Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Heritage

Naranj Manrai. Naranj Manrai, Zoor Khaar, Zoorh Shaar Mundigak Qandahar.

Naranj Manrai. Naranj Manrai, Zoor Khaar, Zoorh Shaar Mundigak Qandahar. دا ځای د سکندر مقدوني ۱۱مه پوځي اډه وه؛ بيا عرب ورته راغلل او ددې ځايه يې دين خپراوه تر عربو وروسته مغول، فارسيان او بيا هوتَکو راج پکښي وچلاوه د هوتکو په دؤره کي ددې تعمير منجمينټ او اداره دونه با تدبيره وه چي د اصفهان څخه نيولې د چين تر اوسني يغور او د پاکستان تر مارګلې پوري زموږ مکتوبات پکښي چلېدل. په دې ځاى کي د پښتنؤ د هغي پټي خزانې په اړه فکر وزېږېدی چي د هېواد تر پنځوسو زیات پخوانیو خلګو بایوګرافي پکښي خوندي سوې او زموږ تاريخ يې اتومات د ۹مي هجري پېړۍ څخه ۲مي ته بوتلى. دا ځای يې نارنج ماڼۍ باله اوس موږ زؤړ ښار ورته وايو. مطلب که په بل هيواد کي وای، دا ځای به د سيلانيانو د پاره زموږ د تدبير، عزم، او ټينګي ارادې يو سمبول وای. Saif Lodin د افغان تاريخ د پاره بد زيری: 😦 لطفآ دغه موضوع رسنیزه کړي، ګوندي د چاروتکو ډبرین زړه ته لار وکړي او ددې تاریخي جرم مخه ونیول سي!!! له څو ورځو اوازه وه چي د کندهار د ميرويس نيکه د کورنۍ دربار [نارنج تاريخي ماڼۍ] کي يوه ډله پر خپل سر مدرسه جوړیږي، د بده مرغه دغه خبره رشتيا سوه