدلی دی. نجيب الله په قام پښتون او د احمدزیو له قبیلې نه وو. هغه خپله ولنئ زده کړه په حبيبيه لېسه کې سر ته ورسولې او بيا د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې شامل شو او په ١٩٧٥ ز کال کې يې دغه پوهنځی سر ته ورسوله. نوموړی په ١٩٦٥ لمريز لېږدي کال د افغانستان د خلک دېموکراتيک گوند مشرئ او د پرچم ډلې پلوی شو.ډاکټر نجیب او فیډل کاسټرو یو یادگاري انځور کابل په ١٩٧٧ کال کې ډاکټر نجيب الله د مرکزي کميټې مشر شو او په ١٩٧٨ کال کې تر غويي پاڅون وروسته د انقلابي شورا مشر شو. کله چې د گوند د پرچم ډلې مشرانو د ببرک کارمل په مشرۍ غوښتل چې پر خلقيانو کودتا وکړي، نو د هغوی دا کودتا د حفيظ الله امين پر مټ ناکامه شوه. تر دې وروسته حکومت پرېکړه وکړه چې کودتاچي پرچمي مشران په بهرنيو هېوادو کې د سفيرانو په توگه وگوماري. هغه ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.