Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Bakhtar

Ancient Pashtun Tribes, Pashtun Ancient Dynasties By Nazeefullah Nuzhat

Ancient Pashtun Tribes, Pashtun Ancient Dynasties By Nazeefullah Nuzhat «د لرغونې زمانې نه د پښتنو ملي واکمني او د پښتنو اوسنی ملي ناورین» لیکوال: نظیف الله نهضت *** وړومبی برخه / لرغوني پښتانه پښتانه د اصل نه اریایان دي، د هغوي اصلي ټاتوبی اوسنی بلخ دی، د تاریخي اسنادو په بناء اریایي قبایلو په بلخ کې خپل لوی مرکز او پلازمېنه جوړه کړه. پښتانه د هغۀ اریایي قبایلو یوه څانګه ده' چې په تاریخ کې د هنداو اریایي په نوم مشهور دي. دا نظریه د پښتون کلیمې او پښتو ژبې په تاریخي او لغوي څیړنې مبني ده علمي څېړنو دا ثابته کړې' چې د اریایانو لومړی مسکن د پامیر لوړې سوکې او د امو د رود سرچېنې دي' چې بیا یې په بلخ کې خپل مدنیت جوړ کړ. باختر نه هند ته د اریایانو مهاجرت د 2000 قبل میلاد نه تر 800 قبل میلاد پورې اټکل شوی. پښتانه د 5 زره کلونو نه زیات لرغونی تاریخ لري؛ پښتنو خونړې جنګونه، لوی کړاونه او ستر تاریخي عظمتونه تیر کړې دي، په تیر تاریخ کې هغوي په مختلفو نومونو یاد شوې، د پښتنو ټاټوبی پخوانی بلخ، پخوانۍ ګندهارا او د مورخ هیرودت په اند پکتیک او پښتونخوا نومیده، پښتانه د توکم له پلوه اریا