Khaloona, Khall, Tattoos In Different Pashtun Tribes. Making Tattoos By Pashtun Girls And Boys. History Of Tattoo In Pashtoon Girls تاريخي_يادښتونه📖 شين خال، د لرغونو پښتنو د ښايست معيار: 🔶نيمه پېړۍ وړاندي چي به کومي ښايستې نجلۍ پر مخ شين خال نه لاره، بدرنګه ګڼل کېده. فولکوريک تاريخ وايي چي افغان مېرمنو کي پر زنه، تندي او شونډو شنه خالونه ښځينه سينګار ګڼل کېده. د اسلام د راتګ وړاندي ساکانو پښتنو د واده تر مخه د نجلۍ پر مخ خال د ښکلا نخښه ګڼل کېده. تاريخپوه هيروډېټس وايي چي ساکانو٭ کي شين خال د شرافت او پاک لمنۍ سيمبول وو. خالونه چي د اوسني ټټو په شان شين رنګ لري د څو ستنو په يو څای کېدو وهل کېده چي له ويني کېدو وروسته به ئې د چلم اوبه پر تویولې تر څو ژر ورغېږي. ځيني مورخين په دې اند دي چي غلجو پښتنو تر نورو خالونه ډېر ايښوول، د پښتنو د بيلابيلو ټبرونو خالونه په لاندي ډول وه. 🔸هوتک: درې مثلث شکله خالونه ... 🔸توخي: يو خال پر تندي او پر زنه درې خاله .... 🔸ناصر: پر تندي يو خال او څلور خاله پر بارخو ... 🔸سلیمان خیل علي خیل او اکا خیل: د بادام په څېر ګڼ خالونه... 🔸تره کي: د تندي ...