Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Malang Jaan Ustad

Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day. Lyrics

Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day. Lyrics Of Malang Jan. خاوره يې د سرو ده هر يو کاڼی يې مرجان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دې کې اپريدي اوسي دې کې اورکزي اوسي دې کې دي خليل مومند دې کې يوسفزي اوسي دې کې مموزي اوسي ، ددې خوړل ډېر ګران دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دا د خوشحال خان ګلشن دا د ميرويس خان ګلشن دا د در يا خان ګلشن دا د ايميل خان ګلشن باسي ترېنه زاغ زکه، ماليار يې باچا خان د زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دې کې ښه زلميان اوسي دې کې شنه زمريان اوسي دې کې ښه خانان اوسي دې کې نوابان اوسي دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې په لړزان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی خدای دې باجوړي لري خدای دې چترالي لري تل دې وي وزير مسيد خدای خو دې ساپي لري خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی ( ملنګ جان ) Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day.  Lyrics Of Malang Jan Pashto Poetry. Malang Jan Ustad Nazam.  Khawra Ye Da Sro Da Har Yaw Kanray Ye Marjaan De. Pukhto Nazam By Malang Jan Ustad. Poem