Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khushal Khattak

Philosophy Of Khushal Khan Khattak Baba and Pashtuns. Aimal Gadoon

 Philosophy Of Khushal Khan Khattak Baba and Pashtuns. Aimal Gadoon خوشال خان او پښتانه زه د کلونو نه د ستر سالار افکار او د پښتنو د وجود جوړولو خبره بيا بيا تکراروم چې خوشال خان څنګه د پښتون قوم د وجود بڼسټګر دې. نو مهمه داده چې اول پدې ځان پوهه کړو چې يوو قام څنګه جوړيږي؟؟ قام يوازې په ژبه جغرافيه نه جوړيږي څنګه چې يوو انسان پېدا شي بيا هغه انساني خويونه زده کړي بيا يوو ژبه ناسته پاسته هنر زده کړي هغه انسان وي خو د خپل ذهني ساحت هنر او ژبې په اساس هغه د يوو قوم حصه جوړه شي د هغه تربيه اول د انسان بيا د يوو قام وي د قام يوو خپل کلتور ژبه ذهنيت جغرافيه او خپلمنځي ټولنيز فکر وي يوو قام هېڅکله څوک په ښه او بد عادت د قوميت د دايرې نه نشي اېستې نه يوو قام څوک غلامولې شي مخکوم کولې ضرور شي. خوشال بابا نه مخکې پښتون قوم وجود نه درلود يوو څه خلک ضرور وو اوس هم شتې چې يوو ژبه يې وئيله يا يې زده کړې وا. پدغه خلکو خوشال خان ډيرې وسې وکړې چې ننګ وکړئ پاڅئ خو جنګونه هم اوشو خو قام پورته نه شو. دغه ستر انسان دومره زيرک او عالم وو چې د د قلم په زور د يوو قوم د وجود جوړولو تابيا وکړا لکه يوو قام له ژ

Khushal Baba Aw Swat. Khushal Khattak Poetry And Swat. Ghazal

Khushal Baba Aw Swat. Khushal Khattak Poetry And Swat. Ghazal لکه باز په یو غره ناست نظر په بل کا ‏بیا زما نظر د سوات په کوهستان شي ‏دمغول منصب می پرېښو هسي خوښ یم ‏لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي ‏په جهان د ننګیالي دي دا دوه کاره ‏یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي ‏ازادي تر بادشاهیه لا تیری کا ‏چی د بل تر حکم لاندي شي زندان شي ‏ستر خوشحال بابا Khushal Baba Aw Swat. Khushal Khattak Poetry And Swat.  Ghazal, Pa Jahan Da Nangyalo Di Da Dwa Kara.  Ya Ba Okhri Kakarai Ya Ba Kamran She. Pashto Poetry Nazam.

Khushal Khan Khattak Pashto Poetry. Da Khushal Baba Shayeri.

Khushal Khan Khattak Pashto Poetry. Da Khushal Baba Shayeri. ‏که شیخي زاهدي غواړې  په خپل لاس کې ده لالا   لکۍ ور دستار پر سر کړه  سر وهه په مصلا  یا مسواک کښيږده په سر کې یا یې وټومبه تر ملا  په تسبیح خوځوه شونډې نور ټګي کوې که غلا خوشحال بابا Khushal Khan Khattak Pashto Poetry. Da Khushal Baba Shayeri. Pashto Two Lines Poetry By Khushak Baba. Khashal Khattak Baba Pukhto Shayeri. Pukhto Sherona, Pashto Pedia Pashto Times

Khushal Khattak Da Mughalo Mansabdar. Khushal Khattak As Mughal Servant

Khushal Khattak Da Mughalo Mansabdar. Khushal Khattak As Mughal Servant. By Noor Apriday خوشحال د مغلو منصبدار اکثر زمانه زما کشران دا تپوس کوي چې خوشحال بابا خو د مغلو نوکر پاتې شوے دے يا د مغلو نوکر وو ! او هم د دې کشران په نزد د بابا د مغلو نوکري کول يو غټ جرم دے ـ او ورسره دا خبره هم ور زياته کړي چې خوشحال بابا خپل پښتانه د مغلو دپاره وژل ـ زما د دې کشران په نزد دا دوه خبرې د خوشحال بابا يوه غټه ګناه دا يا دا دوه خبرې په بابا يو غټ تور دے۔  خو زما په خيال  دا دواړې خبرې بابا ته  په ميراث کښې پاتې وې ـ که مونږ اوګورو  د خوشحال بابا د نيکه پلار اکوړ خان ته اکبر باچا د لارې د حفاظت ذمه داري ورپه غاړه کړه او د دې په بدل کښې کښې به اکوړ خان يو قسمه ټکس اخستو او دغه لار به يې ساتله ـ دغه سلسله شروع وه  د بادشاهي لارې ذمه داري د اکوړ خان نه پس يحيي خان او بيا د خوشحال بابا د پلار شهباز خان په غاړه شوه ـ او داسې دغه منصبداري يا نوکري تر خوشحاله پورې راورسيده او خوشحال هم دغه نوکري ښه په ايماندارۍ تر سره کوله ـ بيا د پښتنو د قتليدو خبره شوه نو د خټکو او مندړو او يوسفزو جنګونه د خوشحال په دو

Allama Iqbal About Khushal Khan Khattak. Tabeeb Afghan Millat.

 Allama Iqbal About Khushal Khan Khattak. Tabeeb Afghan Millat. Allama Muhammad Iqbal called Khushal Khan Khattak the Hakeem and Tabeeb (physician) of Afghan Millat and Afghan Shanas. Maj: Roverty and certain other orientalists say that Khushal was not only Afghan Shanas but like Goethe and Shakespeare he was also a great Insan- Shanas (one who knows man) Iqbal expressed his desire that if he knew Pashto he would have translated Khushal's poetry into Urdu or Persian. Khushal was a practical man. He manifested all those qualities in his living conduct which he wanted to see in a man. Allama Muhammad Iqbal, the national poet of Pakistan, said about Khushal: That Afghan shanas (Khushal Khan Khattak) said well, He expressed what he saw save any hesitation. He was the Hakeem (Philosopher) of Afghan nation. He was the physician of Afghan cause. He stated the secrets of nation boldly. He was rendering and said the right very wisely. At another place he commends Khushal in these words: I a

Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hase Ta Ghundi Dilbara. Khushal Khattak

Da Jehan Pa Makh Ba Na We Hase Ta Ghundi Dilbara. Khushal Khattak ‎د جهان په مخ به نه وي، هسې تا غوندې دلبره ‎پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره ‎ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره ‎باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره ‎دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه ‎خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره ‎طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه ‎خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره ‎غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه ‎عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره ‎[خوشحال خان بابا] . ‎پري رویه = One with a face like a fairy ‎عنبر بویه = One who smell like ambergris Ambergris = Ambergris (taken from digestive tract of whales), an ingredient of perfume, has been mostly known for its use in creating perfume and fragrance much like musk. Perfumes can still be found with ambergris around the world ‎سنبل مویه = One with a face like the hyacinth flower ‎ګلعذاره = ۱) د ګل په څېر رخسار لرونکې ۲) ډېر زيات ښکلې ۳) معشوق، ګل غوټۍ ‎زلفې ماره = د مار په څېر زلفې لکه د محبوبې ښکلې

Khushal Khan Khatak Wife Letter To Khushal Khattak.

Khushal Khan Khatak Wife Letter To Khusha imprisoned In Bijapur India. By Tufail On Twitter. @TufailA77 This poem was written by one of Khushāl’s wives, the mother of Ashraf Khan Hijri, himself a poet, who died in exile in Southern India (Bijāpur). It would almost appear to be a reply to the poem preceding, which was written by Khushāl, whilst in exile in India.  The play on the words in these two last lines are nearly lost in translation; for instead of inserting her own name, the writer uses her husband’s, which signifies ‘HAPPY’. To have inserted her own name would’ve been considered indelicate. Khushal Khan Khatak Wife Letter To Khushal Khan Khattak Baba. She Was Mother Of Ashraf Khan Hijri, Son Of Khushal Baba And Classic Pashto Poet As Well. Pashto Pedia.

Khattak Pashtun Tribes, Mughal Rulers And Yousafzai. Pashto History

Khattak Pashtun Tribes, Mughal Rulers And Yousafzai. Pashto History by Abdul Bari Jehani. Pashto Research Thesis On Khushal And Mughal Rulers. Pashto Pedia «د خټکو قبیله او مغول» *** هغه وخت چې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلی نوم اخیستل کیږی، یوسفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلال الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو او د خټکو قبیلی په تیره بیا د "تري" څانگه چی د خوشال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، د مغولو په خدمت کې ودریده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله.  مغول پاچا په بدل کې د اټک څخه تر نوښاره پورې ټولې ځمکي د خټکو د تري څانگې مشر، ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړی او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یی هم دغی قبیلی ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو تر لاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه ل

Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal

Khushal Khattak Baba Praising Beauty. Understanding Khushal خوشحال بابا د نسواني حسن سره ډېره مينه لره۔ د خوشحال بابا شخصيت د جلال او جمال يو سپېځلے امتزاج لري۔دۀ چې چرته د خپل فطرت او مزاج مطابق د وسلې ذکر کړے دے نو هلته ئې د زنانه ؤو د کالو پترو اظهار هم کړے دے۔ کالي پتري چې د زنانه وو د ښائست او ډول و سنګار يو اهم جز دے۔لکه د دنيا د هرې سيمې پښتنې زنانه هم که معمول وي که قيمتي په کالوپترو مئينې وي۔دا د دوي فطرت سره اړه لري۔ زنانه عام تور د خپل بدن د مختلفو اعضاؤ لکه پښو,لاسونه,پوزے,غوږونه,ګوتو او نورو د ډول وسنګار کولو او د حسن و ښکلا زياتولو د پاره مختلف قسمه کالي پتري استعمالوي۔ لکه چې خوشحال بابا وائي۔ دپسالۀ صفت ئې شي د رنګ ئې نۀ شي څوک چې پورې په بدرنګه ناوې پسول کا او د دې په حقله يو بل ځائے کښې وائي۔ په پساله به مينه کاچې رنګ ئې نۀ وي تۀ ګل رنګه څۀ محتاجه د پسالۍ د خوشحال بابا معشوقه د کالو پترو نه بغېر هم ښائسته ده ۔هغې ته دا ډول و سنګار هېڅ حاجت نشته۔ ځکه چې وائي۔ نن د واړو دلبرانو غورۀ تۀ ئې که دې يو لونګ په پوزه زېور نشته او که کله دا کالي واچوي هم نو دا پرې نه بلکې کالي

Mard Of Khushal Khan Khattak Baba.

Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba. خوشال بابا د سړي تشريح داسې کوي دا خوشال خاني ده  مرد هغه چې همتناک، برکتناک له عالمه سره خوږ په زیست و ژواک مخ یې مخ، قول یې قول عهد ئی عهد نه دروغ، نه یې فریب، نه تش تپاک  لږ ګفتار، ‌‌‌‌‌‌ډير یې کردار په خاموشۍ کښې  د غونچې غوندې خوله پورې، سینه چاک چې خبرې د پستۍ د بلندۍ شي په لویۍ لکه اسمان، په پستۍ خاک په تمکین کې لکه سروه، په سخا کې په هر لور څانګې ژنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې شان ویل کا زه حیران یم چې خوشحال راووړ له کومه دا ادراک؟ Mard Of Khushal Khan Khattak Baba. Mard Hagha Che Himat Naak Barakatnaak Ideal Man Of Khushaal Khan Khattak Baba. Qualities Of Ideal Man Of Khushal Khan Khattak Baba. Pashto Classic Poetry Ans Poems. Pashto Pedia, Pashto Times.

Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name

Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name. Waqas Espazai «روه» *** د پښتونخوا زوړ نوم روه وو' د خوشال خان خټک سربېره د پښتو نورو کلاسیک شاعرانو په شاعرۍ کې یې هم یادوونه شوې ده. په دې اړه د کاظم خان شیدا یو څو مقبول شعرونه دا دي - په هندي ادا یې وکړې په ما چارې زه شیدا، په زړه ساده د روه افغان یم / - شیدا واستوه ديوان د هنده روه ته چې لبریز یې په صدا هم کوهستان شي تاریخ فرشته کې د روه جغرافیه په دې ډول بیان شوې ده: «روه څخه موخه هغه غرئیزه لړۍ ده' کومه چې په لویوالې کې له باجوړه تر سیوۍ پورې ده او له بکر او حسن ابدال نیولې تر کابل او کندهار پورې خپره ده.» Rowa, Roaa, Old Name Of Pashtunkhwa. Pashtunkhwa Old Name. Pashto Info Blogs, Pashtunkhwa Name In Khushal Khattak Poetry, Kazim Khan Shida, Tarikh Farishta, Pukhtunkha Watan Pa Tareekh Ki. Tareekh, Da Pukhtano Tareekh. Pashto Pedia, Pashto Times, Pashto Blogs.

Khushal Khan Khattak Aw Mughals. Pashto Info

Khushal Khan Khattak Aw Mughals. Pashto Info. Understanding Khushal Khan Khattak Baba. د ننګیال یوسفزي له وال څخه کاپي کتاب رمغانِ خوشحال دريمه برخه ✍️ په کال 1657 کښ شاه جهان ناروغه شو او د سلطنت کار روزګار نه پاتې شو د بادشاه د علالت په وجه د بادشاه په ځامنو کښ د تخت نشينئ لپاره جنګونه شروع شول او دا جنګونه نور په 1658 کښ تيز شول  د بادشاه دوه مشری ځامن دارالشکوه او شهزاده شجاع ځان خان ملګري وو او دوه کشري ځامن مراد بخش او اورنګ زيب ملګري وو او خپلو کښ يې جنګونه کول دې وخت کښ د مغلو سلطنت وړو وړو برخو کې تقسيم شو هو د شاهزادګانو په دې جنګونو کښ اورنګ زيب کامياب شو . شاه جهان چي د خپل مشر ځوئ دارالشکوه طرفدار وو کشر ځوي اورنګ زيب زندان کښ بندي کو او هم په زندان کښ وفات شو  اورنګ دپاره اوس ميدان صفا شو هغه بادشاه شو او عالمګير لقب يې اختيار کو دا کال 1659 وو  د تخت نشينئ په دې جنګونو کښ د يوسفزو مشر بھاکو خان د دارالشکوه طرفدار وو دارالشکوه خوشحال خان هم خپل طرفدار کول غوښتل خو خوشحال خان اونه منله او د اورنګ زيب طرفدار شو په کوهاټ کښ د يوسفزو په ډله چې د دارلشکوه د استقبال دپاره ولاړ

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved. تور ګيسو دې په چندڼ باندې ښامار دي تورې زلفې د سنبل د نوبهار دي چې وَ ملا او کوناټيو ته دې ګورم اويزاندې پاغوندې په نري تار دي . تورې سترګې د هوسۍ د خطا شوې چې وَ څړ وَ تَه پرتې په سنبل زار دي .  تورې وروځې دې لينده، باڼه دې غشي عاشقان يې زخمي شوي په ګوزار دي .  مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره بیدلان يې په سَرونو خريدار دي . دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی د خطا د ملک اصلي نافې ترې زار دي . سپينه پوزه دې د غوټۍ د زنبق ده چې چاپير ترې نور ګلونه د ګلزار دي .  بناګوش دې نسترن دی غوړېدلی د چنبې تر ګلو به دواړه رخسار دي .  سپينه خوله که دې غنچې سره نسبت کړم د غنچې غوټۍ کله شکربار دي . دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لعلو سپين غاښونه بې بها دُر شهوار دي . ښايسته زنه دې سيب د سمرقند ده چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي .  صراحي د سپينو زرو، سپينه غاړه سيم آسا اوږې دې هم په دغه شمار دي .  واړه تن دې د حلب تر ښيښې صاف دی چې رازونه دې درون ترې نمودار دي . سپنې لېچې دې مصرۍ تُورې تېرې کړې چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي . د ياقوتو

Battle Of Khyber Pass 'Pakhtun Mughal War' 1672-1677.

Battle Of Khyber Pass 'Pakhtun Mughal War'  1672-1677. Aurangzeb Alamgir 6th Emperor of the Mughal  Empire (1658-1707) occupied the throne after his success against his brothers in the war of succession. Muhammad Amin Khan, the governor of Lahore was transferred to Peshawar. Amin Khan was unaware of hill wars and frontier politics and before his arrival hostility had broken out between the Mughals and the Khyber tribes due to the attitude of the Mughal Chief, and Khyber Pass was made insecure. Amin Khan was intercepted in Khyber Pass in the summer of 1670 on his way to Kabul but the affair was settled through negotiation. Two years later, the Afridis under Aimal Khan and other Afghan tribes closed the Khyber Pass. While in summer of the same year the Mughal governor disregarding the advice of his officers moved to Kabul from Peshawar with all his family and camp followers. His camp was blocked by the tribes in the narrow gorge at Ali Masjid. Amin Khan opened negotiation with th

Khushal Khan Khattak Statue In Naushehra Broken.

Khushal Khan Khattak Statue In Naushehra Broken. Pashtun Heros and Pashtun History Destroyed By Fanatics. ‏په نوښار کې د خوشحال خان خټک مجسمه چا ماته کړي ده خپي او لاسونه يې ترې کټ کړي دي پښتانه يې ووژل، بي عزته يې کړل، بي کوره يې کړل، وس ورله د مشرانو اغه پهچان ختمول غواړي، د مشرانو بي عزتي ورله په مړينه هم کوي که هر چا دا کار کړى وي، د سپک سړي نسل به وي  Khushal Khan Khattak Statue In Naushehra Broken. Pashtun Heros and Pashtun History Destroyed By Fanatics.

Khushal Baba And Rahman Baba Pashto Two Lines Poetry.

Khushal Baba And Rahman Baba Pashto Two Lines Poetry. زه طوطي شکر پرست يم د ستا شونډي ميټائي ~ رحمان بابا ‏‏دواړه شونډې د خوشال خټک په خوله کړه و طوطی ته ورکوي خلک شکرې ~ خوشال بابا Two Lines Pashto New Poetry. Pashto Shayeri, Pukhto Sherona. Pukhto Sherona, Pashto Two Lines Poetry, New Pashto Two Lines Sherona, Pukhto Ghazal Zaar Times. Pashto New Two Lines lyrics

Drast Pukhtun la Qandahara Tar Ataka. Khushal Baba Pashto Lines.

 Drast Pukhtun la Qandahara Tar Ataka. Khushal Baba Pashto Lines. درست پښتون له قندهاره تر اټکه سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار اپريدي مومند شنواري ګوره څه که د مغلو لښکر پروت پر ننګرهار پښتانه که بل څه فکر کړي ناپوه دي بې له تورې خلاصی نشته په بل کار پدې لاره کښې اوس ذه يواځې نه يم پښتانه دي راسره قتار قتار  #ستر_خوشال Drast Pukhtun la Qandahara Tar Ataka. Khushal Baba Pashto Lines. Afridi Tribes By Khushal Khan Khattak. Monand Pashtun Tribes By Khushal Khan Khattak Baba. Pashto Times.

Khushal Khan Khattak Anniversary This day. Remembering Khushal Khattak

 Khushal Khan Khattak Anniversary This day. Remembering Khushal Khattak. 333 Anniversary Of Khushal Khattak Baba On Feb, 20 د نن څخه پوره ۳۳۳ کاله مخکې په همدې ورځ سترخوشحال خان خټک د نړۍ څخه رحلت وکړ!! خوشحال خان خټک د پښتو  د ادب او د پښتو شاعرۍ پلار ګڼل کېژې, خوشحال خان نوم چې اوس هم مغول  اوري نو ويره پرې خپره شي, چې بيا خوشحال رانشي!! هغه د افغانانو یو ستر اتل وو،تر مرګ ېې  په افغانیت،او پښتو ویاړ کوو،لکه چې واېې د افغان په ننګ مې وتړله توره ! ننګيالی د زمانې خوشحال خټک ېم!! هغه د پښتو او پښتنو لپاره نه هېرېدونکی او نه تکراريدونکی خدمت ,کار کړی دی! او پښتانه يي د غلامۍ څخه خلاص کړې دي, او موژ به د ستر خوشحال خټک لار څارو, لکه چې ستر خوشحال بابا وايې ! زه خوشحاله توره په لاس کفن په غاړه به راپاڅم که خبر شوم چې پښتون د چا غلام دی ! خوشحال بابا پښتنو ته د حق اخيستلو لار ورښودلې ده, او هم يي عملي کړې ده, او په کتابونه او خپل په شعرونه کې پښتنو ته د ازادۍ د اخيستو لار ښودلې ده! خوشحال خان خټګ داسې شاعري هم کړې چې په اوريدو يي سړی سخت په جزبه کې راشي, او په خپل ځان او پښتون توکم قوم ويا

Khushal Khattak Master Piece Pashto Poem About Different Nations

 Khushal Khattak Baba Master Piece Pashto Poem About Different Nations توراني خو د جنجال دي د پرخاش دروغژن، سوګند خواره، بهتان تراش پښتانه، د بد نیتۍ، د خصومت دي په حیا، په شجاعت یې وکړه شاش . که بلوڅ، که هزاره، واړه چرکین دي نه یې دین، نه یې مذهب، ستر یې فاش . که هندي دي، که سیندي دي، مخ یې تور شه نه حیا، نه یې وفا، نه نان او آش . کشمیري، که نر، که ښځې، واړه هېڅ دي د مردۍ ورڅخه نشته هېڅ قماش . د آدم له نسله نه دي، ګوره څه دي دواړه ورک شه، یو ازبک، بل قزلباش . لغماني، بنګښ، سواتي، تیرایي واړه موټ، مټر، لوبیا، چڼه دي، مۍ اوماش . هر احوال ورته ښکاره دی د وګړي د خوشال خټک په پوهه کړه شاباش ------------------------------------------------------------------ Pashto Words With Meanings And Explaination. ۱- تورانی= ترک نژاده اوترک توکمه خلک ۲- پرخاش = جنګ جګړه ،فساد ۳- قماش= جنس،کالي ، اسباب Khushal Khattak Baba Master Piece Pashto Poem About Different Nations. Khattak Baba.  Khushal Khattak About Pashtuns In His Poetry. Khushal Khattak About Turks In His Poetry Khushal Khattak About Kashmiris

Two Lines Pashto Poetry Lyrics Of Khushal Baba. Pashto Sherona

 Two Lines Pashto Poetry Lyrics Of Khushal Baba. Pashto Sherona د خوشحال بابا  حیران یم نه پوهېږم چې زه څه یم څه به شم له کومه یم راغلی بیا به کوم لوري ته ځم جهان یو کټوری شو زه په مثل د میږي یم حیران پکې جاروزي لاس و پښې پکې وهم Two Lines Pashto Poetry Lyrics Of Khushal Baba. Pashto Sherona. Da Khushal Khattak Pukhto Shayeri. Pashto Ghazal Lyrics. Pashto Poetry In Text. Khushal Baba Painting. Two Lines Pashto Poetry Lyrics Of Khushal Baba. Pashto Sherona. Da Khushal Khattak Pukhto Shayeri. Pashto Ghazal Lyrics. Pashto Poetry In Text. Khushal Baba Painting.. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.