Bakht Zada Danish Nazam, Jo Za Tata Zaan Dar Sparam. Pashto Poetry نظم ”جو زه تاته ځان درسپارم .“ ستا نه زار شمه خالقه په تخلیق دي بلها ویاړم خو دا احسن تقویم دي ده رنړا ځني منکر دي په وړه وړه خبره د تقویم کرخي ورانیږی دا د نور نه جوړه خاوره دومره ډیر زر رنګ بدل کړی چي انسان په دا شکی شی چي د نور مانا نو دا ده ؟ محبت رنځور غلام دي په پخه کاسیره کیږی هر خایست د سوال نشان شو چي په مصر کي نیلام شو د ښار ښځو ګوتي پریکړي ستا د شان کوڅي ګواه دی خو ښایست دي زندانی کړو د تهمت داغونه وینځی پاچاﺉ ي منتظر ده ازمویني نه ختمیږی دحسن بدل لا پاتي د حسین وینه ګواه ده خلک ځان وهی لګیا دي ماتمونه هم پیشن شو ډوبه ډوبه خاموشي ده خوشمر اویذید خاندی عجیبه مسلمانی ده قاتل هم په خداي مین دي مقتول هم د چا نیازبین دي زه د ذات د حد نه لري ستا د خیال غیږه کي پروت یم څاڅکي څا څکي نور راپرویت ما په لپو کي راټول کړو...