Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Abdul Wahid Tekadar

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics. Singer Irfan Khan

Ogora Dab Dab Zama. Pashto Classic Song Lyrics.  Pashto Singer.  Irfan Khan Song Pashto Song. Ogora Dab Daba Lyrics. «چاربیته» شاعر: عبدالواحد ټېکدار (بابای چاربیته) *** وګوره! دبدب زما  سل مې په اردل کې ځي  سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي سل پکښې ریبارې ځي سل مې محلونه دي سل مې برجلونه دي سل په کې ډالونه دي سل پرې اوېزاندې کټارۍ دي؛ د غضب زما! وګوره دبدب زما سل دي جلادیان پکې  سل دي دورانچیان پکې سل دي نوکران پکې سل می لګیدلي خنجرونه په اوربل کې ځي سل مې په اردل کې ځي سل دي سهیلۍ زما  سل ګډې، چیلۍ زما سل پړي، سیلۍ زما سل مې کجاوي؛ د سلو سترګو راته دارې ځي سل پکې ریبارې ځي سل مې صفتونه دي سل مې نوبتونه دي سل مې جوماتونه دي سل مې شجرې دي، سل کتابه د نسب زما! وګوره دبدب زما سل مې سفیرۍ کوي  سل زمیندارۍ کوي سل مې نوکرۍ کوي سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کې ځي سل مې په اردل کې ځي سل مې ماشومانې دي سل پکې ځوانانې دي سل مې بوډۍګانې دي سل مې مخکې وروستو، سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي سل پکې ریبارې ځي سل په زړہ زخمونه مې  سل سل پرهرونه مې سل قسمه دردونه مې سل ځله غوڅېږي; زړهٔ نادان دی,