What Is Secularism? Secularism Explanation. Secularism Explained In Pashto. What Is Secularism? Pashto پوښتنه مې دا ده چې سيکولرزم څه ته وايي او ده کله نه شروع شو؟؟؟ سیکولرېزم ځینې خلکو د "لادینیت" پۀ معنا اخیستے دے خو د سیکولر لپاره لازم نۀ ده چې لادین وي. لادین مطلب خو دا شۀ چې دین یا مذهب بېخي نۀ مني چې پۀ بله ژبه ورته ملحد یا Athiest ویلے شي. حال دا چې سیکولرزم د هغې نظریې نوم دے چې پۀ هغې کښې د یوې ټولنې د وګړیو ترمنځ د مذهب نه اوچت پۀ مشترکو مفاداتو یو نظام جوړ کړے شي. مولانا وحیدالدین خان لیکلي دي؛ سیکولرزم کومه مذهبي عقیده نۀ ده. د سیکولرېزم مطلب لامذهبیت نۀ دے بلکې د مذهب پۀ اړه بې پلوه پالیسي غوره کؤل دي. د مولانا وحیدالدین خان کتاب "True face of islam" چې پښتو ژباړه یې شفیع الله تاند کړې ده، پۀ دویم ټوک کښې یې د سیکولرېزم تر سرلیک لاندې داسې شننه کړې ده؛ "سیکولرېزم څۀ دے" د سیکولرېزم پۀ اړه د بې پلوې رایې ورکؤنې لپاره پۀ دوه څیزونو کښې توپیر اړین دے. یو دا چې سیکولر فلسفه ده او بل سیکولر پالیسي ده. څوک چې پۀ دې دواړو ونۀ پ...