Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khan Zaman Kakar

Dr. Khan Sahib, Wali Khan, Police And Pashtuns.

Dr. Khan Sahib, Wali Khan, Police And Pashtuns. Muhammad Shehzad ولی خان بابا وائ چې یو ورځ په وزیر اعلی هاوس کې ومه چې باهر مې خیال شو نو یو کس دې چې کاکا ( ډاکټر خان صاحب) مرۍ ته یې لاس اچولې دې او پولیس د هغې کس مرئ ته لاس اچولې دې ، خو کاکا د پوليس والا مرۍ ته لاس اچولې دې .  زه ورغلمه او معامله مې رفع دفع کړه نو ما ترې پوښتنه وکړه چې دا څه وو ؟؟؟؟  وئيل یې چې دا دې کس څه اعتراض وو ، په هغې یې زما مرۍ ته لاس واچؤو او ګوره دې پولیس د دغې کس مرۍ ته لاس واچؤو . حالانکه دا خو زه غواړمه چې پښتون قام داسې ایغ نیغ شي او خپل حق په زور اخلی حواله : کتاب : باچاخان او خدائ خدمتګاری  لیکوال : ولی خان Dr. Khan Sahib, Wali Khan, Police And Pashtuns. Rights, Pashto Blog, Dr. Khan Sahib, Wali Khan Book Bacha Khan Aw Khudai Khidmatgari, Pashto Books, Wali Khan Book. Pashto Pedia, Info blog

Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal

 Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023. Da Cricket Loba. Khan Zaman Kakar. غزل // خان زمان کاکړ که خبر مې شو د روح له لېونتوبه مولانا د بلخ به نېغ راځي تر ږوبه لښکر ګاه د پنجابيانو پناه ګاه شوه د پښتون بدن په وينو شوه خړوبه د جانان د خوبولو سترګو ديد ته زه به پاته تر سهاره وم بې خوبه زه زغملی شمه هر منظر د حسن خو توبه د سترغليو له پړسوبه د سينو څلي هوار ساتې هوښيارې! نښانې د بغاوت ساتې سرکوبه د واده تصور خام وو، نفس دهوکه کړې شو دې ټول بدن خالي له پېغلتوبه ستا د شان د تقاضې خيال مې ساتلی پر ښايست باندې مې داؤ کړې زلميتوبه نه دې يار نه دې ديار شته دی هلکه! نوکرۍ کړلې محروم له سړيتوبه د کابل سقوط څه دومره پېښه نه ده اوس زده کړې پښتنو د کرکټ لوبه ۱ مارچ ۲۰۲۲ Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023. Da Cricket Loba By Khan Zaman Kakar Janoobi Pashtunkhwa. Pashto Times Pashto Ghazal 2022.

Shen Khalai, Kakarai Gharay. Kakari Ghara, Folk Pashto Songs Of Kakars.

 Shen Khalai, Kakarai Gharay. Kakari Ghara, Folk Pashto Songs Of Kakars. شین خالۍ ---------------- توره شپه ده توره خونه شین خالۍ نه ده معلومه توره شپه به خدای رڼاکړي شین خالۍ به خدای پیدا کړي که راځې درته ولاړیم ګلې ستا په انتظاریم نارې مه وهه درځم په ویالې ګوډې ډکوم مازدیګر دګودر غاړه شینخالۍ ده در روانه زه درځم نه ایساریږم ستا دیدن ته رارسیږم شینخالۍ ده در روانه زه درځم نه ایساریږم ستا دیدن ته رارسیږم Kakarai Ghara Tora Shpa Da Tora Khona Shen Khalai Na Da Maloma Tora Shpa Ba Khuday Saba Ki Shen Khalai Ba Khudy Pida Ki

Pekhawar. A Pekhawar, Pashto Poem By Khan Zaman Kakar. 2022

 A Pekhawara. Nazam By Khan Zaman Kakar پېښوره! ......خان زمان کاکړ اې پېښوره! د ګلونو د ښار ورځې لاړې اوس د ګلونو هديرې ته راغونډ شوی ښکارې نور د ځوانيو د مستيو په څپو کې نه یې د زندګۍ له سمندره په څنډ شوی ښکارې اې پېښوره، د سندرو د تخليق جهانه! د مرثيو دې تورې ورځې ته پېدا خو نه وې مسلمان شوی وې خو نه د خپل غرور په قيمت داسې په لومو کې پریوتی د ملا خو نه وې اې پېښوره! ته حساب ساتې، حساب دې کړی چې زما څو عشقه په تا باندې تاوان پاته دی؟ زه ستا له غېږې په تش لاس يم راوتلی هر ځل ستا په هر ګوټ، په هر سړک کې مې جانان پاته دی اې پېښوره! ستا د حسن د قربت په غرض د خواږه خوب په انتظار، په منډه منډه درتلم خو ستا د ښکلو مړوندونه ډک وو، زه لېونی هسې شوګير ته په تلوار، په منډه منډه درتلم اې پېښوره! اوس پوهېږم، تجربه مې شوې ستا د ځوانيو قامتونو ته دمې نه کېږي ستا ښکلي خوی د محبت د مروت نه کوي بخښنه غواړم، له ما هيڅ بې هيڅه شپې نه کېږي اې پېښوره! زه شکست منم، زه ماته منم زړه صبروم، زړه صبرول ښه دي، بخښنه غواړم تر دې ناکامو مينو، دې بې نتيجې ستړياوو ځان ته څه بل روزګار کتل ښه دي، بخښنه غواړم ۲۲ دسمبر

Kakar Pashtun Tribes. Kakaran Pukhtano. Pashtuns

Kakar Pashtun Tribes. Kakaran Pukhtano. Pashtun Tribes Kakar. پختون قبیلو میں سب سے قدیم قبیلہ غورغشت کے زیلی شاخ کاکڑ ہے جو اس وقت ہندوستان افغانستان اور پاکستان میں آباد ہے پاکستان میں کاکڑ قبیلے کا مسکن بلوچستان ہے جبکہ پنجاب اور پختونخوا میں بہی مالکانہ حیثیئت سے اباد ہیں  دیگر افغان قبیلوں کی طرح کاکڑ کا شجرہ بہی فرضی کہانی قیس عبدالرشید کے ساتھ باندھا گیا  ہے  لیکن کاکڑ قبیلے کی قدیمی شاخوں کے نام دیکھ لیا جائے تو معلوم ہوتا ہے کہ یہ پختونوں کی ہزارو سال قدیم قبیلہ ہے  کاکڑ کی  قدیمی .   شاخیں. .  تعرق.   سیراو. . .    دمر. .   . .  سین . . .   ماتی. .   سام  . .  اوپی. .   انج . .  سنجر . .  سوندن. .   کیوی . .  سنک . .  ستام. .   ہیکالون. .   چل کری. .  .   پتی. . .   انجران . . . .  تیمن . . . . .  کیدو . .   چرمی. . .   کرکرانو. . .   کوانوکی. . .   . .  بیدر . . . ترغر. .  وسیرا .  جدران یا جدرام. . .   سیراو. . .   غشتی .  . . . .  نئے اسلامی خیل میں مشہور  خیل   . . . .  تاجوزئ. .   موسی زی. . . .  عیسی زئ. . .   اسحاق زئ . .  حبیب زی. . .   اہفزئ. . . .   ادین زئ . . .  ا