Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Hamdellah Muhib

Hamdillah Muhib Will Be Future President Of Afghanistan. Analysis

 Hamdillah Muhib Will Be Future President Of Afghanistan. Analysis by Abdul Wafi Nayebzai محب او د راتلونکي د مشر کېدا خوب   عبـدالـوافـي نایبزی د ۲۰۲۱ز د اگسټ له ۱۵مې تاریخې ورځې لږ وړاندې، د افغانستان په اسلامي جمهوري حکومت کې د حمدالله محب رغنده نقش، د اگسټ له ۱۵مې وروسته له طلوع نېوز سره د خلیل‌زاد وروستۍ مرکه، د «سټېو کول او ادهم اېنټس» وروستۍ تحقیقاتي لیکنه، او د ازادۍ راډیو او امریکا غږ سره د حمدالله محب وروستۍ مرکې په جزیاتو اورېدا وروسته دې پایلې ته رسېدای شو، چې د محب د راتلونکې رهبرۍ خوب ښايي رښتیا شي. د پورته رېفرېنسو په جزیاتو به لږ بحث وکړو او بیا به ووینو چې د محب خان د راتلونکې مشرتابه خوب شونی دی، چې رښتیا شي؟  د سټېو کول وروستۍ لیکنه کې د خلیل‌زاد له قوله لیکل کېږي، چې: د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې، امریکا او طالبانو «افغانستان ته د سولې راوړلو تړون» په نوم یو موافقت‌نامه لاسلیک کړه، امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې پورې به خپل ټول جنگي ځواکونه په‌دې شرط وباسي، چې طالبان به القاعده او نورې ترهگرې ډلې وځپي، د افغانستان اسلامي جمهوریت سره به په ښه نیت خبرې