Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Naghma

Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege

Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.  Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. محترم شفيع الله بابرزئې افغانستان ۔۔۔۔۔   ۔۔۔۔۔ ديدن د ښکلو  څنګه  کيږی  ماته چل نه راځی۔ څوک په چا څرنګه ګرانيږی ماته چل نه راځی۔۔  د غره  سړې  يم  ما د  کلی باهر  مه  راپريږدئ۔ ښار کښےد غره خلق ورکيږی ماته چل نه راځی۔۔ د  نازولو   په   مړوند   خوبونه   څنګه   کيږی۔ سړې  بيا  څنګه  راويښيږی ماته چل نه راځی۔۔ د  ښکلو  مخ  کښې د يوې  خبرې  وس نه لرم۔ خولګۍ په څه ډول ښکليږی ماته چل نه راځی۔۔ دې سر خوړلی ښار کےڅوک د چا په کار نه راځی۔ دلته  پرادی  څنګه  خپليږی ماته چل نه راځی۔۔ زه مې د خپلې  غريبۍ ته اوس  خفه خفه يم۔ جانان  زما په نوم  شرميږی ماته چل نه راځی۔۔ بابرزې نور مې د خوږو خوږو نه زړه تور شوې۔ په ترخو څنګه څوک مړيږی ماته چل نه راځی۔۔ Mala Chal Na Razi. Pashto Ghazal Lyrics Of Meena Da Khkulo Sanga Kege.  Ghazal By Shafiullah Babarzai. Singer, Mirman Naghma Khaperai. Naghma Pashto Song Mala Chal Na Razi, Lyrics. Lyrics Of Pashto Hit Songs. Pashto So