Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Sang E Mah

HUM TV Sang E Mah Urdu Drama Review By Kamran Khan.

 Sang E Mah Urdu Drama Review By Kamran Khan. په هم ټي وي د "سنګ ماه" ډرامې لومړے قسط خپور شوے دے.  ډرامه په پښتنو جوړه شوې ده.  ډرامه کښې د قبائلي پښتو ناوړه دود "ږغ" یا "ژغ"  هم د قیصې مهمه برخه ده.  خو د پښتون ځوان دغه ناوړه عمل ته د جرګې د لارې کلک غبرګون هم د پښتنو مشرانو له اړخه ښکاره کړے شوے دے. او داسې ځوان ته څه سزا ورکول کیږي دا فېصله به په راروان قسط کښې په جرګه کښې کیږي ډرامه په راروان قسطونو کښې کوم پړاو ته داخلیږي دا فېصله به وخت کوي خو زۀ وینم چې د اوس نه د سوشل میډیا د لارې ځوانان خپل غبرګون ښکاره کوي. په ډرامه بې ځایه نیوکې کوي چې ولې یې د زمونږه په فرسوده دود "ژغ" باندې خبره کړې ولې پښتانه دنیا ته دغسې معارفي کوي؟ تر دې دمه ډرامه بېلنس روانه ده. زۀ پکښې هېڅ تعصب نۀ وینم. او  د حقیقت نه هم سترګې نۀ پټیږي. ځان کښې لږ صبر او برداشت پېدا کړئ زمونږه بد بختي دا ده چې خپله دومره صلاحیت نۀ لرو چې د ښۀ معیار د خپلې خوښې ډرامې فلمونه جوړ کړو خو که بلڅوک د پښتنو نوم هم واخلي نو مونږه ورته خامخا د شک په سترګه ګورو او زمونږه داسې نفسیات جوړ