Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Movies

Pashto Film Industry and Vulgarity and Sexual Nudity.

Pashto Film Industry and Vulgarity and Sexual Nudity. By Ghazal Momand تېره ورځ مخې له د پښتو د فلم يؤ دوه منټه کلپ راغلو ، چې خاوند پکښې خپلې  ښځه ته فرمائي "ښځې راځه چې کوټې ته شو چې دا بله مامله وکړو" زۀ نۀ پوهېږم چې دوي خلقو ته پۀ داسې ډايلاګونو څۀ پېغام لري ــــــــــــ  بله داچې کۀ ستاسو پام وي د پښتو فلمونو کې هر وخت يا ښځه چا سره تختېدلې وي، يا پکښې چا قتل کړے وي، يا پکښې د خپلو مشرانو نافرماني شوې وي، او داسې پسې ځه او نومونه ئې هم داسې وي لکه "جنګ"قتل عام"بدماش"شرابي"بد عمله"خان پۀ نشه کې دے"تکبر"تور داغ" او داسې پسې ځه او پۀ تېره تېره پکښې د ښځو لباس هم مکمل انګريزي دے چې د پښتو کلتور سره هېڅ تعلق نۀ لري ــــــــــــ  وس تاسو اوائې چې پۀ داسې فلمونو مونږ د پښتنو ځلمو، تور سرو او ماشومانو تۀ او بيا بهر نړۍ ته څۀ پېغام لرو؟؟؟ ولا وس کوم غم وژاړو ملائيت راټنګ کړو کۀ شاعري د قام پۀ ستونزو او د وخت پۀ ضرورت وکړو، او کۀ دې نورو قېصو ته پرتوګ وکړو ،  او کۀ څۀ وايو هر سړے به وائې تۀ خو ملا سړے ئې ستا پې څۀ خپل ذکر و اذکار کوه،