Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pedia

Dr. Shukria Alkozai Killed In Kabul. Who Was Shukria Alkozai?

Dr. Shukria Alkozai Killed In Kabul. Who Was Shukria Alkozai?  د خیرخانې د ۱۰۲ بستریز روغتون د نسایي ناروغیو متخصصه ډاکټر شکریه الکوزی د پنجشنبې په شپه هغه مهال له خپل کور څخه وتښتول شوه چې درې ښځې چې یوه یې د ناروغتیا ښکارنده وه، د الکوزي کور دروازې ته ورغله او ورته یې وویل چې موږ ناروغه لرو، مونږ سره  لاړه شه تر روغتون پورې  او له موږ سره همکاري وکړئ  د ډاکټر شکریه الکوزۍ له ورکې درې ورځې وروسته د کابل په قصابه سیمه کې مړی وموندل شو د هغې يوازينۍ ګناه همدا وه چه پر وطن مئينه وه،او د ناروغانو خدمت يې کولو. روح يې ښاد  شهادت يې قبول شه By Wajid Noori. ډاکټر شکریه الکوزی سره مې دوه ځله مخامخ لیدلي ؤ. د نسایي ولادي نامکښه، قابله متخصص وه، ښایسته نرمه دري ژبې لهجه یې درلوده، نن خبر شوم چې د ستم نړۍ نه یې راحلت کړئ. په ظالمانه ډول شهیده شوی مسلکي ډیر درنښت یې راکړی وه، په مقابل یې ورته باقي پاتۍ شوم. په ذهن کې مې وسواسې خپرې دي، همدا انګیرم لکه چې سکه خور مې شهید شوي وي. رب دې ټولۍ کړې ستړیاوې، خدمتونه قبول کړه، شهادت دې مبارک شه. دوکتور صیب اوو جنتونو پیرزوینو درته غواړم By Azat Ullah Zal