Skip to main content

Posts

Showing posts with the label English Translations Of Ghani Khan Poems

Ghani khan poetry in pashto text.

Ghani Khan.Poetry In Pashto Text.  Ghani Khan Baba Pashto Shsyeri. Waya Waya Mulla Jana Naxam by Ghani Khan. وایه وایه ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول . که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږ دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښتیږی منګوټی که دا ارټ دی څه ‌‌‌‌‌‌ډکیږی څه تشی

Who Was Great Pashto Poet And Philosopher Ghani Khan Baba.

Who Was Great Pashto Poet And Philosopher Ghani Khan Baba?  Biography And Works Of Ghani Khan. Topic. Ghani Khan Biography  Write 7000 Words About Pashto Poet Ghani Khan Baba Ghani Khan Baba, also known as Ghani Khan, was a Pashto poet, philosopher, and political leader from Pakistan. He is considered one of the most influential figures in Pashto literature and culture, and his poetry and teachings continue to be studied and celebrated today. Ghani Khan was born in 1914 in Utmanzai, a small village in the North-West Frontier Province (now Khyber Pakhtunkhwa) of British India. He was the son of Bahram Khan, a prominent Pashtun leader and poet. Ghani Khan received his early education in Utmanzai, and later went to study in England and Egypt. Ghani Khan's poetry is characterized by its deep spiritual and philosophical themes, as well as its focus on the plight of the common people. His poems often dealt with themes of love, faith, and the struggle for freedom and justice. Ghani Khan&#

Ghani Khan About Types Of Women And Wives. Pashto Nazam

Ghani Khan About Types Of Women And Wives. Pashto Nazam  غني خان د ښځو قسمونه بيانوي چاله شـــراب ورکړی چاله ســرې ویــنې د جام چـــالــه خـــــربـانــو د پـاره چــالـــه ګـــل انـــدام څــوک پـــه ادیـــله بانـــدِ پـری د ماچین واخلی څـــوک پــه چواړئ پـــسې دنیــا کانــدی تمامه چـــاله خــــه څــــربــــه خـــوږه بـــوجئ لـکه د ګړې چـــالـــه یـــخه پــــخه شیـــخ ړوکـــئ د اوبو مړې چــــالــــه د لـــــولـــکــې په شان چسته اؤ رنګینه چـــالـــــه د ګـــونـګټـــې پـــه شــان توره اؤ مهینه چــــالـــه قتــقتـــئ کـــوکـــاری کـــړکـــه زړه چرګه چـــالـــه غـــونډه مــونـډه مستــه تکه سپینه ګرګه چـــــالــــه داســـې ستـــغـــه لـــکـــه اوچـــه بکیاڼه چــــــالـــــــه ډوبــــه مســـتـــه لــکه نوې دوک بیاڼه چــــاکـــره صـــابــــره کـــورودانــــه درنـــــه مــــیښه چـــاکــــره سیـــمه کؤترئ په هر چا چې شوه پیښه چـــــاکــــــره چــــلــۍ د چــــلــي لــــور بـــده مـــکاره چـــــــاکـــره کــمتــره چـــې هــم ښــځــه وی هم یــاره چــــالـــه زړه خـــــره بیــخـــونــده بـــې نـــو

Imam Hussain AS Marsia. Ghani Khan Pashto Marsia

Imam Hussain AS Marsia. Ghani Khan Pashto Marsia. Imam Hussain By Ghani Khan Baba. Pukhto Noha Imam Hussain د حسین علیه سلام په یاد کې د غني خان مرثیه  یو په دار، یو د اور منځ کې، حسن ولید د دلبر بې ګناه یو په صلیب شو، د اغزو تاج یې په سر ستا دپاره اې حسینه، دغه سپین تیغ د شمر هم ایمان دی هم نرتوب دی، هم قسمت دی هم باور اې دمېنې بل مشاله، رڼا راغله د سحر دا د قهر طوفان راغی، که یزید سره لښکر ګوره، ګوره پاکه ربه، عجیبه میدان د جنګ دی یو خوا زور توري صفونه، بل خوا تش د حسین ننګ دی یو خوا زور، غرور او حرص، قت په قت او څنګ په څنګ دی بل خوا یو مئین ایمان دی، مستانه او په غورځنګ دی ربه وګوره فرعون نن بیا موسی سره په جنګ دی عجیبه شین زمری دی، هم بادشاه دی هم ملنګ دی یو خوا سترګې دې د کاڼو، هر ضمیر خوړلی زنګ دی بل خوا وړوکی خوار ټولی دی، مري د تندې په ساه تنګ دی د هر یو نظر کې ګوره، نرتوب څه چې لیونتوب دی د ادم د شان قیصه ده، کلک یقين د سړیتوب دی دامغروره فرعون ناست دی، که یو مست ببر حیوان دی یخ بې رحمه چمچمار، چجه شوی په ډیران مري د تنديې وهي لتي، ړوکي ړوکي ماشومان چارچاپیره ترې ولاړ دي قطارو

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. «ګډې وډې» شاعر: غني خان *** مچ د زمري سترګې شوکوې, ماشی د اوښ وینه خدایه! ستا دا عجیبه دُنیا توره ده. کۀ سپینه؟ / مړ لسو ګیدړو ببرشیر په بونډۍ چرګه کړو سور شغال په پړانګ دی د غر څوۀ ښکار له ځینه / پریوځې چواړي ته؛ ځان ګاڼه په رتۍ زور کړي ښکلې ستا د ګوتو جوړه ځوانه نازنینه / ناسته ده د ډم د لندن لور په سور رېښمو کې لور د لوی شیر شاه یې په لاس دی لو له ځینه / مست مغروره سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. Da Ghani Khan Nazam Gade Wade, Gaday Waday. Pashto Sherona. Pashto Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Pedia Pashto Times, Ghazal

Janat Aw Dozakh By Ghani Khan Baba. Pashto Poetry By Ghani Baba.

Janat Aw Dozakh By Ghani Khan Baba. Pashto Poetry By Ghani Baba. ‎غنـی خان ‎په جنت او په دوزخ میں سه کار نشته ‎                        د دی دواڑو بره ما لیدلی لار ‎له جزا او له سزا نه بےپرواه یم ‎                  خو پوهیگم په فراق او په دیدار ‎که غمونه که فراق وی که دیدار وی ‎                    مستول کوی کنزل هم د دلدار ‎په خندا به شی غنی په لمبو سور ‎           په دی شنو سترگو که ستا پیرزو شو اور Janat Aw Dozakh By Ghani Khan Baba. Pashto Poetry By Ghani Baba. Da Ghani Khan Shayeri, Pukhto Sherona, Ghani Baba Nazam, Janat Aw Zozakh. Janat By Ghani Khan. ‎ Janat Aw Dozakh By Ghani Khan Baba. Pashto Poetry By Ghani Baba. Da Ghani Khan Shayeri, Pukhto Sherona, Ghani Baba Nazam, Janat Aw Zozakh. Janat By Ghani Khan. ‎

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula. Lyrics

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula Dari. Ghani Baba Kalam Lyrics. راشه راشه ساقي راشه درې درې ملا درې په ما باندې بدې لګې ستا پخې پخې خبرې غټه پګه دې شه خاورې، عجيبه ته ځناور ئې ته د مينې بې خبره ته د حُسن نه منکر ئې دا محفل دى د رندانو اخوا اخوا لرې لرې دشرابو د چښو نه دي ستا ترخې شونډې ببرې ورشه دغلته خيرات دى تاله ئې ټول ايښي دي لرې د ګنجئ په شان خوارې کړې ،په مرداره دې وزرې ساقي سترګو کې مسکئ شوه، بيا ئې د خيال کيښوې وزرې په تل مسته مسته راغله سرې پاپئ ئې د کوترې ستا اوؤه واړه جنته د دې يو د ناز بڅرې ستا څلويښت زره کتابه د دې دوه خواږې خبرې ستا وعدې اوږدې د حورو ،دلته سرې شونډې شکرې تاله قرض ژوندون درکړم دا راکوي په ملغلرې ماشوم نه يم چې جنت پريږدم ،ستا د سور دوزخ د يرې جانانه ميخانه درکړم واخلم ستا کندې کپرې ملا تا څکلې نه دې نرى سرئ شونډې کافرې ستا په غيږ کې ناستې نه دې د کالو ډکئ کوترې د جومات په چړچوبئ کې يادوه پردئ تور سرې ډک ګلزار کې ته ولاړ په ډيران لکه د خر يې وږې سترګې ،وږې خيټه ،بد قسمته بد نصيبه خيشت او مينې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه راش

Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam.

Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam. #مور  زه د هغه لال زه د هغې د سترګو تور ومه  زه به د هغې په سينه تل وده نسکور ومه  اوس ئې ښکته ښکته د مزار کاڼو ته ګورمه  خاورو کښې هغه ده چې ئې زه د زړه هلال ومه  هغه لال شو خاورې چې ئې زه وړوکى لال ومه  لاړمه آسمان ته ما وې اى د جهان مور سپوږمۍ  زور د مرګى زيات دى که دى زيات د مينې زور سپوږمۍ ! اورى په لحد کښې څوګ د سوى زړګى شور سپوږمۍ ! موټى خاورې څنګه پټ د حسن يو جهان کړى  يو پوکى د باد دا چمن څنګه بيابان کړى  خله مې نه جوړيږي چې ظالم ووايم رحمان ته  خو مرګ چې د جهان بادشاه کړم څه ووايم ځان ته  ولې دروازه د علم لر نه شوه انسان ته  سيال ئې د ځان ولې کړم چې زه د خاورو سيال ومه  هغه لال مې څه شو چې ئې زه وړوکى لال ومه  غنی خان  Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam. Pukhto Shayeri, Pashto Poetry Nazam Moor. Moor Nazam By Ghani Khan baba. Learn Pashto Reading. Ghazal , Pashto Gane, Pashto Songs.

Smiling Buddha By Ghani Khan The Legend. Pashto Blog Smiling Budha

Smiling Buddha By Ghani Khan The Legend. Pashto Blog Smiling Buddha. سمائیلنګ بدها  د غني خان سره به د چا د فلسفي په واسطه تړون وي، د چا به ورسره د ادب په واسطه تړون وي، د چا به ورسره د فن په واسطه تړون وي، د چا به ورسره د شعر او شاعرۍ په واسطه تړون وي او د چا به ورسره د لیکوالۍ په واسطه تړون وي، د چا به د تنقید نګارۍ په واسطه، هغه ډېر زوره ور ؤ، په هغی واسطه به د چا ورسره تړون وي او هغه به يې په زړه پوري وي زما خو هغه سره ډېره نزدې رشته ده. زه به ورته د زړه رشته ووایم، زه به ورته د مینې رشته ووایم، زه به ورته د خورولۍ رشته ووايم، داسې رشتې په دنيا کې رښتوني رشتې دي. زما خو رښتيا چې ډېره وړه شان جولۍ ده په ادب زه نه پوهېږم، د فلسفی نه زه نا واقفه یم، شاعري مې دومره خوښه ده چې د غني خان کتابونه وایم. تنقید کوونکي زه نه یم، نقاده زه نه یم، یوه ساده د پښتنو د کور د نغري د شکري د خوا ميرمن به ورته ووایم. حالاتو، حادثاتو او واقعاتو به زه را بهر کړی یقینا یم، زه د خپل چاپېرچل نه ځان نه شم ويستې نو هغې چاپېرچل په حساب باندې زه د هغې کورنۍ وړې وړې ټوټې راټولوم، وړې وړې خبرې، وړې وړې واقعې د غن

Sanga Malamat Za Pa Guna Shama, Ghani Khan Baba Ghazal. Pashto Sherona

Sanga Malamat Za Pa Guna Shama, Ghani Khan Baba Ghazal. Pashto Sherona څنګه ملامته زه په ګناه شم چې وس قسمت او تدبير د بل دى څنګه ستومانه زه په خندا شم خوب دى د بل او تعبير د بل دى زه یو تصویر یم د بل د ګوتو  بې زبانه خټه یم لاس د کلال کښې یا به قسمت وي یا به دوزخ وي او که وي دواړه نو ته رحمان یې! نشم  منلې نشم   زغملې چې ته جلاد یې او هم جانان یې؟ قسمت —- لټون The Legend Great Ghani Khan  Ghani Khan Baba Pashto Kalam. Sanga Malamat Za Pa Guna Shama, Ghani Khan Baba Ghazal. Pashto Sherona. Pukhto Shayeri, Shayeri, Sherona, Pukhto Kalam, Pashto Pedia Pashto Times. 

Ghani Khan Baba Sherona. Lewanay Falsafi Ghani Khan Baba. Pashto Lines

Ghani Khan Baba Sherona. Lewanay Falsafi Ghani Khan Baba. Pashto Lines. Lyrics Of Ghani Khan Poetry ‏او د مینې په میدان کې  سر بیلل جانان ته تلل دي د ا منډهئ د لیونو ده ټول بیلل هرڅه ګټل دي دلته ډوب په ړوکي جام کې د کعبې اوچت مینار دلته سا بیلل خمار دلته ځان موندل خمار ___غنی خان ‎ Tags And Keywords. Ghani Khan Baba Sherona. Lewanay Falsafi Ghani Khan Baba. Pashto Lines. Lyrics Of Ghani Khan Poetry. Pashto Poetry Lyrics. Latoon Book Of Ghani Khan. Best Of Ghani Khan Baba. Ghani Khan Poetry In Pashto Fonts. Pashto Pedia Pashto Times ‏او د مینې په میدان کې 

Pashto Two Lines Poetry. Ghani Khan, Khuday Aw Mula.

Pashto Two Lines Poetry. Ghani Khan, Khuday Aw Mula. Latoon د مًلا خبری خوشی  ‏معامله ستا او زما ده  ‏دا داستان د لوږی نه دی ‏دا قصه د عشق او سا ده غنی خان Tags And Keywords. Pashto Two Lines Poetry. Ghani Khan, Khuday Aw Mula. Latoon Da Ghani Khan Baba. Ghani Khan Baba Relation With God And Mulla. Pashto Two Lines Poetry. Pukhto Shayeri, Da Ghani Khan Shayeri. Ghani Khan Baba Sherona. Lewanay Falsafi Ghani Khan Baba. Pashto Lines. Lyrics Of Ghani Khan Poetry. Pashto Poetry Lyrics. Latoon Book Of Ghani Khan. Best Of Ghani Khan Baba. Ghani Khan Poetry In Pashto Fonts. Pashto Pedia Pashto Times

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di Explained. د غنی لټون لیک    -          محمد یوسف بونېرې                    مقیم کولالمپور ملایشیا                              دعا  سترګو د جانان کښې زما ښکلی جهانونه دی  وا دې  خله  دنیا  زه  وږے ستا د دنيا نه يم  تشریح             غنی خان په دې نظم کښې انسان ته د دعا د غوښتلو هنر او هدف تعلیموی او الله ته لاس په دعا دې او وائی ورته چې اې زما جانانه !!،خلق په دعا کښې ستا نه هر هغه څه غواړی کوم چې د دې دنیا او د هغې دنیا سره متعلق دی  یعنی دنیا او جنت .. خو زما د پاره دا جهانونه هیڅ حېثیت او اهمیت نه لری ولې چې زما په نیز ستا مینه د هر څه نه زیاته قیمتی ده او زه غواړم چې ته ما ته د مینې په سترګو کتل شروع کړې او ته بنده ته هله د مینې په نظر کاته کوې کله چې بنده د خپلو خواهشاتو حصارونه مات کړی او راوئې غورځوی کومې ته چې د دنیا مینه وائیل شی نو اې زما ربه ستا د مینې په خاطر ما دنیا د زړه نه او د لاسونو نه اوغورځوله ولې چې زه ستا د مینې وږې یم او ستا د دنیا وږې نه یم  ګوره د فقیر کچکول کښې تاج د سکندر دے پروت  زه  يم  د  سخ

What Is Manjeela? Manjeela Sa Ta Waye? Pashto Pedia

 What Is Manjeela? Manjeela Sa Ta Waye? Pashto Pedia. Explanation Of Ghani Khan Poetry Verse. Pashto منجیلا  څه ته  وايي  چي ادم خاؤرو کښې کښيني څه زرغُن کړي   منجيلا چې په دولت شي نو ښامار شي غني خان  Answer Of What Is Manjeela. يو پړی يا کپړه چې تاو را تاو شي هغې ته منجيله وئیل شي.ځوک چې په سر څه پېټی ږدي نو اول ورته منجيله په سر ږدي.دا عارصي طور هم جوړېږي او کورونو کښې پخې هم موجود وي.مار هم ځان منجيله کوي مطلب چې عاجزي اختيار کړي نو لوے مقام به حاصل کړي  او چې لکه د مار د خزانې نه تاو راتاو شي نو دا مال نۀ مار خوري او نۀ يې بل چاته خوړو ته ورکوي ،  دغسې بخيل سړے هم د دولت دپاسه لکه د ښامار منجيله ناست وي ، نګراني ، څوکيداري يې کوي نۀ يې خپله خوري ، نۀ يې خېرات کوي نۀ يې په خپل اولاد باندې خوروي ، نو دا مال نۀ دۀ ته فايده ورکوي او نۀ ددۀ اولاد ته اخر دے مړ شي او دغه دولت بل ته پاتې شي . دلته د شعر معني ده چه لکه مار د خزاني نه راتو شي او د پاسه پري پروت وي  نوکه کله چه مار تاو پروت وي هغه ته منجيله واي هسي خو که هر څه دي. او تاو وي هغي ته منجيله واي  خو دلته غنی بابا د آدم خبره کوي

Che me Zra Mast Wo Shonde Tawde Way. Ghani Khan Baba Nazam

Che me Zra Mast Wo Shonde Tawde Way. Ghani Khan Baba Nazam. Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Pukhto Shayeri, Latoon Da Ghani. ‎چې می زړه مست وؤ شونډې تودې وې ‎د زهرو شونډې به هم خوږې خوږې وې ‎چې می زړه ډوب شو شونډې مړې شوې ‎يخې د واورو په شان د حورو خلې شوې ‎چې می زړه مست وؤ دنيا وه مسته ‎ګلونه مست وؤ ليلا وه مسته  ‎چې می زړه ډوب شو دنيا بوډئ شوه ‎ګلونه مړاوى شو ليلا بوډئ شوه ‎جانانه ؛ شونډې ماته نزدې کړه ‎چې زړه می مست شى دنيا شى مسته ‎چې بيا سپرلى شى ګلونه سره شى ‎چې ځوانى ؤ دانګى خندا شى مسته📖🤍✨ Che me Zra Mast Wo Shonde Tawde Way. Ghani Khan Baba Nazam. Ghani Khan Baba Pashto Nazam. Pukhto Shayeri, Latoon Da Ghani. Pashto Pedia, Pashto Times, Pashto Alphabets, Pashto Learning, Pashto Words. Pashto Shayeri 2023, 2022.

Khan Abdul Ghaffar Khan With His Three Sons.

 Khan Abdul Ghaffar Khan With His Three Sons. (From Left To Right) Khan Abdul Wali Khan, Khan Abdul Ghaffar Khan (Bacha Khan), Khan Abdul Ghani Khan, And Khan Abdul Ali Khan. Khan Abdul Wali khan "Politician". Khan Abdul Ghani khan "Poet / Artist". Khan Abdul Ali khan "Educationist".

Da Bacho Tarana By Ghani Khan. Da Mashomano Pukhto Tarana.

Da Bacho Tarana By Ghani Khan. Da Mashomano Pukhto Tarana. Pashto Sherona.  د بچو ترانه  خوږ دى ما ته ملک زما، خوږ تر کل جهان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان وينه ده توده زما رګونو کې د ننګ سر که مې د قام غواړي زه به يې نه کړمه په څنګ زور دى ما ليدلى هم د توپ هم د تفنګ زور مې د غيرت دى د همه زورونو خان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان سر څه د سپي سر وي چې فدا نه ي په قام نر څه ښځونى وي چې شيدا نه شي په قام نوم ناموس يې څه وي چې يې نوم وي د غلام دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړى زه پښتې مور په غيرتي پيو لوى کړى موږ په پلار نيکه دي د مردۍ کارونه کړي زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان زه به په وجود کې يمه کوټلى وزير اس کوم به د کاروان خبردارى لکه جرس يم به د ظلم سترګو کې تل د سترګو حس زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان زه به لوى زړګى لکه شېرشاه د بنګالى لرم مټ به ابدالي لرم همت به روهيلى لرم سر به ښتکه نه کړم که زرګونه کشالې ل

Pashto Poetry. Pashto Sherona, New Pashto Poetry By Saud Bangash & Ghani Khan.

Pashto Poetry. Pashto Sherona, New Pashto Poetry By Saud Bangash & Ghani Khan. Pashtuns VS Arabs By Saud Bangash. Pashto Shayeri 2022.  چې عربو ژوندۍ لوڼې ښخولې سړیتوب وم، زه بودا وم هغه وخت انسانـانـو چې یو بل سره خوړلو مـا جرګې کړلې یما وم هغه وخت (سعود بنګش) امن يوه لمحه وه د بودا په مخ کې لاړه نه يې بيا ليدای شې، نه يې بيا پېدا کولای (خان زمان کاکړ) د خونيانو لاره پرېږده سړيتوب شه د وحشیانو لاره پرېږده سړيتوب شه خدای لپاره،اې بودا د غرونو بازه تاته وايم،اې بابا د غرونو بازه (سعود بنګش) ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ یو خوا د قدرت جمال بل خوا د انسان کمال  زه يې لېونی کړمه چار چاپېره نور دی  نه دی باميان نه دی دا، دا خو کــوه طور دی دلته د فطــــــــــــــرت کمال دلته د آدم جنون دواړه په ضد شوی وو جوړ يې که  ترې څه افسون هر خوا چه دې لاړ نظــــــــــر غرونه نه ګلونه دي هر غـــــــر دی درياب د رنګ يو نه په زرګونه دي بل خوا د ادم د ژونـــــــــــــد مینې او ايمان قصه هر غار کې نغمې د عشق هر خوا د جانان قصه هر يو غار کې پروت خاموش ساز يو د نورونو دی دا ورک او ويجاړ ج

Ghani Khan Pashto Nazam For Bacha Khan Baba. Letter To Ghaffar Khan

Ghani Khan Pashto Nazam For Bacha Khan Baba. Letter To Ghaffar Khan By Ghani Khan. Baba Ta Nazam By Ghani Khan Baba. Pukhto Sherona غنی په خپله کورنی کې تر هر چا زیات د ننګیالی پلار عبدالغفار خان درناوۍ دځان فرض ګڼی،کله چی پلار یی د انګریزانو په جیل کی پروت وو او غنی خان ته یی یو د ګیلو ډک لیک لیکلی وو،غنی خان په ځواب کی دا بیتونه ورلیږل: بابا ته ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دی  زه یی لولم هره شپه دوباره دوباره کله خاندم ،کله ژاړم ،لیونۍ یم  ای زما په بند کی پروت غریبه پلاره نه ته نه یی غریب ډیر لوی یی اوچت یی مصیبت هم ستا عزت دی عزت داره خدای ورحم و په تا باندی لږ کړی بل ښه زوی به یی و کتلی ستا دپاره چی تا کی کوم جوهر دی ما کی نشته ستا نیکي زما بدي دواړه بیشماره  ته سالار یی دکاروان په نیغه لار ځې زه کوږ ځغلم لکه اوښه بی مهاره  ستا د زړه فوارې ډکې د مینې زما زړه دی وچ کوهی نه لری داره وهم منډی تا پسې خو ته هم لیرې وینم ستا ایله ایله د پښو غباره  پروا نشته که په منډو منډو لاړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم دپاره نورو معلوماتو او بیتونو لپاره زموږ پاڼه خوښه کړی Ghani Khan Pashto Nazam F

Hala Yaar Wata Nezdy Shom. Ghani Khan Baba Lyrics Of hala yar wata nezday Shom

Hala Yaar Wata Nezdy Shom. Ghani Khan Baba Lyrics Of hala yar wata nezday Shom ‏هله يار ورته نزدې شوم چي د ياره شومه لرې هله ئي پوئې شوم په خبرو چي يې نه اورمه خبرې چي ملنګ شومه جانانه خزانه مې وموندله په زړګي کښې مې پرتې وې ښکلي ښکلي ملغلرې غني خان Hala Yaar Wata Nezdy Shom. Ghani Khan Baba Lyrics Of hala yar wata nezday Shom. Pukhto Sherona 2022. Ghani Khan Sherona. Ghani Khan Kalam. Ghani Khan Lyrics. Pashto Times. Pashto New 2022 Poetry. Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. Pashto Language Poetry By Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Nazam, Waya Waya Mula Jana. Mula Jan By Ghani Khan Baba. Pashto Times Pashto Blogs