History of Cricket in Afghanistan. History of Cricket In Kabul Afghanistan. 1910 افغان کرکټ؛ لنډه تاريخچه: د افغانستان د کرکټ که اوسنی پرمختګ حيرانونکی دئ، پيلېدل ئې هم تر دې کم نه دي. څرنګه چي کرکټ يوه انګليسي لوبه وه، افغانستان کي خلګ هغه وخت ورباندي خبر سول چي انګرېزانو په لومړي ځل پر افغانانو يرغل وکړ [۱۸۳۹-۱۸۴۲ع] او دغه لوبه به ئې د #کابل، #جلال_اباد او #کندهار په خپلو انګرېزي کمپونو کي تر سره کوله، خو کله چي انګرېزان له افغانستان څخه ووتل، د کرکټ لوبه هم ورسره ختمه سوه. خو دې لوبي وروسته هغه وخت عامه بڼه واخیستل چي د #امير_عبدالرحمن خان په وخت کي انګرېزي ماهرينو په بيلابيلو ادارو کي کار پيل کړ لکه ماشين خانه، روغتون او نور... ډېر ژر دې لوبي د امير عبدالرحمن خان د شاهي کورنۍ زړه هم خپل کړ او د امير مشر زوی [حيب الله خان، وروسته #امير_حبيب_الله_خان] به هر مازيګر د ارګ د انګليسي ډاکټرانو سره د کرکټ لوبه کوله. کله چي امير حبيب الله خان امير سو؛ کرکټ د ارګ تر څنګ په باغ بالا [اوس د پل تخنيک انسټيټيوټ] د عامو ښاريانو او انګريزي ماهرينو په لوبو واووښت. د امير حبيب الله د دورې نامتو...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.