Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ayaz Yousafzai

Karan Khan, Police Raid On Karan Khan Music Show In Peshawar. Singers

 Karan Khan, Police Raid On Karan Khan Music Show In Peshawar. Karan Khan Music Show And Police Raid In Peshawar. By Ayaz Yousafzai. څو کلونه وړاندې سعودي عرب ته تلم نو يؤ ملګري راته وويل؛ ما له د پېښور نه وايرليس مايک راوړه. فلايټ ته وخت لږ ؤ نو زۀ پۀ صدر کې زر زر وګرځېدم، تپوسونه مې کول چې يؤ کس راته وويل؛ د آرشين سره نژدې يؤ دوکان کې شته، هلته ورشه. زۀ چې لاړم نو پۀ دوکان کې خو مايک نۀ ؤ البته د موسيقۍ ګڼ شمېر آلات پکې پۀ ډېر ښکلي انداز ايښودل شوي وو. يؤ هلک پکې ناست ؤ، ما وېلملګريه سم ليوني راته ښکارې ښه. هلک راته حيران حيران وکتل، ويل يې خير شه ولې؟ څنګه درته ليوني ښکارم؟ ما ويل ليوني خو ځکه يې چې د پښتنو پۀ ښار کې د موسيقۍ آلات خرڅوې، دلته د دې څيزونو مارکيټ نشته او نهٔ د پښتنو سره د دې څيزونو قدر شته، دلته رباب، ستار، ګټار، تبله او شپېلۍ نهٔ بلکې ټوپکې خرڅوه، تمانچې او کارتوس خرڅوه، هم به دې اغیستونکي ډېر وي او هم به درته خلک پۀ درانۀ نظر ګوري. هلک پۀ خندا شو، ويل يې تهٔ رشتيا وايې، د ژوند څيزونه پۀ پښتنو خرڅول ډېر ګران کار دی او ډېر لوی زړۀ غواړي.  کرن خان هم ليونی دی چې پښتنو

Khpal Atalan Opejanai. Book About Pashtun Heroes

 Pukhtana Attalan Opejanai, Know About Your Heroes. Pashtoon Heroes, Pukhtana Atalan Book. Khpal Attalan Opejanai Author. Ayaz Yousafzai Book Review By Waqas Yousafzai په داسې وخت کې چې نړۍ د نور قومونه د جدید ساینس او ټنکالوژۍ سره وابسته دي او دیخوا یو قوم پښتون چې زیاتره وګړي یې د خپل تاریخ څخه ناخبر دي. نور قومونو د جدید ساینس او ټنکالوژۍ په واسطه خپل مړ تاریخ راژوندی کوي او پښتانه لګیا دي؛ پخپل ژوندي تاریخ خاورې اړوې کوم پښتانه چې د خپل تاریخ څخه ناخبره دي' د هغوي خو ګیله نۀ ده پکار! ځکه چې هغوي ته د سهي تاریخ لوستو موقه نۀ ده ترلاسه شوې او یا په دې موضوع کې څۀ دلچسپي نۀ لري. که لږه ډېره لري هم!' نو داسې کتابونه نشته او یا ډېر کم دي چې په پښتنو اتلانو دې هر اړخېزه رڼایي اچولې شوې وي خو ستونزه په اصل کې ځینو تش په نامه پوهانو جوړه کړې ده. ما په ټولنیزو رسنیو د څۀ وخت راهسې ولیدل؛ چې دهغه پوهان په لږ سیاسي اختلاف کې دومره هور ته تللې دي' چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ بطور رشخند یادوي! څوک د پیر روښان او فقیر ایپي له د موجوده ملا اومر سره تشبېح ورکوي، څوک بیا خوشال خان خټک ترک بولي او

Zama Daghestan by Rasul Gamzatov. Mera Daghitan In Pashto

Pashto Translation of My Daghitan, Mera Daghestan by Rasool Hamzatov Or Rasul Gamzatove. داغستان دی کۀ پښتونستان دی ليک:  فضل اشنا  Zama Daghestan. Pashto Translation Of Mera Daghistan or My Daghitan of Rasul Gamzatov.               شلمه پېړۍ د انقلابونو مور بلل کيږي، هغه انقلابونو چې بنسټ يې نشنلزم وي، نو ما څراغ پسې واخيستی چې د شلمي پېړۍ د دغه زامنو شجره معلومه کړم، د انساني ژوند د آغاز څخه بيا تر زراعتي ژوند پوري او بيا له هغه ځايه تر صنعتي ژوند پوري، د عقيدوي سامراجيت څخه تر امپراليزم او نظامي ديکتاتورۍ پوري، بيا 1789 د لومړي انقلاب فرانس څخه دروس د اکتوبر 1917 تر انقلاب پوري، مي شلمه پېړۍ د نيشنلزم په هنداره کې د مطالعې په سوب وکتل، د قام شناخت او بنيادي شرائط، جغرافيه،کلتور، ژبه، فولکلور، نفسيات، اقتصاد، تاريخ،ادب او سياست مې مطالعه کړه خو د نورو قامونو په څېر ډېر جوس او خوند په رشين يا روسي نيشنلسټ لټريچر کې دی   په روسي لټريچر کې مي ډېر کتابونه د ګرانوف، ګراشيف، کې کې ماياروف، وولکوف کې، ګيورو ګيان اي، ميخايلينکو، سويتزاروف او رسول حمزاتوف کتابونه  په انګريزي اردو او پښتو ژبو