Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sahib Shah Sabir

Pashto Love Poetry 2022.

Pashto Love Poetry 2022. Pashto د يارانې لوزونه مه ماتوه  مه کوه مه ; ګلونه مه ماتوه  ګله بې ځايه سترګې مه خړوه  هسې زمونږ زړونه مه ماتوه  د احتساب وختونه تلي ساقي  يريږه مه جامونه مه ماتوه  زمانې مه چيړه د زړونو سره  د محبت ملکونه مه ماتوه  قاصده هيرې قيصې مه يادوه  د زړه ورغلي ورونه مه ماتوه  د شيرينې شرطونه پيژنې فرهاده هسې غرونه مه ماتوه  ستا زنځيرونه ماتېدونکې نه دي صابره ! خپل لاسونه مه ماتوه  💔 آوستاذ اوراښاد صاحب شاه صابر Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe.

 Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe. هغه مستی، هغه غورځنــګــــ نۀ کـــوی سترګې دې اوس دَ مینې جنګ نۀ کوی دَ پېغلتوب دَ مستۍ خېـــر خو دی وی بنګړی دې شور نۀ کوی، شړنګ نۀ کوی زمونږ دَ ښار ښاپېــــرۍ اوښې پیــــری زمونږ دَ غــــــرۀ غاړې لونـګـــــ نۀ کوی هغه هم ستـــا دَ بڼــــــــو وبږنېـــــــږی چې دَ سنګزنو تُــــورو څنـــــګ نۀ کوی مونږ پۀ دې لاره بلها وینې تــــوې کړې خو هسې نۀ رڼېـــــږی، رنــګــــ نۀ کوی دَ محبت پۀ سینــــد وینځـــــلی زړونه پۀ خیرو نۀ خړېــــږی، زنــګـــــ نۀ کوی صابــــــر دَ مینې دَ نــشــې اموختـــــه پۀ صابر بنګــــ نۀ لګی، بنــګـــــ نۀ کوی ګران صابر صاحب #صابرہ Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe. Sahib Shah Sabir Pashto Lines. Pashto Ghazal By Sahib Shah Sabir. Pashto Times Pashto Sms Poetry 2022 and 2023. 

Hagha Yaraan Kho Ba Zama Na Khamkha Khafa We. Sahib Shah Sabir Pashto Songs

 Hagha Yaraan Kho Ba Zama Na Khamkha Khafa We. Sahib Shah Sabir Pashto Songs. Ghazal. Pashto. Singer. Karan Khan چې په دروغو خوشحاليږي په رښتيا خفه وي هغه ياران خو به له ما نه خامخا خفه وي زما خوږمن له مانه لرې په صحرا دېره دی زما په کلي کښې څوک نشته چې په ما خفه وي هغه سړی څۀ عجيبه، عجيبه ټوقې کوي ما اورېدلي چې زما خفه، په ما خفه وي د پېښور په ښار بلا شوې چې اوسې په کښې زړۀ به دې تنګ وي په وجود کښې به دې ساه خفه وي د مرغو شور په کومه لاړ مرغۍ په کومه لارې؟ بڼونه ختم شو سحر خپه هوا خفه وي مينه به کوم کوم زړۀ ساتي څومره ناکام به کوي دا خو دنيا ده د سړي نه به دنيا خفه وي دا د ازار په ډېرۍ وختل ازار به مومي چا چې نن جنګ وکړو، دا خلق به سبا خفه وي زۀ د زړۀ منمه، خو څۀ خبره ومنمه دغه دی ستا نه مرور دی خو په تا خفه وي څۀ لېونی دی چې په يو ځای کښې خوشحاله نه وي صّابر په ښار کښې مرور وي په صحرا خفه وي ____ غزل ____ صاحب شاه صابر قامتونه قيامتونه (۳۲۸،۳۲۹/328,329) Pashto Times Pashto Poetry, Pashto Lyrics Pashto SMS, Pashto Poetry Text. Pashto Sad New Poetry. Pashto Attitude Shayeri. Trending A

Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama

 Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama جې په تيارو کښې د رڼا د زړۀ خبرې کوي دا سړے څوک دے چې زما د زړۀ خبرې کوي ° اوس سړے داسې په اسانه سړے نه پېژني  خلق هوښيار شو په خطا د زړۀ خبرې کوي ° چې د رڼا او د رنګونو موسم پېژني څوک باران ته ناست دي د برېښنا د زړۀ خبرې کوي ° څوک چې د جنګ وايي د جنګ د زوره نه دي خبر دا لېوني دي د بلا د زړۀ خبرې کوي ° دا چې په مونږ او زمونږ مينه پورې ټوقې کوي دا څوک! د کم ځاے دي؟ دا د چا د زړۀ خبرې کوي ° اوس څوک رښتيا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس ياران يو بل ته په غلا د زړۀ خبرې کوي ° مدام سنګسار وي په صّابر غريب مې زړۀ هم وسوځي څومره ساده دے په رښتيا د زړۀ خبرې کوي  ________ صاحب شاه صّابر قامتونه قيامتونه  (۳۳،۳۴/33,34) Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kawe. Pashto Times Pashto Poetry Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry In Text For SMS. Pashto SMS Text. Pukhto Naway Sherona. Ghazal Pukhto

Best Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry Pukhto Ghazal

Best Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry Pukhto Ghazal 2023 د ردې کفـــــر کلمـــــې ورځي خلقو له څۀ بلا قيصې ورځي مونږ کۀ ګناه وکړه خو کفر به وي شېــخ کۀ ګناه کوي توبـې ورځي‌ د واعــــظ هره فلســــفه د فســــاد واعظ له نور څۀ؟ خو فتنې ورځي د محتســب په توبــه مۀ تېر وځه ځي ميخانې ته خو د شپې ورځي هغوي په هر موسم کښې‌ سپین سپیڅلي هغوي له هر رنګ قصيدې ورځي سړی چې وځـي د رنا په لټــون مخې له څۀ نا څۀ تيارې ورځي هغه زمونږ ‌د زړونو غــلا پېژني  هغه له ناز ورځي نخرې، ورځي _________ صاحب شاه صّابر د صاحب شاه صابر کليات (۳۹۹/399) Best Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry Pukhto Ghazal. Pashto Times pukhto Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Ghazal Lyrics Of Sahib Shah Sabir. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto P

Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023

 Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023 د پرهرونو ژبې ګونګې ښه دي  د سترګو توري چې خبرې کوي د خلکو يره يې په سترګو کې وي  چاپېره ګوري چې خبرې کوي  د چنار سيوري له هيبته رپي  د بڼو سيوري چې خبرې کوي  د انتظار مزه په هغه شپه وي  شوګير او ستوري چې خبرې کوي صاحب شاه صابر Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023. Pukhto Shayeri. Pukhto Lines. Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Qamatona Qeyamatuna. Pashto Times Pashto Blogs. "Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book.

 Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book. راځي د ځان سره رڼا راولي سپرلی‌ قسم کړی چې تا راولي دا چې په کلي نفرت خوروي دا خلق کلي ته بلا راولي ما د ارمان په خوله باور کړی و ما وی چې تا به رښتيا راولي زما نه غم د محبت هېروي زما خوږمن ما له خندا راولي زما د زړۀ د پرهر څړيکه، څړیکه تا يادوي ما له ژړا راولي مونږ چې ډېوه د محبت بلوو وخت مهربانه شي هوا راولي څوک به ستا نوم د چا څنګ پټوي؟ څوک به سپوږمۍ کور ته په غلا راولي سپرلی، ځواني او لېوني خيالونه  ياد يې د ځان سره دنيا راولي دا د شعور په شرعه مخکښې تلي دا قافلې به څوک په شا راولي ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ  ما د بڼو سيوري له بيا راولي دومره څۀ يو بل خو به وپېژنو سپرلی به دومره څه رڼا راولي څنګ د واعظ خبره ومنه  دنيا به څنګه څوک په شا راولي نور دې څوک نۀ ژاړې چې نه ژاړمه دلته چې څوک ژاړي، ژړا راولي د چا خاطر وي د چا غم صابره تا مېکدې ته خامخا راولي ____ صاحب شاه صّابر قامتونه قيامتونه  ۳۱۳،۳۱۴/313,314 Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book. Poet. Sahib Shah Sabir Saib Genre. Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal Book

Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi.

 Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi. Poet. Sahib Shah Sabir چي په تیارو کي د رڼا د زړه خبري کوي دا سړے څوک دے چي زما د زړه خبرې کوي اوس سړے داسي په اسانه سړے نه پیژني خلک هوښیار شو په خطا د زړه خبري کوي چي د رڼا او د رنګونو موسم پيژني څوک باران ته ناست دي د برښینا د زړه خبري کوي څوک چي د جنګ وایی د جنګ د زوره نه دی خبر دا  لیوني  دي  د  بلا  د  زړه  خبري  کوي دا چي په مونږ او زمونږ مینه پوري ټوقي کوي دا څوک د کوم ځاے دي دا د چا د زړه خبري کوی اوس څوک رښتیا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس یاران یو ته په غلا د زړه خبري کوی مدام سنګسار وي په صابر غریب مي زړه هم وسوځي څومره ساده دے په رښتیا د زړه خبري کوي پروفسر صاحب شاه صابر The Late Sahib Shah Sabir, Pashto Progressive Writer And Poet. He Was holding Ph.D Degree In Pashto Literature.

Nazam. Da Hagha Kali Na Raghali Melma, Waya Da Hagha Kali Hall Sanga de?

Nazam. Da Hagha Kali Na Raghali Melma, Waya Da Hagha Kali Hall Sanga de? Poet. Sahib Shah Sabir د هغه کلي نه راغلې مېلمه! وایه زما د لالي حال څنګه دی؟ چېرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه؟ څوک يې په ښه بده کې ستايي که نه؟ زما غزلې خو ترې هېرې نه دي؟ د خپل ښایست سندرې وايي که نه؟ ريښتیا زما هغه یاران څنګه دي؟ د محبت په لاره سم دي که نه؟ د غیرت اور خو يې مړ شوی نه دی؟ په مینه هغسې محکم دي کنه؟ (صاحب شاه صابر) Nazam. Da Hagha Kali Na Raghali Melma, Waya Da Hagha Kali Hall Sanga de? Pashto Times. Pukhto Ghazal 2022. Lyrics Of Sahib Shah Sabir. Pashto Singer and vocalist Kiran Khan. Rekhtia Zama hagha Yaran sanda di? Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. Pashto Language Poetry By Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Nazam, Waya Waya Mula Jana. Mula Jan By Ghani Khan Baba. Pashto Times Pashto Blogs

Staray Stomana Che Da Kara Razam. Pashto Ghazal Sahib Shah Sabir

 Staray Stomana Che Da Kara Razam. Pashto Ghazal Sahib Shah Sabir ستړے ستومانه چې له کاره راځم تا يادوومه چې په لاره راځم د ارمانونو پنډ په سر راوړمه کور ته چې هر ماښام له ښاره راځم د کلي ډېرې لارې ډېرې کوڅې په دے کوڅه د چا لپاره راځم د ميخانې دروازه مۀ بندوئ يارانو زۀ به له روزګاره راځم ارواښاد صاحب شاه صابر Pa Sada Sada Rekhtia Rekhtia Khabaro Da Sabir Sara Da Dero Dukhmani da

Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry

 Sahib Shah Sabir. Noor Me Da Stargo Khwaghedo Sook Di. Pukhto Shayer 2022 نــور مې د ستـرګو خوږېدو څــوګ دي  زمـــا بغــېر ستا دبڼـــــو څــــوګ دي  زمــا د زړه پــه اور کـې زه دېــره يـم  پــه ما د زړه د ســــوزېدو څـــوګ دي  زمــوږ د شپې شوګيرې هسې عادت  ګنــې زمــوږه د راتلـــو څـــــوګ دي  دلــته کې هر سړى خپـل غم اخيستى  دلــته د بـل د غـــم د وړو څــــوګ دي  لا خــو دې نــه ګيږي بــــاران د ميـــو  لا د نشې څـوګ دي د څښو څـوګ دي  د منـــزل نښې تــه به څـــوګ ورسي  پــه ګرانــو غرونـــو د ختــو څـوګ دي  صابره مـــوږ د ژونــده څــه خبـر يـــو  مــوږ ته د دې کتـاب لوستــو څـوګ دي  صاحب  شاه صابر  🍁 _Awwww 🍂 Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry

Two Lines Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir

 Two Lines Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir ورېځې راغلې مېخانې ته ځمه خدايه! توبه مې ده توبه ماتوم ساقي په سترګو کې نشه راکوه پياله دې سر وخوري پياله ماتوم  صاحب شاه صاؔبر

Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Sahib Shah Sabir Ghazal

 Ghazal. Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir ډاکټر صاحب شاه_صابر   په غزل او په سندره نه پوهېږي يار ده سره په خبره نه پوهېږي ماته وايي چې زما په رضا ګرځــه  پوهوم ي خو کافره نه پوهــــ ېږي چې په کوم لورې مخ واړوي ملک وران کښې  پـه خــپل زور خــو زوروره نــه پـوهـــــــېږي ما ده مينې په راز څو څو ځله پوۍ کره خو ده حــسن جادوګـره نــه پــوهــــېږي که رښتيا وايې بهر ده سړيکې ســه دي چې وځـي مـې ده پـرهـره نــه پـوهېږي ده هنر په جامه پټ قامونه شته شو پښتـنو اغوسـتې زغــره نـه پوهـېږي ځينـې خلـــک ده ازلـــــــــه زورور وي ځيـنې خلــک بې ده شـــر نـه پوهېـږي چې زما يقين يې يره ورکه نه کړه ترهېدلې ده، اوتره نه پوهېـــــــږي دا په سه نشه کښې داسې لېونۍ ده  چې پرېوځي ده کمره نه پـوهــــېږي Sahib Shah Sabir Ghazal. Pukhto Ghazal by Sabir. Ghazal. Pa Ghazal Aw pa Sandara Na Pohegi. Yaar da Sara Pa Khabara Na Pohegi. Pashto Ghazal Poetry of Sahib Shah Sabir 2022 Pashto Poetry By Sahib Shah Sabir

Zama Ashna Na shway. Sahib Shah Sabir Ghazal

 Ghazal. Pukhto Lyrics. Zama Wajood Shwe, Zama Sah Na Shwe Zama Ashna Na Shwe, Zama Ashna Na Shwe. Poet. Sahib Shah Sabir Singer. Aqal Mina. Also by Kishwar Sultan Apa پښتو غزل. زما اشنا نه شوي صاحب شاه صابر زما وجود شوې زما ساه نه شوې زما اشنا ،، زما اشنا نه شوې ما ته خپل ځان او ځان مې ته گڼلې ته د خپل ځان وې ته د چا نه شوې ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم مخې له راغلې وارخطا نه شوې زه وسوسو په مخه واخيستمه تا شونډې پرانستې گويا نه شوې زه دې الفت ته ملامته کړمه د يار بلا زما بلا نه شوې سترګې يې بيا هم پښتنې وې کنه بې وفا شوې خو بې حيا نه شوې مينې منمه چې د هر ازمېښته زه وروستو نه شوم ته په شا نه شوې زړه د بلا ښېرو مې اووينځلې خو د وهمونو نه صفا نه شوې تا د صابر لېونتوب څه؟ وليده ته د صابر د زړه سودا نه شوې Pashto Times. Poetry and Song Lyrics. Ghazal. Pukhto Lyrics. Zama Wajood Shwe, Zama Sah Na Shwe Zama Ashna Na Shwe, Zama Ashna Na Shwe. Poet. Sahib Shah Sabir