Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Moor

Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam.

Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam. #مور  زه د هغه لال زه د هغې د سترګو تور ومه  زه به د هغې په سينه تل وده نسکور ومه  اوس ئې ښکته ښکته د مزار کاڼو ته ګورمه  خاورو کښې هغه ده چې ئې زه د زړه هلال ومه  هغه لال شو خاورې چې ئې زه وړوکى لال ومه  لاړمه آسمان ته ما وې اى د جهان مور سپوږمۍ  زور د مرګى زيات دى که دى زيات د مينې زور سپوږمۍ ! اورى په لحد کښې څوګ د سوى زړګى شور سپوږمۍ ! موټى خاورې څنګه پټ د حسن يو جهان کړى  يو پوکى د باد دا چمن څنګه بيابان کړى  خله مې نه جوړيږي چې ظالم ووايم رحمان ته  خو مرګ چې د جهان بادشاه کړم څه ووايم ځان ته  ولې دروازه د علم لر نه شوه انسان ته  سيال ئې د ځان ولې کړم چې زه د خاورو سيال ومه  هغه لال مې څه شو چې ئې زه وړوکى لال ومه  غنی خان  Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam. Pukhto Shayeri, Pashto Poetry Nazam Moor. Moor Nazam By Ghani Khan baba. Learn Pashto Reading. Ghazal , Pashto Gane, Pashto Songs.

Moor Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Poem

Pashto Poem Moor. Poetry (Mother)  Poet Ghani Khan. Moor Nazam 08 May 2022. Moor Pashto Nazam 2023. کلام: خان عبدالغنی خان  نظم: مورى ګرچه خاورو کښې د ې پټ وجود ستا مورې  ماته يادې هغه شان ستا سترګې تورې مورې! ستا لاسونه مانه نه دى هېر چې تکلېف کښې به زما نه وو چاپېر ستا د خولې قصې يادومه هر ماښام د ګنجى د هره مونې د بهرام ستا وهل د بل د مېنې نه خواږه وو ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو يا چې ما به ډير خراب وکړل کارونه او بابا به لړزول مځکې آسمانونه ته به وې زما ملګرې زما مل او زما سلګو سره به تا ژړل مورې ياد دې ماته آ وړوکې ټال چې تا زه به زنګولم کال په کال ستا جوټې جوټې سندرې او خندا چې به ئې سپک لکه د باد کړو زړه زما يا چې ماته به له قسته شوې په قار زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار مورې ياد دې ماته واړه اخترونه چې به تا په ښکلى مخ کيښول خالونه په جګړو به دې زه کړمه پاک ښېسته ما به ځان کړلو په خټو ابته تابه ووهلم بيا به دې کړم ښکل په خندا به دې زما کنځل زغمل ماته ياد دې هغه شان ستا موسکې شونډې ماته ياد دې هغه شان مېلو ته منډې چې ماښام به ستړې کور ته راغلم زه ستا په غيږ په الله هو به ش