Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Love Poetry

The Power of Pashto Poetry: Why Pashto Shayeri Love Continues to Captivate". Trending On Google.

"The Power of Pashto Poetry: Why Pashto Shayeri Love Continues to Captivate". Trending On Google. Pashto Shayeri love, also known as Pashto poetry, is a popular topic among the Pashto-speaking community. The reason for its regular trendiness on search engines can be attributed to several factors. Firstly, Pashto poetry is an integral part of Pashto culture and has a rich history dating back centuries. It is a way for people to express their emotions, thoughts, and feelings in a beautiful and poetic way. The language of Pashto poetry is considered to be one of the most melodious and expressive in the world, which is why it is so beloved by many. Secondly, the Pashto-speaking community is spread out across various regions, including Pakistan, Afghanistan and other parts of the world. Due to the diaspora of Pashto-speaking community, Pashto shayeri love is a way for people to connect with their cultural heritage and feel a sense of belonging. Thirdly, Pashto poetry has been popu

40 Rules of Love. Book Summery In Urdu.

40 Rules of Love. Book Summery In Urdu. Urdu Book 40 Rules Of Love. By Mazeesha Haya.  مزیشہ حیاء 40 Rules Of Love Rule 1: "بعض لوگ فرمانبرداری کو کمزوری سمجھتے ہیں یہ ان کی بڑی فاش غلطی ہے فرمانبرداری ایک عالمی قانون ہے -جس کے معنی یہ ہوتے ہیں کہ پرامن ماحول میں کسی شرط کو تسلیم کر لیا جائے ۔ اس میں وہ باتیں بھی شامل ہیں ۔ جنہیں تبدیل کرنا ہمارے بس میں نہیں  40 Rules of Love. Book Summery In Urdu.  40 Rule of love Rule 2:  ہم خدا کے بارے میں جو گمان رکھتے ہیں، وہ دراصل ہماری اپنی شخصیت کے بارے میں ہمارے گمان کا ایک عکس ہوتا ہے۔اگر خدا کے ذکر سے ذہن میں محض الزام اور خوف ہی ابھرے تو یہ اس بات کی علامت ہے کہ خوف اور الزام تراشی ہمارے اپنے سینے کی گھٹن میں پنپ رہی ہے۔ اور اگر خدا ہمیں محبت اور شفقت سے چھلکتا ہوا دکھائی دے، تو یقیناّ ہم بھی محبت اور شفقت سے چھلک رہے ہیں۔ 40 Rules of Love. Book Summery In Urdu. Urdu Book 40 Rules Of Love 40 Rules Of Love Rule 3:  قرآن پڑھنے والا ہر شخص، قرآن کو اپنے فہم و ادراک کی گہرائی کے مطابق ہی سمجھ پاتا ہے۔ قرآن کی فہم کے چار درجات ہیں۔ پہلا درج

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha. غــــــــــــــزل ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه د وصال شان ښه دے وریږی پرخه = پریږده چی نن خو سره یخ کړو زړونه واز مو ګریوان ښه دے وریږی پرخه = د سرو جامو چاپ به دی کینی په ما نن خو دالان ښه دے وریږی پرخه = باغوان په مونږ سیل د ګلونو وکړو باغ یی خندان ښه دے وریږی پرخه = ورته پسخیږی د بیدیا ګلونه لوند می جانان ښه دے وریږی پرخه = باران ښه نه دے راز و نیاز به کوو نن شین اسمان ښه دے وریږی پرخه = چار دیوارۍ کښی زما زړه تنګیږی ویړ بیابان ښه دے وریږی پرخه = دا تغیر خو زیږوی تماشی موسم روان ښه دے وریږی پرخه = رڼا د ستورو ده کافی خیبره رنګ د رومان ښه دے وریږی پرخه ــــــــــــــــــــــــــــ استاذ ، خیبر افریدے Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.. nan Kho Baran Kha Day Warigi Parkha. Pashto Poetry Of The Late Khyber Afridi. Pashto Song Lyrics Of Baran By Haroon Bacha. Baran Ghazal.

Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam.

Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam. سزاوار د هر ستم د هر پېغور ېم ۔۔۔۔ چه می ېار په سفر تللے ځه په کور ېم ﺩﺍ څۀ ﻣﻴﻨﻪ، ﻣﺤﺒﺖ، څۀ ﻋﺎﺷﻘﻲ ﺩﻩ ﺩﺍ څۀ ﭘﺖ، څۀ ﻣﺮﻭﺕ، څۀ ﺻﺎﺩﻗﻲ ﺩﻩ ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺩﻏﻪ ﺑﺎﺯﻱ، ﻣﻨﺎﻓﻘﻲ ﺩﻩ ﭘﻪٔ ﻣﺬﻫﺐ ﺩﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﻓﺎﺳﻘﻲ ﺩﻩ ﺳﺮﺍﺳﺮ ﻧﺎﻗﺎﺑﻠﻲ، ﻧﺎﻻﻳﻘﻲ ﺩﻩ ﭘﻪ ﺫﻣﻪ ﻣﯥ ﺩ ﺳﻨګسار ګناه ﺑﺎﻗﻲ ﺩﻩ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ ګویا ﻣﺦ ﭘﻪ تبۍ ﺗﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻪٔ ﺧﺮﻩٔ ﺳﻮﺭ ﻳﻢ  حميد مومند Tags, Meta Data And Keywords. Lyrics Of Hamid Baba Ghazal. Che Me Yaar Pa Safar Talay Za Pa Koor Yam. Singer, Sardar Ali Takkar, Pashto Classic Poet Abdul Hamid Baba Ghazal. Pashto Songs Lyrics. New Pashto Ghazal Lyrics Classic.

Pashto Two Lines Poetry. Hamid Baba Pukhto Sherona. Love Poetry Pashto

Pashto Two Lines Poetry. Hamid Baba Pukhto Sherona. Love Poetry Pashto. Pashto SMS, Pashto Poetry. چې د ښکلو د درګاه ګدائي مومي هۍ توبه د محمد شاه له سلطنته سپنې ږيرې زما عشق کوټه روپؽ کړو هيڅ ې نه قبلوى ښکلي په سودا کښې دا له نازه کړي خوبان خبرې تتې کۀ د لاړو په خوږو ئې لبان نښلي څوک په څۀ اخلي بوسه د هغه مخه چې رخسار يې په نسيم د سحر خٌوږ شي Pashto Two Lines Poetry. Hamid Baba Pukhto Sherona. Love Poetry Pashto که ئې پښو لره را نغے زۀ ضامن یم که څوک ډېر له درنده کاندي اخلاص Pashto Two Lines Poetry. Hamid Baba Pukhto Sherona. Love Poetry Pashto. Pashto SMS, Pashto Poetry ناخبره یې شفق د اسمان بولي دا زما د زخمې زړۀ نه رومال پریوت زۀ د یار مــــړاؤو کتـــــــو ته حېـــــرانېږم چــــې ګُـــزار کــــوي په ســـسته لینده تېــــز حميد بابا سزاوار د هر ستم د هر پېغور ېم ۔۔۔۔ چه می ېار پسفر تللے ځه په کور ېم فارسيبانو د حيرت ګوتې پهء غاښ کړې چې حميد سخن سازي کړه پهء پښتو کښې ـ Pashto Two Lines Poetry. Hamid Baba Pukhto Sherona. Love Poetry Pashto. Pashto SMS, Pashto Poetry لکہ سر د پسہ پہ اوو

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal.

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal. "د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده" ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟ جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟ شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟ کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟ په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟ همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟ ولې نه چوې له دې غمه زما دله چې دې واورېده ديار د تلو بدله ** نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم توف زما په محبت شه بې وفا يم ** ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې د سړي مهر به غواړي په پېرو کې نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې ** په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟ د ز

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri.

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. غزل :- رياض تسنيم انتخاب :- ابراهیم شاه قياس  _______________ يو عام غوندي سړےعی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده! تسنيم خو ستا د کرښو نه بهر نۀ وۀ مرشده! دا خدای خبر د کومو دعاګانو برکت دی زما خو په خپل ځان دومره باور نۀ وۀ مرشده! منمه چې دا ښار د بربادۍ په لور روان وۀ هيڅ نه وو ، خو زړۀ داسې هم کنډر نه وۀ مرشده! يو زۀ د مدح خوانو په هر بار کښې کوږ لرګی وم زده کړی مې بس دغه يو هنر نۀ وۀ مرشده! ساتلی يې په شونډو دروغژنه هرکلی وو خلاص مړی چا د زړه د قلا ور نه وۀ مرشده! دې مرګ چې لۀ کافورو جولۍ ډکه وه راوړې دا ټول کلی خبر وۀ ، خو خبر نۀ وۀ مرشده! خبر چې شۀ د هجر د کېميا لۀ خاصيته تسنيم خاوري ايرې وۀ ،بيا سرۀ زر نه وۀ مرشده! _______________ تسنيم خدامست د رياض تسنيم کليات مخ ۱۷۲ Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pukhto love Poetry. Pashto Lines, Pashto Love Lines. Pashto Two Lines Poetry. New Pashto Ghazal Lyrics. Riaz Tasneem Pashto Kulyat Ghazal. Pashto Poetry SMS. Pukhto

Kakal. Pashto Word Kakal, Its Meaning And Explanation. Quiff Meaning In Pashto

Kakal. Pashto Word Kakal, Its Meaning And Explanation. Two Lines Pashto. Quiff In Pashto پښتو ژبه کښې "کاکل" څه مطلب دى What Is Kakal In Pashto? د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلے زۀ به مړ يم کاکا  ..دا ټکی د فارسی نه پښتو ته راغلئ ..مطلب ئې زلفان دي او د زلفو یا زلفان خاص هغه حصه چه په مخ راخوریږی  ..دې ته کاکل وائ .. حمزه بابا وائ .. ستا د کاکل په سلاسل مې قسم .. حلقه بګوش دې په رښتیا يمه زه .. سلاسل ..زنجیر یا زنځیر ته وائ .. او ..حلقه بګوش .. غلام ته .. انګرېزۍ کښې ورته  Quiff  وائ کاکل د فارسۍ ټکے دے! د سر مخکښې ويښتو ته وائي. پېکے،زلفان اوربل،زلفې د پېکي اوږده وېښتان پېکې چې په ټنډه د پاسه اړولې شوې وي لکه نوستي چا نافي وي په فضا کښې  چې له خياله پرېشان کاکل مشکين کړي ...                  زبېرارشد ټوپئ کاکل (دري/ پارسي) = ۱) پېکی، پچکه، پلکی، وربل، څونډی ۲) څڼې، زلفې ۳) ګوړګوتي وېښتان يهی زلفو کی تری بات تهی يا کاکل کی مير کو خوب کيا سير  تو سودائی تها پيچک ته وائي کوم چې په ټنډا را ﺯوړند وى څوڼډی ته کاکل واي,های هلکه څوڼډی لڼډ کړه يايی کم کړه پیچک ته

Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar

Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar ۔۔ ډاکټر خالق زيار صېب ۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دا  پۀ  هر  لور  چې  وارخطا  ګوري د  وخت  سېلاب  راخستے  ما ګوري مجبوري هم ده جانان هم نۀ پرېږدي قدم  پۀ  وړاندې  ږدي  پۀ  شا ګوري زما  د  زړۀ   که  داسې   خپله   کوي ماله   څۀ    کار   به   خامخا   ګوري اوس هم زما پۀ ايمان شک نۀ  کوي اوس هم چې پال ګوري پۀ ما ګوري پۀ  تا  به  چېرې  بده  ورځ نۀ راځي لږ  که  هم  زړۀ  ته خدائے زما ګوري نور که سرۀ هم وي زيار يې نۀ پټوي خو هر ښائسته مخ ته پۀ غلا  ګوري Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar. Pashto New Poetry. Pukhto Ghazal Times. Pukhto Shayeri. Pukhto Kalam, New Pashto Love Poetry. Pashto Pedia„ Pashto Times. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di Explained. د غنی لټون لیک    -          محمد یوسف بونېرې                    مقیم کولالمپور ملایشیا                              دعا  سترګو د جانان کښې زما ښکلی جهانونه دی  وا دې  خله  دنیا  زه  وږے ستا د دنيا نه يم  تشریح             غنی خان په دې نظم کښې انسان ته د دعا د غوښتلو هنر او هدف تعلیموی او الله ته لاس په دعا دې او وائی ورته چې اې زما جانانه !!،خلق په دعا کښې ستا نه هر هغه څه غواړی کوم چې د دې دنیا او د هغې دنیا سره متعلق دی  یعنی دنیا او جنت .. خو زما د پاره دا جهانونه هیڅ حېثیت او اهمیت نه لری ولې چې زما په نیز ستا مینه د هر څه نه زیاته قیمتی ده او زه غواړم چې ته ما ته د مینې په سترګو کتل شروع کړې او ته بنده ته هله د مینې په نظر کاته کوې کله چې بنده د خپلو خواهشاتو حصارونه مات کړی او راوئې غورځوی کومې ته چې د دنیا مینه وائیل شی نو اې زما ربه ستا د مینې په خاطر ما دنیا د زړه نه او د لاسونو نه اوغورځوله ولې چې زه ستا د مینې وږې یم او ستا د دنیا وږې نه یم  ګوره د فقیر کچکول کښې تاج د سکندر دے پروت  زه  يم  د  سخ

Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal

Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal خوشحال بابا د نسواني حسن سره ډېره مينه لره۔ د خوشحال بابا شخصيت د جلال او جمال يو سپېځلے امتزاج لري۔دۀ چې چرته د خپل فطرت او مزاج مطابق د وسلې ذکر کړے دے نو هلته ئې د زنانه ؤو د کالو پترو اظهار هم کړے دے۔ کالي پتري چې د زنانه وو د ښائست او ډول و سنګار يو اهم جز دے۔لکه د دنيا د هرې سيمې پښتنې زنانه هم که معمول وي که قيمتي په کالوپترو مئينې وي۔دا د دوي فطرت سره اړه لري۔ زنانه عام تور د خپل بدن د مختلفو اعضاؤ لکه پښو,لاسونه,پوزے,غوږونه,ګوتو او نورو د ډول وسنګار کولو او د حسن و ښکلا زياتولو د پاره مختلف قسمه کالي پتري استعمالوي۔ لکه چې خوشحال بابا وائي۔ دپسالۀ صفت ئې شي د رنګ ئې نۀ شي څوک چې پورې په بدرنګه ناوې پسول کا او د دې په حقله يو بل ځائے کښې وائي۔ په پساله به مينه کاچې رنګ ئې نۀ وي تۀ ګل رنګه څۀ محتاجه د پسالۍ د خوشحال بابا معشوقه د کالو پترو نه بغېر هم ښائسته ده ۔هغې ته دا ډول و سنګار هېڅ حاجت نشته۔ ځکه چې وائي۔ نن د واړو دلبرانو غورۀ تۀ ئې که دې يو لونګ په پوزه زېور نشته او که کله دا کالي واچوي هم نو دا پرې نه بلکې کالي

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved. تور ګيسو دې په چندڼ باندې ښامار دي تورې زلفې د سنبل د نوبهار دي چې وَ ملا او کوناټيو ته دې ګورم اويزاندې پاغوندې په نري تار دي . تورې سترګې د هوسۍ د خطا شوې چې وَ څړ وَ تَه پرتې په سنبل زار دي .  تورې وروځې دې لينده، باڼه دې غشي عاشقان يې زخمي شوي په ګوزار دي .  مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره بیدلان يې په سَرونو خريدار دي . دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی د خطا د ملک اصلي نافې ترې زار دي . سپينه پوزه دې د غوټۍ د زنبق ده چې چاپير ترې نور ګلونه د ګلزار دي .  بناګوش دې نسترن دی غوړېدلی د چنبې تر ګلو به دواړه رخسار دي .  سپينه خوله که دې غنچې سره نسبت کړم د غنچې غوټۍ کله شکربار دي . دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لعلو سپين غاښونه بې بها دُر شهوار دي . ښايسته زنه دې سيب د سمرقند ده چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي .  صراحي د سپينو زرو، سپينه غاړه سيم آسا اوږې دې هم په دغه شمار دي .  واړه تن دې د حلب تر ښيښې صاف دی چې رازونه دې درون ترې نمودار دي . سپنې لېچې دې مصرۍ تُورې تېرې کړې چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي . د ياقوتو

Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.

Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022. ‏په نيمه شپه هسې راياد شوې  هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ  په ما دې کړې څه بلا ده  په مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه ‏اختر پرون و، پرون تېر شو د بغدادي کوترو نن راغلل سېلونه ‏که ته راځې غرمې ته  راشه ابۍ کور نشته بابا ژرندې ته لېږمه اسمان په ستورو ښائسته ښکاري د زمکې سر په ښکلو ښکلو خوند کوينه ځار په پښتو ولاړه اوسه زه هم پښتون يم په پښتو درسره ځمه Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022. الله دې خیر کړي څه به کېږی باران وريږی زه د يار ديدن له ځمه ‏لاليه ښاد شې خود مختار شې د قام سالار شې چې بيرغ درپسې وړمه ښایست مې و نصیب مې نه و خدایا په کور کې د بې قدرو ناسته یمه زما د مرګ زيرے پرې وکړئ چې په درشل پسې ولاړه وچه شينه ‎#ټپه ‎#لنډۍ ‏‎پکار دې نه وم درنه لاړم که دې پکار وې نازولې به دې ومه د يا قربان اواز دې تت کۀ  رباب دې مات شه په مانځه ولاړه يمه ډېر څه لرم ! وَيلی نشم سپېرې پښتو مې په مَرۍ ايښي لاسونه Pashto Love Poetry. Pashto Two Lines New Poetry, Pashto Tappy Lyrics 2022.

Pashto Love Poetry. Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Classic

Pashto Love Poetry. Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Classic with Explanation and Meanings Of Difficult Words. Pashto Poetry 2022 Kalam Abdul Hameed Momand Baba. ◇عبدالحميد مومند                                  ◇کليات چې ناظر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معنې ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د ن

Pashto Love Poetry 2022.

Pashto Love Poetry 2022. Pashto د يارانې لوزونه مه ماتوه  مه کوه مه ; ګلونه مه ماتوه  ګله بې ځايه سترګې مه خړوه  هسې زمونږ زړونه مه ماتوه  د احتساب وختونه تلي ساقي  يريږه مه جامونه مه ماتوه  زمانې مه چيړه د زړونو سره  د محبت ملکونه مه ماتوه  قاصده هيرې قيصې مه يادوه  د زړه ورغلي ورونه مه ماتوه  د شيرينې شرطونه پيژنې فرهاده هسې غرونه مه ماتوه  ستا زنځيرونه ماتېدونکې نه دي صابره ! خپل لاسونه مه ماتوه  💔 آوستاذ اوراښاد صاحب شاه صابر Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Rahman Baba Kalam. Pashto Classic Ghazal. Pashto Sherona

Rahman Baba Kalam. Pashto Classic Ghazal. Pashto Sherona. Pukhto Nazam. Pukhto Shayeri, Sherona. شاعر: عبدالرحمان بابا ډیکلومه: منزه شهید د جـــرګـې خـبـره یـــار قــبـوله نـکـړه په ژړا مې ورته څیرې کړو ګریوان ټول بې نوا چې یـې د دره را رخصت شوم پـه خندا مـې شول د کلي رقیبان ټـول شوم بې دمه، دم پــه مــا کې پاته نشو انــدامــونـه رالــه ونـیـول خفګان ټــول په غزل مـې ګـوتـې پورې کــړې لـه غمه په شعرونو کـې مـې ولیکئ بـیـان ټــول Rahman Baba Kalam. Pashto Classic Ghazal. Pashto Sherona. Pukhto Nazam. Pukhto Shayeri, Sherona. Pashto Times, Pashto Love Poetry.

Hamid Baba Pashto Love Poetry. Abdul Hamid Momand Ghazal Explained

Hamid Baba Pashto Love Poetry. Abdul Hamid Momand Ghazal Explained. ♤عبدالحميد مومند♤ له شيخۍ راته بهتره شوه رندي بيا ناصحان مې دې پۀ سل رنګه غندي بيا ښۀ چې خلاص شوم د ريا له تشه زهده خدای دې را مۀ کا دا هسې خودپسندي بيا د خلوت له عزيزانو مې زړۀ بد شو ځان مې وشمارو د ترکو پۀ کندي بيا چې مې کور پۀ دا تور دی مينې سوی و به نۀ کړم له تقوی سره ګوندي بيا وا به نۀ ړوم نور مخ له ساده رويو کۀ د خط اره مې کيږدي پۀ تندي بيا چې يې زۀ پۀ ړومبې پند پورې خندا کړم ناصحان پۀ نصيحت کا ريشخندي بيا دا د عشق تاوونی رنځ به يې ارمان شي کۀ د زهد ځان کوټلي شي ژوندي بيا د ګوندۍ زړۀ ترينه صبر کړه ناصحه له رندۍ سره 'حميد' شو سوګندي بېا                              ■فرهنګ  ●رندي:      بې پروايي، آزادي، لاقيدي، هغه عمل يا چاره چې د ټولنيز دود دستور له مراعات نه ليرې وي ●کندي:     دَ ډېرو کورونو محلت , -کورنۍ، پلرينه ●ګوندي:    ډله بازي،ګروپ بندي،پارټي داري ●پند:         نصيحت, وعظ ●ريشخندي:  بل پسې ملنډه کول, چا پسې خندا کول ●تاووني:     په طاعون اخته، طاعون نيولي ●سوګندي:   قسمي، چې قسم يا سوګند ورکړی شوی

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022

Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. پر موږ ګرانې دي رشتې حالونه وايي  د قهوې دا دوه پیالې حالونه وايي ځیني ما غوندې د ورځې هم ګونګي وي ځیني ځیني ان د شپې حالونه وايي دلته دوه ښکلو یو بل غېږ کې نیولي دا حسینې نظارې حالونه وايي دا ته نه یې ستا پیریان راته غږیږي د شرابو پیمانې حالونه وايي موږ په هغه چم کې مینه خپله وکړه چې کړکۍ او دروازې حالونه وايي زه یم غلی، نو بیا ته څنګه خبر شوې؟ جوړې ټولې مرحلې حالونه وايي ته یې ورکړلې، په ماشوله ناوخته سرودونه، تماشې حالونه وايي یو څو ښکلو باندې اوس هم بلا ګران یې د ګلونو ګلدستې حالونه وايي تا ته چا وی شاعري کوه عامره د غزل ټولې مصرې حالونه وايي  ٢٠٢٢ مې ١١ پراګ Pashto Love Poetry New 2022 Pashto Love Ghazal. Pashto Sheroona 2022 By Najib Aamir, Mashaal Radio Prague. Azadi Radio And Mashal Radio Are Prague Based Pashto Radio. Pashto Times Pashto poetry. Pashto Shayeri SMS. Pukhto Shayeri, Pashto Love Poetry.

Meena By Ghani Khan. " Love " Pashto Poetry Poem By Ghani Khan.

 Meena By Ghani Khan. " Love " Pashto Poetry Poem By Ghani Khan. ٣۔  مينه  هغې وې مينه يو ګل دى اوس تازه وي اوس فنا شي ما وې يو ګل چې شي مړاوى سل ګلونه ترې پيدا شي هغې وې مينه ده اور سړى وسوځوي فنا شي ما وې اور چې چيرته بل شي جهان ګرم شي رڼا شي هغې وې مينه يو خوب دى چې ترې ويښ شې لا بلا شي ما وې ګوره ژوندون خوب دى چې سړى ويښ شي شيدا شي هغې وې مينه غضب دى سړى ړوند شي نابينا شي ما وې خداى ته بينا سترګې تل جهان ته نابينا شي هغې وې مينه دوزخ دى ماشومان پکې جليا شي ما وې ښه دى دوزخ ښه دى له ګناه وجود صفا شي هغې وې مينه تياره ده پکې ځان ورک شي تالا شي ما وې ګوره تياره ښه ده پکې پټه سخا دنيا شي هغې وې خوږه دلبره کاشکې ستا عقل زما شي غني وې ماشومه ګله! ستا د سره د فدا شۍ  🍂 غني خان 😍 translate 💚 from pashto Translate   💚 From Pashto.    💚 Emogi Means Love In Pashto. Pashto Word For Love Is Mena💚😍 Pashto Nazam Meena, Mena, Mina By Ghani Khan Baba Love Pashto Poetry By Ghani Khan Baba. What Is Love By Ghani Khan? Meena Sa Da? Pukhto Shayeri, Pukhto Nazam. Meena Aw Ghani Khan Bab

Best Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry Pukhto Ghazal

Best Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry Pukhto Ghazal 2023 د ردې کفـــــر کلمـــــې ورځي خلقو له څۀ بلا قيصې ورځي مونږ کۀ ګناه وکړه خو کفر به وي شېــخ کۀ ګناه کوي توبـې ورځي‌ د واعــــظ هره فلســــفه د فســــاد واعظ له نور څۀ؟ خو فتنې ورځي د محتســب په توبــه مۀ تېر وځه ځي ميخانې ته خو د شپې ورځي هغوي په هر موسم کښې‌ سپین سپیڅلي هغوي له هر رنګ قصيدې ورځي سړی چې وځـي د رنا په لټــون مخې له څۀ نا څۀ تيارې ورځي هغه زمونږ ‌د زړونو غــلا پېژني  هغه له ناز ورځي نخرې، ورځي _________ صاحب شاه صّابر د صاحب شاه صابر کليات (۳۹۹/399) Best Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Poetry Pukhto Ghazal. Pashto Times pukhto Ghazal Of Sahib Shah Sabir. Pashto Ghazal Lyrics Of Sahib Shah Sabir. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto P