Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai. غزل _ ممتاز اورکزے افغانـــــــــستان نه دې روژه اعلان، اختر اعلان شي د پښتــــــنو دې په خپل دين باندې باور اعلان شي په يو ساعــــت دې د خوښۍ او غم خبر اعلان شي نور دي اعـــــــــلان د کابل جان،د پيښور اعلان شي د مصـــــــــــــــــلحت له تقاضو نه انکار نه کوم خو د ورورولۍ اعلان دې وروره .ښه زړه ور اعلان شي زه يــــې په جار وايمه .،دا څه کفر نه دے خان جي چې ايـــــــــکي يو دې د خيبر او ماهيپر اعلان شي مــــــشرانو!! اوځنډوئ هغه ،چې ځنډ حق دے ورته خو څـــه چې زر اعلان ته اړ دي بايد زر اعلان شي اے اولـــسمشره! مونــــږ په خداے د تفاهم قايل يوو ارګ او جمـــــــــات نه دې زمونــــږه مقدر اعلان شي ملنـــــــــــګ ممتاز د بې نيــــازۍ په دماوند ولاړ دے پروا يې څه؟ که کم اعلان شي ،که کمتر اعلان شي ــــــــــــــــــــــــــــــــ ښاغلے ممتاز اورکزے ليک نېټه _ ۱۵ جون ۲۰۱۸ء Akhtar, Akhtar Elan She Pashto Ghazal Poetry For Eid By Mumtaz Orakzai. Pashto Eid SMS, Pashto Akhtar Mubaraki SMS, Akhtar Message In Pashto, Pashto
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.