Kalabagh Dam, Technical Realities And Analysis. Amjad Shehzad کالاباغ ډېم تکنيکي حقايق يوه جائزه ۔ ۔ ۔ ۔ امجد شهزاد / (دا مضمون مې ډېر پخوا ليکلے ؤ، اول په ليکوال مجله او بيا د ځنو زياتونو سره په پښتون مجله کښې چاپ شو۔ ما پرې ډېره خواري کړې ده۔ ستاسو د لوستو او معلوماتو دپاره يې دلته خپروم ) / پښتونخوا کښې راغلو اوسنو سېلابونو دا خبره بېخي جوته کړه چې کۀ کالاباغ ډېم وې نو اوس به دَ دې سېلاب په صورت کښې مردان، صوابۍ، نوښار، چارسده، پېښور او دې سيمو سره جختې يو شمېر نورې علاقې په اوبو کښې لاهو شوې وے. دَ سېلاب نه پس په ځائے دَ دې چې دَ دې خبرې ادراک شوے وے چې کالاباغ ډېم دَ دې ملک او قوم دَ تباهۍ او بربادۍ منصوبه ده، دَ ځينو ناعاقبت اندېشه سياستدانانو او دانشورانو له اړخه دَ کالاباغ ډېم په حق کښې بيانونه راتلل شروع شو. متاسفانه په دغه خلقو کښې دَ پنجاب او مرکزي حکومت په ذمه وارو چوکيو ناست ځينې ښاغلي هم شا مل وو. خو دَ دوي دَ بيانونو نه دا خبره واضحه شوه چې کالاباغ ډېم دَ نورو ناوړه مقاصدو سره يو دا مقصد هم لري چې دَ داسې قدرتي افتونو په صورت کښې پنجاب بچ کړے شي او پښتونخوا غر...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.