Qamar Gulla, Pashto Folk Singer Died In Canada Today. Fazal Aziz VOA Deewa Radio د پښتو ژبې نوموتې او خوږ غږې سندرغاړې د ورپیښې ناروغۍ لکبله د کاناډا د ټورنټو په یو روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ لکبله مړه شوه. ارواښاده قمرګله چې د پښتو ادب او هنر ځلانده نوم په ۱۹۵۲ کال د جنوري په ۲۱ نېټه د افغانستان،ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ د شګې په قریه کې زیږیدلی وه د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې قمر ګله د جمعې په ورځ [نهم دسمبر] د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په يو روغتون کې مړه شوې ده. د سندر غاړې کورنۍ دغه خبر تاييد کړی دی. د کېنېډا په ټورنټو ښار کې د پيوستون په نامه د افغان ټولنې په فېس بک پاڼه د قمرګلې د مړينې خبر ورکړل شوی چې "د هیواد نومیالۍ سندرغاړې د ارواښاد استاد زاخیل میرمن او د ایمل زاخیل مور میرمن قمرګل د کانادا ټورنټور ښار په یو روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ د امله" په حق رسېدلې ده. مشهوره سندر غاړې قمرګله د افغان نوميالي سندرغاړي زاخېل استاد مېرمن وه او د تيرو څو کالو نه يې په کېنېډا کې ژوند کولو د قمرګلې زوی اېمل زاخېل هم سندرغاړی دی. قمرګلې په خپله يوه مرکه کې ويلي وو، هغه په هنري کور...