Piryan. Jin, Jinaat, Piryaan. Reality Of Jin Or Jinaat. Pashto Info پيريان د پېريانو کورونه پېريانو ته هغه ځايونه پېريانو ته هغه ځايونه زيات خوښ وي چې کوم د انسانانو څخه خالي وي لکه ساراګانې. او ځينې پېريان په بيت الخلاء ګانو او ډېرانونو کې اوسېږي. او په دوی کې ځينې له انسانانو سره اوسېږي. دې وجې نه رسول الله صلی الله عليه وسلم به سارا ته ووت او دوی به يې الله طرف ته رابلل، قرآن به يې دوی ته لوست او دوی ته به يې د ديني امورو تعليم ورکاوه. دا کار رسول الله صلی الله عليه وسلم څو څو ځله کړی دی. لکه چې دا په بخاري او مسلم کې د ابن عباس او ابن مسعود رضی الله عنهما په روايت کې ذکر دي. او ډېرانونو او بيت الخلاء ګانو کې ځکه اوسېږي چې دوی د انسانانو جوټه شوی او پاتې شوی خوراک خوري. لکه چې دا په مسلم کې د ابن مسعود رضی الله عنه په حديث کې راغلی دی لکه مخکې چې تېر شو. حافظ ابن حجر رحمة الله عليه فرمايي:((ابن ابي الدنيا له يزيد بن جابر نه چې په شام کې له ثقه کشرانو تابعينو څخه دی، نقل کړي دي چې فرمايي:(هېڅ داسې کور نشته چې د هغې په چت کې به پېريان نه وي. او کله چې د سهار ناشته کېښودل شي نو دوی راک...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.