Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Doctor

Dr. Shukria Alkozai Killed In Kabul. Who Was Shukria Alkozai?

Dr. Shukria Alkozai Killed In Kabul. Who Was Shukria Alkozai?  د خیرخانې د ۱۰۲ بستریز روغتون د نسایي ناروغیو متخصصه ډاکټر شکریه الکوزی د پنجشنبې په شپه هغه مهال له خپل کور څخه وتښتول شوه چې درې ښځې چې یوه یې د ناروغتیا ښکارنده وه، د الکوزي کور دروازې ته ورغله او ورته یې وویل چې موږ ناروغه لرو، مونږ سره  لاړه شه تر روغتون پورې  او له موږ سره همکاري وکړئ  د ډاکټر شکریه الکوزۍ له ورکې درې ورځې وروسته د کابل په قصابه سیمه کې مړی وموندل شو د هغې يوازينۍ ګناه همدا وه چه پر وطن مئينه وه،او د ناروغانو خدمت يې کولو. روح يې ښاد  شهادت يې قبول شه By Wajid Noori. ډاکټر شکریه الکوزی سره مې دوه ځله مخامخ لیدلي ؤ. د نسایي ولادي نامکښه، قابله متخصص وه، ښایسته نرمه دري ژبې لهجه یې درلوده، نن خبر شوم چې د ستم نړۍ نه یې راحلت کړئ. په ظالمانه ډول شهیده شوی مسلکي ډیر درنښت یې راکړی وه، په مقابل یې ورته باقي پاتۍ شوم. په ذهن کې مې وسواسې خپرې دي، همدا انګیرم لکه چې سکه خور مې شهید شوي وي. رب دې ټولۍ کړې ستړیاوې، خدمتونه قبول کړه، شهادت دې مبارک شه. دوکتور صیب اوو جنتونو پیرزوینو درته غواړم By Azat Ullah Zal

How To Check Medicines as Per Doctor Prescription. Pashto Health Info

How To Check Medicines as Per Doctor Prescription. Pashto Health. Dr. Muhammad Shehzad. خلکو !!!! کله هم چې درته ډاکټر دوائ ولیکي او دوائ سټور والا درله کوم دوائ درکړی نو هغه نومونه د ډاکټر لیکلې شوې دوائ سره لګ غوندې چیک کوئ . که چرته نومونه یې بدل وو نو هم خیر دې خو د هغې ډاکټر د دوائ نوم او د میډیکل سټور والا د دوائ نومونه په نیټ ګورئ چې پکې دننه ingredients  یو دی که نه بدل بدل . میډیکل سټور والا اکثر څه فارمیسی یا بل داسې څه کورس نه وی کړې ، هغه بیا دوائ ورکولو کې ډیره لویه مسئله جوړوی . ته بیا نیوبرال فورټ لیکلې وي او هغه نیوبرال ورکړی ، چې په دوانړو کې ډیر لوې فرق دې .  د ډاکټر لیکلې شوې دوائ دې نه وی ، د بلې کمپنۍ دوائ دې وی خو چې  Generic Name  یې یو وی . هسې که دوائ اخستلو کې مو د میډیکل سټور والا ډګری او پوهه په نظر کې وساتله نو ډیرې مسئلې به مو حل شی How To Check Medicines as Per Doctor Prescription. Pashto Health. How To Check Medicine On Internet. Pashto Health Blogs, Pashto Health Info, Pashto Doctor. Pashto Pedia Pashto Wiki, Pashto Dr. Muhammad Shehzad.

Family Of Doctors In India. Pashto Info

Family Of Doctors In India. Pashto Info about Family of 150 Doctors. هند ـ ډیلی د هند هغه کورنۍ چې له سلو کالو راهیسې په کې له طبابت پرته بل مسلک لوستلو ته اجازه نه شته او هر غړی یې ډاکټر دی. اوس دا کورنۍ ۱۵۰ ډاکټران او دوه روغتونونه لري، د دوی له روغتون څخه هیڅ ناروغ د پیسو نه لرلو له امله نه دی ایستل شوی. یو ځوان په کې ادارې او منجمنټ ته تللی و، خو کورنۍ طبابت ته مجبور کړ او اوس لوی جراح دی. د دې کورنۍ نیکه لالا جیون مل د ګاندي په خبره خپلو څلورو زامنو باندې طب ولوست او داسې یې د ټولنې د خیر لپاره د یوې ډاکټرې کورنۍ بنسټ کیښود Family Of Doctors In India. Pashto Info about Family of 150 Doctors. Lala Jewan Mal Doctors Family. All Doctors Family In India. Indian Doctors Family. Pashto Times Info

Mobile, Computers, Tabs And Quality Sleep. Pashto Health

 How To Have Quality Sleeping At Night. Explained In Pashto. ميلاټونين يوه کېمياوي ماده چې د انسانانو په بدن کې يې مقدار د شپې خواته لوړيږي او د خوب باعث ګرزي. د ځیرک ټليفون، کمپیوټر او ټابلېټ رڼا د دې  کيمياوي مادي کچه را ټېټوي او خوب تښتوي  نو لدې امله د شپې لخوا لږ تر لږه ۳۰ دقيقي له خوب وړاندې بايد ځيرک ټليفون، کمپيوټر، آيپډ يا ټابلېټ و نه کارول شي

Weight loosing Habits Explained In Pashto by Dr. Dedar Yousafzai

 Weight Loss Explained In Pashto By Dr. Didar Yousafzai #_ډائيټنګ_مۀ_کوئ_خو ډېر ملګري اکثر د وزن د زياتوالي ښکار وي - پۀ کراچۍ کښې خصوصاً دا مسئله د غېر معياري اوبو سره تړلې ده - دلته اوبۀ ډېر نقصان رسوونکي کېميکل او جراثيم لري - چې پکښې کلورين ، فلورائيډ او تانبه مهم دي - چې وجود ته ډېر ضرر رسوي - پکار ده چې د څښو اوبۀ د استعمال نه مخکښې تر شپږو ګنټو پورې نمر ته کېښودے شي - نمر ترې جراثيم اووژني - د خوټکولو سره ترې هم جراثيم ختميږي - خو تانبه او کلورين بيا هم لري - د دې سره پۀ هوا کښې دوړه ، غېر متوازن خوراک او د ورزش نشتوالے دغه مسئله نوره هم خطرناکه کړي - اکثر خلک وائي ډائيټنګ کووم - او وزن مې نۀ کميږي - د ډائيټنګ هېڅ ضرورت نشته - پۀ مړه خېټه ډوډۍ خورئ - خو دا خيال ساتئ - چې د ساده شوګر د خوراک نه اجتناب اوکړئ - د تورو يا سرو غنمو ډوډۍ خورئ - سپين وړه زهر دي - خړې يا زيړې وريژي استعمالوئ - چې پټ ترې نۀ وي لر شوے - سپينې ورېژې ښې نۀ دي - کۀ ناروغي نۀ لرئ نو هر قسمه فروټ خورئ - خو کېلا به پخه او زيړه نۀ خورئ - د ډالډا غوړو پۀ ځائے د پخلي تېل استعمالوئ - د چينۍ او مالګې استعمال د کم نه