Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Nazam

Allama Iqbal About Queen Victoria. If Iqbal Was Live Today

Allama Iqbal About Queen Victoria. If Allama Iqbal Was Alive Today, he Would Have Glorified Queen Elizabeth 11 died On 8 September 2022. By Ibn E Hassan Twitter. ‏علامہ اقبال اگر آج ذندہ ہوتے تو ملکہ برطانیہ الزبتھ کی مرگ پر نوح کناں ہوتے، اپنے سر میں خاک ڈال کر شدت غم سے اپنی پوشاک بھی پھاڑ لی ہوتی، ساتھ ایک آنسو بھرا مرثیہ بھی لکھ مارتے جیسا انہوں نے ملکہ وکٹوریہ کی موت پر لکھا تھا۔ ملاحظہ فرمائیں ‏آئی ادھر نشاط ادھر غم بھی آگیا کل عید تھی تو آج محرم بھی آگیا صورت وہی ہے نام میں رکھا ہوا ہے کیا دیتے ہیں نام ماہِ محرم کا ہم تجھے کہتے ہیں آج عید ہوئی ہے ہوا کرے اس عید سے تو موت ہی آئے خدا کرے توجس کی تخت گاہ تھی اے تخت گاہ دل رخصت ہوئی جہاں سے وہ تاجدارآج ‏اے ہندتیرے سرسے اُٹھا سایہ خدا اک غمگسارتیرے مکینوں کی تھی گئی ہلتا تھا جس سے عرش یہ رونا اسی کا ہے زینت تھی جس سے تجھ کو جنازہ اسی کا ہے Ashk E Khoon By Allama Muhammad Iqbal On Queen Victoria Death In 1922. کاش آج ہمارے "قومی شاعر" علامہ اقبال زندہ ہوتے تو ملکہ الزبتھ کی وفات پر بھی اپنی مشہور نظم "اشک خون" جیسی

Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day. Lyrics

Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day. Lyrics Of Malang Jan. خاوره يې د سرو ده هر يو کاڼی يې مرجان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دې کې اپريدي اوسي دې کې اورکزي اوسي دې کې دي خليل مومند دې کې يوسفزي اوسي دې کې مموزي اوسي ، ددې خوړل ډېر ګران دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دا د خوشحال خان ګلشن دا د ميرويس خان ګلشن دا د در يا خان ګلشن دا د ايميل خان ګلشن باسي ترېنه زاغ زکه، ماليار يې باچا خان د زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی دې کې ښه زلميان اوسي دې کې شنه زمريان اوسي دې کې ښه خانان اوسي دې کې نوابان اوسي دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې په لړزان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی خدای دې باجوړي لري خدای دې چترالي لري تل دې وي وزير مسيد خدای خو دې ساپي لري خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښان دی زه چې پرې مين يم دا هغه پښتونستان دی ( ملنګ جان ) Za Che Pe Mayan Yam Da Hagha Pukhtunistan Day.  Lyrics Of Malang Jan Pashto Poetry. Malang Jan Ustad Nazam.  Khawra Ye Da Sro Da Har Yaw Kanray Ye Marjaan De. Pukhto Nazam By Malang Jan Ustad. Poem

Pandemic By Khushal Baba. Da Ghawas Da Kaal Waba.

Pandemic By Khushal Baba. Da Ghawas Da Kaal Waba. خوشال خټک او د(غواص کال) د وباءقصیده ------------------------------------------ لطیف یاد  د غواص دکال وباء د۱۰۹۷ هجري کال وبا وه چې په پښتونخوااو سیمه  کې رامینځ ته شوې وه .تر هغې دمخه په ۱۰۸۸ هجري کال کې په سیمې او پښتونخواکې  یوه سخته کا ختي ( قحطي )راغلې وه چې خوشال خان خټک پخپلو اشعاروکې ددغې قحطۍ او ددغې وبا ء  دواړو  یادونه کړې ده.  دغواص دکال وباء ځکه ورته وایي چې کله غواص دابجد په  حساب تجزیه کړو نو لا ندیني کال ترې جوړیږي. په دې ډول   :   غ= ۱۰۰۰ و=۶ ا=۱ ص=۹۰ دا ټول چې سره جمعه شي نو ۱۰۹۷هجري  ترې جوړیږي. دخوشال بابا دوباء دکال قصیده  ------------------------- دغواص دکال وبا ء خدای یې مه راوله بیا  اکوړخیل(*)  مې پکې ومړل لوی هلک ، مرد ونساء  بخت  ناک  خان (**)مې پکې ومړ موریې  بوتله هم قضا ء  یو هلک یې و راپاتې  ورپسې شو زرفنا  چا ته  ژاړم له دې غمه سود مې کوم دی دژړا  لورپه لور په دالمبو کې  عالم پروت په و اویلا تر دکنه تر کا بله  راخوره شوه دابلا په لکونو عالم ومړ  چې ښهرونه شول صحرا  اول قحط بیا وباءوه  په هرلوري وه غوغا  س

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. «ګډې وډې» شاعر: غني خان *** مچ د زمري سترګې شوکوې, ماشی د اوښ وینه خدایه! ستا دا عجیبه دُنیا توره ده. کۀ سپینه؟ / مړ لسو ګیدړو ببرشیر په بونډۍ چرګه کړو سور شغال په پړانګ دی د غر څوۀ ښکار له ځینه / پریوځې چواړي ته؛ ځان ګاڼه په رتۍ زور کړي ښکلې ستا د ګوتو جوړه ځوانه نازنینه / ناسته ده د ډم د لندن لور په سور رېښمو کې لور د لوی شیر شاه یې په لاس دی لو له ځینه / مست مغروره سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. Da Ghani Khan Nazam Gade Wade, Gaday Waday. Pashto Sherona. Pashto Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Pedia Pashto Times, Ghazal

Khushal Khan Khattak Pashto Poetry. Da Khushal Baba Shayeri.

Khushal Khan Khattak Pashto Poetry. Da Khushal Baba Shayeri. ‏که شیخي زاهدي غواړې  په خپل لاس کې ده لالا   لکۍ ور دستار پر سر کړه  سر وهه په مصلا  یا مسواک کښيږده په سر کې یا یې وټومبه تر ملا  په تسبیح خوځوه شونډې نور ټګي کوې که غلا خوشحال بابا Khushal Khan Khattak Pashto Poetry. Da Khushal Baba Shayeri. Pashto Two Lines Poetry By Khushak Baba. Khashal Khattak Baba Pukhto Shayeri. Pukhto Sherona, Pashto Pedia Pashto Times

Za Ba Na Lewanay Kegam. Bakht Zada Danish Nazam.

 Za Ba Na Lewanay Kegam. Bakht Zada Danish Nazam. Best Pashto زه به نه لیونی کیږم  چې د داسي یو ملا نه د جهاد فضلت اورم چې بچی یې په لندن کې د خپل خیال حنت کې پروت دی زما دغه یو بچی ولآړ شهید شو شین طوطي شو مبارک شه مبارک شه! جنتي شو جنتي شو! زما سپینه ږیره نوره اسویلو سپینه پولۍ کړه دا دې نور بچي تیار دې درنګ ساعت ته روانیږي او دده دوکان چلیږي د شرابو ګوټ حرام دی خو د وینو ارزانې ده د یو څو کسانو راج دی د یو څو کسو خانې ده دا وخت د ژرندې پل دی او زما په مرۍ پروت دی زه  د خوار غنم دانه یم د اوبو په زور دلیږې زه به نه لیونی کیږم بخت زاده Nun Me Ledo Da Khudaya Dair Khafa wo. Yaw So Rando Da Khuday Na Der Khafa wo. Bakht Zada Danish Nazam Deer Khafa O. نن مې لیده د خداے نه ډير خفه وو  يو څو ړانده د خداے نه ډير خفه وو  دا چې ولاړ وو د ړندو پۀ سترګو  هغه باڼه د خداے نه ډير خفه وو    چې ئې سایه د پلار لیدلې نه وه  هغه واړه د خداے نه ډير خفه وو  چې پښتنو نه به خداے ډير خفه وي؟  که پښتانه د خداے نه ډیر خفه وو  دانشه خداے دې خفه کېږي نه خو  زۀ او هغه د خداے نه ډير خفه وو  دانشه څۀ د خداے نه ډي

Sardar Hussain Babak. Tribute To Sardar Babak. Pashto Nazam

Sardar Hussain Babak. Tribute To Sardar Babak. Pashto Nazam. Zakhmi Zakhmi Babaka.  Nazam By Ghazal Momand To Pay Tribute To Sardar Hussain Babak. دې خاورې چــــــــغې وکړې د بولانه تر اټـــــــــکه  باغي باغي بابکه دې خلقو پورې ښپې وې، خو چا نۀ موندله زمکه باغي باغي بابکه ـــــــــــــــ  پۀ دې وطن کښې راج د نامعلومو وسله والو د تورو خردجالو څپې دي سېلابونه دي د ســـــرو وينو حلالو د پېغلو د ملالو دا څو اوښکې مشکڼې خو مې يوسه تر فلکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ ستا غږ د سريندې غوندې راويخ کړمه لۀ خوابه زخمي زخمي ګلابه ستا مخ پسې راتېر شومه لۀ هر يؤ انتخابه زخمي زخمي ګلابه راپاڅه غاړه راکړه لۀ عمبرو جوړ هلکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ دا مونځ د ازادۍ به کول غواړي پيش امامه خمار خمار ماښامه چې غږ وشي د مينې کور پۀ کور لۀ هره بامه خمار خمار ماښامه تۀ څۀ شوې؟ هواګانې وائې رادې کړي مچکه باغي باغي بابکه ــــــــــــــــــــــــــــــ غږېږه پۀ هـــنر د پښتنو ســــــــــــپه سالاره سرداره وه سرداره د دور جـــهالت لره د علم ســــــــپين سهاره سرداره وه سر

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula. Lyrics

Lare Lare Mulla Darey. Rasha Rasha Saqi Rasha, Dari Dari Mula Dari. Ghani Baba Kalam Lyrics. راشه راشه ساقي راشه درې درې ملا درې په ما باندې بدې لګې ستا پخې پخې خبرې غټه پګه دې شه خاورې، عجيبه ته ځناور ئې ته د مينې بې خبره ته د حُسن نه منکر ئې دا محفل دى د رندانو اخوا اخوا لرې لرې دشرابو د چښو نه دي ستا ترخې شونډې ببرې ورشه دغلته خيرات دى تاله ئې ټول ايښي دي لرې د ګنجئ په شان خوارې کړې ،په مرداره دې وزرې ساقي سترګو کې مسکئ شوه، بيا ئې د خيال کيښوې وزرې په تل مسته مسته راغله سرې پاپئ ئې د کوترې ستا اوؤه واړه جنته د دې يو د ناز بڅرې ستا څلويښت زره کتابه د دې دوه خواږې خبرې ستا وعدې اوږدې د حورو ،دلته سرې شونډې شکرې تاله قرض ژوندون درکړم دا راکوي په ملغلرې ماشوم نه يم چې جنت پريږدم ،ستا د سور دوزخ د يرې جانانه ميخانه درکړم واخلم ستا کندې کپرې ملا تا څکلې نه دې نرى سرئ شونډې کافرې ستا په غيږ کې ناستې نه دې د کالو ډکئ کوترې د جومات په چړچوبئ کې يادوه پردئ تور سرې ډک ګلزار کې ته ولاړ په ډيران لکه د خر يې وږې سترګې ،وږې خيټه ،بد قسمته بد نصيبه خيشت او مينې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه راش

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal.

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal. "د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده" ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟ جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟ شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟ کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟ په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟ همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟ ولې نه چوې له دې غمه زما دله چې دې واورېده ديار د تلو بدله ** نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم توف زما په محبت شه بې وفا يم ** ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې د سړي مهر به غواړي په پېرو کې نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې ** په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟ د ز

Da Bacho Tarana By Ghani Khan. Da Mashomano Pukhto Tarana.

Da Bacho Tarana By Ghani Khan. Da Mashomano Pukhto Tarana. Pashto Sherona.  د بچو ترانه  خوږ دى ما ته ملک زما، خوږ تر کل جهان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان وينه ده توده زما رګونو کې د ننګ سر که مې د قام غواړي زه به يې نه کړمه په څنګ زور دى ما ليدلى هم د توپ هم د تفنګ زور مې د غيرت دى د همه زورونو خان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان سر څه د سپي سر وي چې فدا نه ي په قام نر څه ښځونى وي چې شيدا نه شي په قام نوم ناموس يې څه وي چې يې نوم وي د غلام دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان زه پښتون بابا د خپلو وينو پيدا کړى زه پښتې مور په غيرتي پيو لوى کړى موږ په پلار نيکه دي د مردۍ کارونه کړي زه به غلام نه شم که غلام شي ټول جهان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان زه به په وجود کې يمه کوټلى وزير اس کوم به د کاروان خبردارى لکه جرس يم به د ظلم سترګو کې تل د سترګو حس زه به لکه باز يم د نرتوب مرد ميدان زه به ځم په جنګ د قام، زه چې شمه ځوان زه به لوى زړګى لکه شېرشاه د بنګالى لرم مټ به ابدالي لرم همت به روهيلى لرم سر به ښتکه نه کړم که زرګونه کشالې ل

Ajmal Khattak Baba Nazam To Tribute Ghani Khan Ba. Pashto Lyrics

Ajmal Khattak Baba Nazam To Tribute Ghani Khan Ba. Pashto Lyrics Ghani Khan Ta. Nazam By Ajmal Khattak د اجمل خټک بابا غنی خان ته د عقیدت پیرزونې د غني په نامه ليکم څو شعرونه په پنجره کښې يادوم تازه ګلونه                       د هغه سره رنګونه د قلم دی                       زه لرم يو څو ساړه ساړه آهونه د هغه خُله کښې د خوند نه ډک چغار دى زما ذړه کښې دی د درده ډک داغونه                    هغه خيال فن او ښکلا سره لوبيږی                    زه لګيا يم لوبوم داغلی زړونه سيلانې هغه د نُور د دنياګي دې بلوم زه د کوډلو مشالونه                     د هغه احساس د حُسن تازه ګل دې                     زه جذبات يم په ما بل دی سره اُورونه هغه مينه ده غيرت دى ولولۍ دی زه وفا یمه پښتو یمه ننګونه                هغه مست شی په مکان کښې لامکان شی                زه چی ويښ شم لاس او پښى مى زنځیرونه هغه بحر د هستى او د مستى دې زه د خپل وطن د غرونو آبشارونه                      هغه راز د پُښتنو د مستقبل دى                      زه د نن د غیرتیانو غورځنګونه اجمل خٹک باباؒ Ajmal Khattak Baba Nazam To Tribute Ghani

Ghani Khan Pashto Nazam For Bacha Khan Baba. Letter To Ghaffar Khan

Ghani Khan Pashto Nazam For Bacha Khan Baba. Letter To Ghaffar Khan By Ghani Khan. Baba Ta Nazam By Ghani Khan Baba. Pukhto Sherona غنی په خپله کورنی کې تر هر چا زیات د ننګیالی پلار عبدالغفار خان درناوۍ دځان فرض ګڼی،کله چی پلار یی د انګریزانو په جیل کی پروت وو او غنی خان ته یی یو د ګیلو ډک لیک لیکلی وو،غنی خان په ځواب کی دا بیتونه ورلیږل: بابا ته ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دی  زه یی لولم هره شپه دوباره دوباره کله خاندم ،کله ژاړم ،لیونۍ یم  ای زما په بند کی پروت غریبه پلاره نه ته نه یی غریب ډیر لوی یی اوچت یی مصیبت هم ستا عزت دی عزت داره خدای ورحم و په تا باندی لږ کړی بل ښه زوی به یی و کتلی ستا دپاره چی تا کی کوم جوهر دی ما کی نشته ستا نیکي زما بدي دواړه بیشماره  ته سالار یی دکاروان په نیغه لار ځې زه کوږ ځغلم لکه اوښه بی مهاره  ستا د زړه فوارې ډکې د مینې زما زړه دی وچ کوهی نه لری داره وهم منډی تا پسې خو ته هم لیرې وینم ستا ایله ایله د پښو غباره  پروا نشته که په منډو منډو لاړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم دپاره نورو معلوماتو او بیتونو لپاره زموږ پاڼه خوښه کړی Ghani Khan Pashto Nazam F

Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan.

 Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan. Reedi Gul Nazam. Poem Of Ghani Khan Explained In Pashto. د غني خان فلسفه: ريدي ګل يوه ورځې يو صحرا کې په ښکار وتے ووم روان يو ګلاب مي ولاړ وليد پړقيدو ښايسته خندان زه خفه يې خوا له لاړم ما وې اه زما پشان ته هم ګل يې بدنصيبه ورک د زلفو د جانان نه د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له به دي يوسي نه به خکل دِ کړي سري شونډې د يار سره نازک لبان هغه غلے شان مسکے شو وې خان مه کوه خفګان زه به دا صحرا ور نه کړم  د ايران په ګلستان دلته زه يو او يکتا يم هلته زر زما پشان چار چاپيره سپيرې خاورې زه يواځې يم روښان دلته دې تور ريګستان کې زه د رنګ او نُور لمبه يم د ښايست چپه نغمه يم کرشمه د لامکان ستا په باغ کې په زرګونو دي ګلاب زما پشان يو بے نومه سور درياب کې يو بے نوم څاڅکے روان ته دِ هم خپلې صحرا کې خفه نه شې زما وروره اخر را به شي ديدن له دِ څوک سوے غني خان د مثنوي رومي په اولني شعرونو کې يوه شپيلۍ (بانسري) فرياد کوي چي د نيستان نه جدا شوي يمه او دفرياده مې مرد و زن افسرده دي۔ نيستان د بانس ځنګل ته وايي۔ په ريدي ګل کي هم ګل د ګلستانه

Khushal Khan Khattak Baba Nazam Pashto Poetry For Women.

 Khushal Khan Khattak Baba Nazam Pashto Poetry For Women. د عورتو حق هم فرض دے په مردانو باندی فرض دے په عزت ساتلی بويه د دوي چار ده ډيره لويه پیغمبر که اوليا دي د عورتو نه پیدا دي دوي به څه وته ته ستايم د حقونو به يي وايم لکه ښه د خپل ځان غواړی په ښيګړه به يي وياړی که يي وينې ډير عيبونه ورته مه کړه پیغورونه په خوراک په پوشاک واړه ښه اختيار ورکړه ته وياړه یا يي ښه ساته تر ښے نه يا طلاق ورکړه ددے نه خوشحال خټک #InternationalWomensDay Khushal Khan Khattak Baba Nazam Pashto Poetry For Women. Khushal Khan Khattak And Women Rights. Pashto Shayeri. Pukhto Shayeri. Pukhto Ghazal.

Badshahi Da Jehan Sa K Zanla Wali Ziatay Gham. Ghani Khan Nazam

 Badshahi Da Jehan Sa K Zanla Wali Ziatay Gham. Ghani Khan Nazam Da Insaf Talal Mushkil De By Ghani Baba. بادشاهى د جهان څه کړى ځانله ولى زياتى غم د انصاف تلل مشکل دى څه به ډير کړى څه به کم خپل غمونه دى لا لږ دى د جهان غمونه غواړى داسى تخت به څګړى څکړى چه پرى شپه او ورځى ژاړى د ټټوانو په ګله کښى غټ ټټو مخکښى روان وى لوي بادشاه د ځناورو د هموو لوي حيوان وى دا دنيا د سپى لکۍ ده نه نيغيږى نه سميږى په وجود توره پيشو ده چه يي وينځى لا توريږى بادشاهى هله جوړيږى چه نيم ولګى نيم مړه کړى چه يو کس د بل په غوښو د خپل کور کوترى ماړه کړى د دى ژونده څه مطلب شو چه يا مرى يا به بل وژنى دا ميوه ګلاب دى څه شو باغ ساتى او بلبل وژنى ربه ماله که دى راکړه بادشاهى د کل جهان زه به يي وغورزوم د کوره لکه سوټى په ډيران دا يو دوه ګړۍ ژوندون زه په جګړو نشم تيرولى د دى ظلم په کټوي دى ربه بل کيږده برغولى ماله راکړه څو ګلونه يو نيازبين شانى جانان يو وړوکى غوندى باغ او په خواکښى سيند روان چه يي زه په غاړه ناست يم په يخ سيورى د خرولى په مزه مزه ليکمه د مزى مزى غزلى کله سوال مينت جانان ته کله بد او رد ملا ته د ساغر ساقى

Iran Poetess Poem Translated To Urdu. I am An Irani Women.

 Iran Poetess Poem Translated To Urdu. I am An Irani Women. Main Aik Aurat Hon. Poem For Women Day 08 March 2022. #ایرانی شاعرہ کی نظم میں کہ اک شادی شدہ عورت ہوں میں کہ اک عورت ہوں  ایک ایرانی عورت رات کے آٹھ بجے ہیں یہاں خیابان سہروردی شمالی پر باہر جا رہی ہوں روٹیاں خریدنے کو نہ میں سجی بنی ہوں نہ میرے کپڑے جاذب نظر ہیں مگر یہاں سرعام یہ ساتویں گاڑی ہے مرے پیچھے پڑی ہے کہتے ہیں، شوہر ہے یا نہیں، میرے سنگ سیر کرو جو بھی چاہو گی تجھے لے دوں گا یہاں تندورچی ہے وقت ساڑھے آٹھ ہوا ہے آٹا گوندھ رہا ہے مگر پتہ نہیں کیوں مجھے دیکھ کر آنکھیں مار رہا ہے نان دیتے ہوئے اپنا ہاتھ مرے ہاتھ سے مس کر رہا ہے یہ تہران ہے سڑک عبور کی تو گاڑی سوار مری طرف آیا گاڑی سوار قیمت پوچھ رہا ہے رات کے کتنے؟ میں نہیں جانتی تھی راتوں کی قیمت کیا ہے یہ ایران ہے میری ہتھیلیاں نم ہیں لگتا ہے بول نہیں پاوں گی ابھی میری خجالت اور رنج کا پسینہ خشک نہیں ہوا تھا کہ گھر پہنچ گئی انجنیئر کو دیکھا ایک شریف مرد جو دوسری منزل پر بیوی اور بیٹی کے ساتھ رہتا ہے سلام آقائے مہندس بیگم ٹھیک ہیں؟  آپ کی پیاری بیٹی ٹھیک ہے؟ والسلام، ت

Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem

 Da Suliman Darbar. Nazam Ghani Khan Baba. Da Suliman Darbar. Pashto Poem د سلیمان ؑ دربار غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو لوئې  خلقې  وې  د سړو  او  د پېریانو یو خوا ملزمان قطار نیولي وو دېوانو بل خوا په ادب لویه جرګه وه د مارغانو پېش وو هتکړو کښې او بیان پسې بیان وو چې پېش نه دې بلا ده بېخ ئې اوښکه د مارغانو په  ده  ادم  بېللې  ده  بېللې  ده پېریانو حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو غاړه د صحرا وه او دربار د سلیمان وو دا پېش نه دې استاذ دې دې استاذ دې د ډاکوانو سر ئې د کمترو روک که بېخ ئې اوښکه د منږکانو ټولې چرګې شنډې شوې فراق کښې د چرګانو بانګ بانګړي بند ټېم ئې خطا که د ملیانو ستا د منجوره ئې ستا خپل بانګي پټ کړې دې اخوا د بچو سره ئې په شپږ کسه خوړلې دې دغه ستا د تخت خوا کښې پېروی ته هم غلې دې دا زنځیر ترې لرې کړه نو دا پېروې تلې دې ووې سلیمان زنځیر ترې وباسئ زورلې دې دې خو داسې مړاوې دې او دې خو داسې ښکلې دې نو شغ شو او پېروې غېب شو مخکښې د پېریانو نو حقه حقه حقه چغې جوړې کړې دېوانو واپس راغې مسکې برېت ئې په ژبه تاوول وې حکمت له چې عمل کښې ضرب ورکړې شی اټکل غلا چې پڼاپیش ونکړی خ

Khushal Khattak Master Piece Pashto Poem About Different Nations

 Khushal Khattak Baba Master Piece Pashto Poem About Different Nations توراني خو د جنجال دي د پرخاش دروغژن، سوګند خواره، بهتان تراش پښتانه، د بد نیتۍ، د خصومت دي په حیا، په شجاعت یې وکړه شاش . که بلوڅ، که هزاره، واړه چرکین دي نه یې دین، نه یې مذهب، ستر یې فاش . که هندي دي، که سیندي دي، مخ یې تور شه نه حیا، نه یې وفا، نه نان او آش . کشمیري، که نر، که ښځې، واړه هېڅ دي د مردۍ ورڅخه نشته هېڅ قماش . د آدم له نسله نه دي، ګوره څه دي دواړه ورک شه، یو ازبک، بل قزلباش . لغماني، بنګښ، سواتي، تیرایي واړه موټ، مټر، لوبیا، چڼه دي، مۍ اوماش . هر احوال ورته ښکاره دی د وګړي د خوشال خټک په پوهه کړه شاباش ------------------------------------------------------------------ Pashto Words With Meanings And Explaination. ۱- تورانی= ترک نژاده اوترک توکمه خلک ۲- پرخاش = جنګ جګړه ،فساد ۳- قماش= جنس،کالي ، اسباب Khushal Khattak Baba Master Piece Pashto Poem About Different Nations. Khattak Baba.  Khushal Khattak About Pashtuns In His Poetry. Khushal Khattak About Turks In His Poetry Khushal Khattak About Kashmiris

Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona.

Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona. Ghani Jata Khaza By Ghani Khan Baba.  “جټه “ بې تعليمه ښځه غوا ده سخو ګټو له بې بها ده نه ورانېږي نه سميږي بس يو شى يوه بلا ده خوله يې ژرونده نه ودريږي د چرچڼو مشغولا ده زوى يې وران لور يې ناولې خو د غوا پرې څه پروا ده يو واده د خداى رحمت دى يو طاعون دى يو وبا ده په کالو نه ښکلې کيږي دا بد خويه دلربا ده په ګيلو نه ستړې کيږي تل ويرونه دي غوغا ده فلانى داسې فلانى داسې دايې کار دايې سودا ده وايي غني مين په غوا چې دروغ دى که رښتيا . #غني  خان لټون : مخ يا صفحه (746) لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (23) د غني کليات : مخ ګڼه (148_149) ‏The Legend Great Ghani Khan Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona. Jata Khaza By Ghani Khan Baba. Pukhto Sherona.  Girl's Education By Ghani Khan Baba. Let Girls Learn.  Pashto Sherona. Ghani Khan Nazam Be Talima Khaza.  Khaza Ghwa. Be Talima Khaza.  Un educated Woman Nazam By Ghani Khan. Pashto Times.

Dozakh Nazam Of Ghani Khan. Lyrics Of Dozakh Pashto Nazam

Dozakh Nazam Of Ghani Khan. Lyrics Of Dozakh Pashto Nazam. Poetry Type. Pashto Poem, Pukhto Nazam Poet. Ghani Khan Baba Nazam Name. Dozakh Lyrics Of Ghani Khan Nazam Dozakh On Image. Da Adam Da Nazar Tool Day Ka Sa Tor Day Ka Da Speen Dozakh Nazam Of Ghani Khan. Lyrics Of Dozakh Pashto Nazam. Poetry Type. Pashto Poem, Pukhto Nazam Poet. Ghani Khan Baba Nazam Name. Dozakh Lyrics Of Ghani Khan Nazam Dozakh On Image. Da Adam Da Nazar Tool Day Ka Sa Tor Day Ka Da Speen Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan. Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.  Lyrics of Pashto Poem By Ghani Khan Baba. Pashto Language Poetry By Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading. Pukhto Shayeri. Da Ghani Khan Nazam, Waya Waya Mula Jana. Mula Jan By Ghani Khan Baba. Pashto Times Pashto Blogs